تاند- ټاکل شوې چې سبا (شنبه) د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د رييس، مرستیال او منشي په شمول اداري پلاوی  وټاکل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون نوي (۹) غړي د تېرې دوشنبې په ورځ ولسمشر کرزي د هغه اووه ویشت کسیز لیست له منځه غوره کړل چې د غوراوي کمیسون له څو سوه کسیز لیست څخه خوښ کړل.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یو غړی عبدالرحمن هوتکي وايي چې د انتخاباتو د کمیسون د رييس، مرستیال، منشي او د اداري پلاوي د نورو غړیو له ټاکل کېدو وروسته به د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو د راتلونکي کال انتخاباتو ته تیاري رسماً پیل کړي.

ټاکل شوې چې د راتلونکي کال د حمل په شپاړسمه د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکنې وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون غړي د جمهوري ریاست په را روانو ټاکنو کې د خلکو مشارکت او د سیاسي ګوندونو فعاله ونډه د ټاکنو د مشروعیت لپاره اساسي ټکی ګڼي.

د انتخاباتو لپاره په داسي حال کې تیاري نیول کېږي چې په جنوبي او شرقي ولایتونو کې د ناامنۍ له کبله د خلکو د ګډون چانس ډېر لږ ښکاري او په شمالي ولایتونو کې هم په لاس لاس د پښتني سیمې نا امنه کېږي.

د تخار ولایت یوه مخور جمروز خان تاند ته وویل چې د دغه ولایت په پښتني سیمو کې سر له اوسه نارامۍ مخ په ډېرېدو دي. د ده په باور په ناامنیو کې دولتي چارواکي او یا د سیمې ځیني زورور کسان لاس لري څو د دغو سیمو اوسېدونکي په انتخاباتو کې ګډون ونه کړای شي.

له بغلان څخه هم ورته شکایتونه ترلاسه شوي دي.

د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د تېرې دورې په انتخاباتو کې هم ورته کار شوی و. د بلخ ولایت په ټولو پښتون مېشتو ولسوالیو کې تر انتخاباتو مخکې ناامني رامنځته شوه او خلکو رایې ونه کارول شوې خو له انتخاباتو وروسته تر اوسه پوري په ټولو ولسوالیو کې کراره کراري ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون نوی ټاکل شوی غړی عبدالرحمن هوتکي، چې اټکل کېږي د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون مشر وټاکل شي، وايي؛ «دا دافغانستان د حکومت مسوولیت دی چې امنیت ټینګ کړي څو خلک رای کارتونه واخلي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي. دوهمه خبره زما په نظر دا ده چې په پراخه کچه د خلکو ګډون د انتخاباتو لپاره حیاتي دی، خلک باید د رای ورکولو فرصت ولري.»

عبدالرحمن هوتکي، ګلالۍ اڅکزۍ، شریفه زرمتۍ، احمد یوسف نورستاني، سریر برمک، لیلا احراري، عزیز بختیاري، محمد حسین ګرزیواني او سلیمان حمید د انتخاباتو د خپلواک کمیسون نوي غړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *