د بدلون اوونیزې لیډ ستوري –

د قوس پر ۳۰- مه پښتو بي بي سي راډیو د پاکستان له مخکني پوځي او دکتاتور ولسمشر جنرال پروېز مشرف سره مرکه وکړه، دا مرکه له ډېرو اړخو څخه جالبه او په زړه پورې تبصرې پر کېدای شي خو دلته یې یوازې له هندوستان سره د افغانستان د اړیکو اړخ ته اشاره کوو.

نوموړي پردې سخته نیوکه لرله چې افغانستان ولي له هندوستان سره روابط پالي؟ ټیک لکه یو بیعقل پلار چې پر خپل زوی پټکه کوي، یا لکه د طالبانو د اسلامي امارت د امرباالمعروف و نهي عن المنکر مشر؛ وايي چې هند ولي په ننګرهار او کندهار کې کونسلګرۍ پرانیستې دي او هند په افغانستان کې څه کوي؟

د ښاغلي مشرف دې پوښتنې ته زموږ یوه بااحساس وطنوال او لیکوال ډاکټر عبدالحمید بهیج پر خپله فیسبوکپاڼه جالب جواب ولیکی؛ داسې چې کله د جدې پر ۴- مه د هندوستان لومړي وزیر محترم نریندرا مودي د دغه هیواد له خوا په ۲۲۰ میلیونه ډالر جوړه شوې د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ پرانیستله نو شا ته یې په اویایمو کلو کې د مجاهدینو د خپلمنځي جهنمي جګړو پر مهال ګړوبه شوې دارالامان ماڼۍ ښکارېده نو ښاغلي بهیج د مشرف په جواب کې

هغې ړنګې ماڼۍ او دغې نوې ودانۍ ته په اشاره ولیکل:

«پاکستان هغه کوي!!! هندوستان دغه!!!»

دا ډېر ما نادار عکس او د ډاکټر بهیج دغه صراحت تر هغه هم پیام لرونکی او متوجه کوونکی وو.

ښایې هیڅوک هم ثابته نکړای شي چې یو هیواد دې له بل سره بې غرضه مرستې وکړي او په دې توګه موږ هم دا ادعا نه کوو چې د هندوستان مرستې دي هم له افغانستان سره کاملاً د تاریخي روابطو د درنښت او انساني خواخوږۍ پر اساس وي بلکې شک نشته چې خپل ملي او سیمه ییز ان تر نړیوال هدفونه لري خو اوس دا کتل ضروري دي چې په افغانستان کې هندوستان د کومو میکانیزمونو پر بنسټ خپلو موخو ته ځان رسوي؟ او پاکستان د کومو؟ او په دې منځ- منځ کې ورسره د افغانستان ګټې او ملي موخې په کوم ځای کې همغاړې کیږي؟

له بده مرغه پاکستان د خپل تاسیس (۱۹۴۷م) له تاریخه تر ننه همېشه د افغانستان په تباهي کې خپله آبادي تشخیص کړې چې دا محاسبه یې بېخې غلطه راختلې ده ځکه هم یې افغانان د ځان دښمنان ګرځولي او هم د هند سترملت، هم یې سیمه د ناکرارۍ پر سره تبۍ کښېنولې او هم یې په نړۍ کې خپل ځان، تروریزم پالونکی او صادرونکی معرفي کړی دی.

برعکس د هندوستان د اړیکو په نتیجه کې افغانستان همېشه ګټه کړې، نه یې په لنډ او نه هم اوږده مهال کې ضررونه متصور دي، د دوی کومکونه تل سوله ییز، ودانوونکي، پرمختیایي او دوستانه ول چې هیڅکله یې جانبي عوارض نه دي لرلي؛ څو سترې بېلګې یې همدا د افغان پارلمان لپاره د نوي ودانۍ جوړول او پرانیستل، ټیک په همدغه ورځ افغان حکومت ته د درو چورلکو سپارل او د افغان امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثانو ته د ۵۰۰ بورسونه ور کول دي.

افغانان اتبصره کوي چې پاکستان مو وژنې او هند مو وارثانو ته د ښې راتلونکي لپاره بورسونه را کوي.

بل لوی کومک یې د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې پر هریرود باندې په تېرو ۱۵- کالو کې تر ټولو د سترې زېربنایي پروژې (سلما بند) جوړول دي چې څو څلوېښت میګاواټه برېښنا به تولیدوي او ۸۰ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.

نور نو دغه هیواد د افغانستان د ټولنیزو خدماتو، حکومتدارۍ، زده کړو، زېربناوو، زراعت، امنیت، روغتیا او تر ټولو مهمه دا چې په بشري روزنه کې زیاتې مرستې کړي دي، هر کال زر تحصیلي بورسونه را کوي او افغان امنیتي ځواکونو ته مو روزنه ور کوي.

د پاکستان په تحصیلي نظام کې له افغان څخه تروریست، وطن تباه کوونکی، بل وژونکی او ځانمرګي جوړېږي خو د هندوستان په هغه کې مسلکي، روشنفکر، خدمتګار او انساندوست روزل کیږي.

هندوستان تر جاپان وروسته له افغانستان سره پنځم تر ټولو لوی کومکې هیواد دی او د دې تر څنګ دا چې دغه ملک د دنیا تر ټولو لویه د موکراسي لري او هم تر افغانستان زیاته قومي، ژبنۍ او مذهبي رنګارنګي لري نو له دې اړخه، یاني په سیاسي- فرهنګي لحاظ هم د افغانستان لپاره یو نمونه هیواد دی چې څنګه یې لوی متحد هندي ملت را منځته کړی، ټول په یوه (پیارا) هندوستان ویاړي او نتیجه یې د هندوستان ستره ولسواکي، ډاډمنه او ارامه انساني هندي ټولنه او اقتصادي غوړېدا ده.

دا یو ښه فرصت دی چې هر کال زر افغان محصلان د لوړو باکیفیته زدکړو تر څنګ له ځانو سره خپل وطن ته د تکنالوژۍ، دموکراسۍ، پراختیا او ملي یووالي په برخه کې سرشاری تجربې راوړي.

هندوستان هم په افغانستان کې سولییزې ګټې لري چې یوه بېلګه یې ټاپي نللیکه، د منځنۍ آسیا انرژۍ ته لاسرسی او هم دغې سیمي ته د خپلو محصولاتو رسول دي، د همدې موخې لپاره هند د ایران په چابهار بندر کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کړې ده.

خو افغان دولت باید دا هم هېره نکړي چې موږ په سیمه کې له پاکستانه هم چاره نه لرو، ښه دی که بد، موږ یې په ګاونډیتوب مجبور یو نو داسې یو هوښیار سیاست په کار دی چې موږ له دغو دوو هیوادو سره په سیاسي اړیکو کې ډېر بې تولې نه شو، همېشه د توازون تله د ټولو د مشترکو ګټو پر اساس متوازنه وساتو.

بدلون اوونيزه/دوهم کال/اوومه/ پرلپسي ۵۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ جدي/۹/ ۱۳۹۴

One thought on “پاکستان هغه کوي!!! هندوستان دغه!!!»”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *