د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره
مدبر، هدفمن، متحد او متعهد ملتونه دې ته لاس تر زنه نه کښیني چې یو وار یې د حوادثو توپانونه را لاندې کړي، رېز- مرېز یې کړي، غرق یې کړي او د ژوند هر خوند و رنګ یې خړې اوبه یوسي، وروسته یې نو بیا د پېښو په ماهیت سر خلاص شي چې ولا دا خو له ډېر ناوړه وضعیت سره مخ شوي وو بلکې دوی د هرې حادثې تر پېښېدو مخکې، هم ور ته پېشبین وي، هم یې په ماهیت ځانونه پوهوي، هم یې د نتایجو د سنجش عقل ور سره وي او هم یې د منطقې جاذبې و دافعې توان لري.
راځئ چې دا مسئله پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۳۶- مې کلیزې په زمینه کې سره وشنو او د خپل راتلونکي سیسماتیک ژوندانه د رنګ و رونق لپاره د یوې پخې تجربې په توګه درس ځنې واخلو.
د ۱۳۵۸ ل کال د جدې پر ۶- مه د شوروي اتحاد سورپوځ د ټولو نړیوالو نورمو خلاف پر افغانستان را خوشي شو او په مقابل کې یې تقریباً اکثریت افغان ولس ودرېد، تر هغه بریده یې ورسره ووهله چې بالآخره یې مخامخ ځغاستې ته اړایست؛ د افغان- شوروي جنګ (جهاد) په نتیجه کې، دغه متجاوزه امپراتورې خو ذره- ذره شوه مګر موږ ته د دې زهرجن واقعیت سم- منطقي درک په کار دی چې افغانستان هم د خاورو و خځلو په ډېران بدل شو او تر ننه یې بیا خپل کت ساز نکړای شوای.
په حقایقو د علمي پوهېدو، نه جبرانېدونکو اشتباهاتو د مخنیوي او په سمه توګه د راتلونکو مسؤلیتو اخیستو په نیت به د دغې فاجعې پر یو څو اړخو په سړه سینه غور سره وکړو:
یو- هغه د استاد عبدالغفور لېوال خبره، غیرتمن خلک هغه نه دي چې هره ورځ یو یرغل ور باندې کېږي، دوی بیا په خپل کور کې ماته ور کوي، په پایله کې یې خپله هم د ژوند په هره ساحه و صحنه کې ور سره ماتیږي، بلکې باهمته ولسونه هغه دي چې اصلاً څوک ور باندې هيڅکله د تېري جرئت ونکړای شي او دا هیله هله پوره کېدای شي چې یو ملت مدبر، هدفمن، متحد او متعهد وي؛ ګوره چې بیا به مو هم قضاوت څه وي چې زموږ تاریخ پر موږ له همېشنیو یرغلو جوړ دی؟
موږ د دې افتخاراتو په ویناوو، لیکنو او شعرو هیڅ نه مړیږو او نه هم سړیږو چې یوناني سکندر ته مو غاښ ماتوونکې ماته ور کړې، چنګېز ته مو د سر په کاسه کې اوبه ور کړي، ګوډ تېمور مو له پښو غورځولی، په مغولو مو غوغا ګډه کړې، د ایراني صفویانو منظم صفونه مو تار و مار کړي، د انګرېز درې واره ماته او د هغې امپراتورۍ را نسکورول چې لمر به پکښې نه ډوبېده، دا خو مو د تاریخ د ژبې وِرد دی او د شوروی شکست خو نو هغه څه دي چې د دې لیکنې مشخصه موضوع مو هم همدا ده او دې مجاهد ملت چې دا کارنامه کړې ده، کیسې یې تمام نلري خو پر دې مو کله هم ژور فکر نه دی کړی چې ښه نو: دا ټول جنګونه و مبارزې، جهادونه و تکبیرونه، یرغلونه و شکستونه، شخړې و کشمکشونه، بریاوې و ویاړونه او … څه مانا؟ څه فایده؟ او څه نتیجه؟ زموږ خو د تاریخ له هرې پاڼې د وینو سیلابونه بهیږي، هره کرښه یې د وینو یو سور سمندر دی او هره کلمه یې د وینو یو خونړی جهیل دی؛ د دغسې یوه ملت رابطه له انساني ژوند او غیرت سره څنګه تعریفېدای شي؟
دوه- موږ چې کله د خپل جهاد او شوروي د شرمونکي ماتې داستانونه لولو نو هغه ډېرې څرګندې نتیجې او ویاړلې فايدې یې، پرته له دې چې یو لږ غور هم وکړو، داسې بیانوو:
د شوروي اتحاد سره امپراتوري پر ۱۵- آزادو جمهوریتو و وېشل شوه.
کمونیزم په ټوله نړۍ کې بدنام او کمبله یې ټوله شوه.
د شرقي او غربي المان تر منځ ولاړ د برلین د استعمار تور دېوال را ونړېد.
د نړۍ ټولو محکومو او تر استعمار لاندې ملتونو له افغان جهاد څخه د بیدارۍ او آزادۍ درس واخیست.
جهان د شوروي له شره وژغورل شو.
امریکا په بې سیاله ابر قدرت بدله شوه.
پاکستان د اټومي ځواک خاوند شو.
او….. او دا ګردې بریاوې د افغان مؤمن او مجاهد ولس د پاکو وینو تویېدو او سر و ماله تېرېدو په پایله کې و ګټل شوې.
خو پر دې مو کله هم عاقلانه غور و نکړ چې دا هر څه خو وشول مګر خپله دغه مؤمن او مجاهد و لس ته څه ور پاته شول؟ څه ور سره وشول؟ او د ده لپاره یې ګټه څه شوه؟ افغانستان ولي نور او نور پسې تبا و برباد شو؟ عزت و حیثیت یې ولي او څنګه لیلام شو؟ او د ناتمامو جنایاتو جنون لا ولي د اوج و خوا ته جریان لري؟ او….؟؟؟
درې- شوروي اتحاد چې پر افغانستان تجاوز وکړ نو پاکستان یې په مخ کې د اسلام د یوه قوي سنګر په توګه ودرېد او زموږ جهادي رهبران یې د دغه سنګر ساتونکی مقرر کړل، البته دا کار تر دغه یرغل پخوا لا هغه وخت د ځیرک سیاستمدار ذوالفقار علي بوټو په لاس شوی وو چې په افغانستان کې د شهید داؤد خان وطنپالونکي او مشروع حکومت له تمدن او پرمختګه پرته بله جذبه نه لرله، طبعاً چې هندوستان باید د شوروي اتحاد تر شا درېدلی وای مګر راځئ د تاریخ دې طنز ته هم ښه سمه توجه سره وکړو:
کله چې تېره جمعه د جدې پر ۴- مه یاني د شوروي یرغل د ۳۶- شمې کلیزې دوې ورځې مخکې، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغان پارلمان نوې ودانۍ پرانیستله، چې د دغه هیواد له خوا د سیمې په کچه تر ټولو موډرنه او په ۲۲۰ میلیونه ډالر جوړه شوې، نو دا تصادفي نه ایسېده چې د دوی د پټۍ پرې کولو مراسم پر داسې موقعیت ډیزاین شوي ول چې په بکراونډ کې یې د پاکستان روزلو مجاهدینو له خوا د کورنیو او خپلمنځي جګړو په جریان کې ړنګه- بنګه دارالامان ماڼۍ له ورایه ښکارېده، هغه چې د افغانستان د تر ټولو روشنفکر او عصرپالونکی ځوان پادشاه اعلیحضرت امان الله شاه غازي د وطندوستۍ او ترقۍ تر ټولو ستر مدني یادګار دی مګر د پاکستان په لاسو او د غرب په پیسو د ټرین شوو مجاهدینو اصلي ماموریت د دغسې ملي- انساني عظمتو او یادګارو پوپنا کول وو، هماغسې لکه چې په دغه میشن کې په تمامه معنا بریالي هم شول؛ داسې فکر کېږي، که سم عقل و فکر وي نو همدا یو د اشرف غني او مودي دا یو عکس کفایت کوي چې د تېرو څلورو لسېزو د جهاد و جنګ په اصلي جوهر و ماهیت ځانونه پوه کړو.
په دغو مراسمو کې طنز هله اوج ته رسیږي چې د نوي پارلمان تالار، چې د هند د یوه بل پخوانی صدراعظم اتل بهاري واچپای په نوم نومول شوی، له مجاهدینو ډک وو او د نریندرا مودي څو څلوېښت دقیقه یې وینا ته یې د الله اکبر پر ځای مسلسلې چکچکې کولې، هغه مجاهدین چې د پاکستان په کمانډ به یې د نارهء تکبیر په نارو د افغانستان د شرف په لمن اورونه پورې کول او بیا یې هم تر ټولو محسوسه بېلګه همدا د دارالامان باعظمته ودانۍ وه چې نن یې دوی مخ ته د هندوستان په مرسته جوړ شوي شاندار تعمیر کې د ولس د استاځو په صفت ناست ول.
پایله:
دا نور له شکه وتلی د تاریخ شفاف واقعیت دی چې امریکا د شوروي پښه د افغانستان د سریښو ډنډ ته را ښوی کړه؛ له دې پرته نو هغه ابر قدرت څنګه خپل دغه یوازني ستر پوځي سیال ته ماته ور کولای شوای؟ افغانستان، افغاني ټولنیزه ارواپوهنه، زموږ جغرافیايي موقعیت او د سیمې حساسیت و شرایط، هغه تیار او زبردست امکانات ول چې د امریکا لوی ځواک په ټول درایت و کفایت سره په مکمله توګه استفاده ځنې وکړه او خپل قوي رقیب یې د ځمکې په را وویشت، داسې چې پر ضد یې د لویديځ ټول رسنیز و تبلیغاتي ماشین په خپل ټول توان فعال کړ.
اوس نو په ټوکه پسې ټوکې ته ګورئ! د ټول لویدیځ ټول کفر چیغې وهلې چې «د خدای روی دی اسلام په خطر کې دی، ځکه شوروي پر یوه اسلامي ملک ښکاره تېری کړی دی او هلته یې یوازنۍ موخه د اسلام له منځه وړنه او پر ځای یې د کمونیزم الحادي نظام ټینګونه ده؛ هلته چې مذهب د ټولنې تاریاک ګڼل کیږي او د خور و مور و ماینې تر منځ توپیر نشته»
د جهادي نصاب د اتم ټولګي په پښتو مضمون کې یې زموږ په تر ټولو اصیلترین ولسي شعري فورم کې داسې لنډۍ ایجاد کړه:
د کارل مارکس په فلسفه کې
د محرماتو ازدواج روا ګڼینه
او بالآخره د مؤمن او مجاهد امت د ګرمو عقایدو او جهادي روحيې پر اور د غرب له خوا د مسلسلو خوروارونو- خوروارونو باروتو ور اړولو ښه پوره او بېخې پوره کار وکړ او په دې جهنم کې نه یوازې شوروي اتحاد، کمونیزم او ټول وارسا بلاک لولپه شو بلکې افغانستان یې هم ور سره سره سکروټه او تورې ایرې کړ او د جنګ دا جهنم تر ننه، نه یوازې سوړ نه شو بلکې نور هم وایشېد او و ایشېد او نن تر بل هر وخت لا زیات خوټیږي او افغانان یې یوازني سونتوکي دي.
نور نو تاسو یوه شه او ستاسو فکر، تحلیل، تجزیه او نتیجه اخیستنه چې، د جدې ۶- مه د چا د افتخار ورځ بولئ او د چا د عار شپه؟