یو لاس د پخلنځي په دیګ- په بل لاس ماشوم کراروي یو غږ پرې د کورنۍ غړی وکړي…. څه پاخه دي؟؟!! دهغه ځواب هم ووايي بیا ساعت ته وګوري ساعت هم نه ورته درېږي ټک-ټک خپله لاره وهي- په بیړه په خپل کور کې خپل ځغلند نظر تیر کړي:
کوټې خو مې جارو کړې؟؟ هو!!
بوټونه خو مې رنګ کړل؟؟ هو!!
لوښي خو مې ووینځل؟؟ هو!!
د ماشومانو جامې خو مې بدلې کړې؟ هو!!
جامې خو مې اوتو کړې؟ هو!!
نور به څه پاتې وي؟؟؟
بس په همدې چورتونو کې بیا پرې غږ وشي ډوډۍ تیاره کړه زه کار لرم!!
ژر – ژر ډوډۍ تیاره کړي دسترخوان هوار کړي ډوډۍ په دسترخوان کېږي چې ساعت ته وګوري نو د ښوونځي د پیل وخت وي نور نو د ډوډۍ خوړلو وخت هم نه لري خپل کتابونه او بکس اوږې ته کړي ستړې ستومانه له خپل ماشوم سره د ښوونځي په لوري ووزي او هلته په خلاصه ټنډه لکه هیڅ ستړیا یې چې نه وي لیدلې، زده کوونکو ته په درس پیل وکړي.
سوله:
سوله زموږ ستر ارمان دی!!
بیا شر وشور واوري ګوري چې چا یې زده کوونکو ته تیزاب شیندلي، د ښوونځي تورو سوزېدلو دیوالونو ته نظر واچوي خو بیا هم خپل هوډ نه بدلوي، د ماشومانو بې اسرې څېرو ته یو ځغلند نظر واچوي… په سترګو کې یې اوښکې ډنډ او ستونی یې بند شي، بیا په غریو غږ خو په پیاوړې اراده په لوست پیل وکړي:
سوله:
سوله زموږ ستر ارمان دی!
موږ سوله غواړو، ښوونځی او پوهنتون غواړو!!
د دغې سترې حوصلې څښتنه څوک ده؟؟
زما ښوونکې!!