ملا صبور

د افغانستان د ولسي جرګې مشر او غړو د یکشنبې ورځې په غونډه کې د افغانستان د بیا خپلواکۍ اخیستلو د مشر غازي امان الله خان په هکله د جمعیت اصلاح د یوه غړي ملا عبدالصبور بې مسوولیته څرګندونې وغندلې.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي په  عمومي غونډه کې وویل چې شاه امان الله غازي د وخت مستکبر او طاغوتي امپراتورۍ ته په ماتې ورکولو سره په ټوله ښکېلاک شوې اسلامۍ نړۍ کې د ازادۍ اخیستلو خوځښت پیدا کړ او د داسې ستر مشر په هکله یې مسوولیته څرګندونې افغانانو ته د زغمولو نه دي.

د دې جرګې بل غړي او د پکتیکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي وویل، چې پاچا امان الله خان غازي په افغانستان سربېره په نوره اسلامي نړۍ کې هم په درنښت سره یادیږي او وجه یې  دا ده چې د اسلامي هیوادونو لپاره یې د خپلواکۍ اخیستلو مخکښ و.

د کټوازي په خبره، د یو داسې افغان مشر په هکله چې افغان ملت د غازي نوم ور کړي او همدې کفري نړۍ یې د ماتولو لپاره د ملایانو په نوم جاسوسان را پورته کړل، د ملا صبور څرګندونې د نه منلو او نه زغملو دي، ځکه افغان حکومت ته پکار دي چې دغه ملا په سزا ور سوي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي زکریا زکریا هم وویل، چې شاه امان الله غازي په افغانستان کې ستر مقام او درنښت لري او د هغه په هکله بې مسوولیته او سپکې څرګندونې ټول افغان ملت ته سپکاوی دی، ځکه باید د ملا صبور په څېر د نورو کسانو د ورته څرګندونو مخنیوی وشي.

خو ملا عبدالصبور نه دا چې په خپلو تېرو څرګندونو پښېمان نه دی، بلکې له یو خصوصي تلوېزون سره یې د یکشنبې ورځې په ماښام بیا د شاه امان الله غازي په ضد د خپلو څرګندونو دفاع وکړه.

ملا عبدالصبور شاه امان الله غازي د ږیرې خرییلو له امله له دینه وتلی بللی، خو ډله یې د ترکیې اوسنی ولسمشر یو ایډیال مشر ګڼي چې  ږیره خریې او د داعش یا اسلامي دولت ترهګرې ډلې په ملاتړ هم تورن دی.

11 thoughts on “ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې ملا صبور د قانون منګولو ته وسپاري”
  1. همدا بی مسوولیته خلک دی چی د افغانانو ترمنځ د بی اتفاقی سبب شویدی. یو پربل د کفر او الحاد مفتی ټاپی وهل کیږی. د افغانانو سرونه له چرګانو هم ارزانه شویدی ، انتحاریان لکه مرخیړی هر سهار او ماښام ځانونه جهنم ته لیږی او بیګناه انسانان وژل او یا معیوب کیږی.
    ترټولو مخکی باید د حج اوقافو او اسلامی ښوونو وزارت د افغانستان دینی عالمانو ته د واقعی اسلام ، ملی منافعو ، انسانی کرامت ، نړیوال بشری حقوقو، د افغانستان د ملی مشرانو درناوی او له بی مسوولیته څرګندونو نه مخنیوی په باب سیمینارونه او کورسونه دایر کړی . اوس تر ټولو دمخه پورته ذکر شوی ملا ترهغو پوری زندان ته واچول شی ترڅو پر خپله ګناه وپوهیږی او له هغی ندامت وکړی ، دافغانستان له شهید پروره او علم پروره ملت نه معذرت وغواړی. یو انسان ترهغو پوری آزاد دی ترڅو چی د نورو په حقوقو یی تجاوز نه وی کړی کله چی د یو چا خبری د ملی منافعو او د انسانانو په ملی غرور او شخصیت باندی تعرض سبب شی هغه نوره آزادی له لاسه ورکوی نور باید د یوی ټولنی اجتماعی نظم نور مختل نشی.

  2. ما څو کاله مخکی د سلیم صافی په مرکه کې چې د حکمتیار سره یی کړی وه لوستی و چې د پاکستان اسلامی حزبونه لکه جماعت اسلامی اوسمهال د جمیعت اصلاح سره مرستی کوی او تعلقات لری. فکر کړم د حکمتیار مرکه ما په ټول افغان کی لوستی وه، زه پدی کې شک نه لرم او مخالفت یی هم نه کوم چې د غازی امان الله خان ځینی اصلاحات افراطی و مګر زیاتره نکلونه د انګریزانو پروپاګند و لکه نن یی چې د غرض والا د ملا صبور له خولی کوی هغه مهال هم همدی ماډل خلکو د انګریزانو په ننګه پروپاګند کاوه. زه دی نتیجی ته رسیدلی یم چی جمیعت اصلاح د افغانستان لپاره د ای ایس ای راتلونکی پروژه ده ، زما او ستاسو دی همدا ځای نښه وی.

  3. دا په ښه وی چه پارلمان اول له خپل منځ نه هغه غړی چه د افغان له نوم سره مخالف دی ،افغانستان له نوم سره مخالف دی ، فومی او نژادی لمسونی کوی او هم د پردیو جاسوسی کوی، چه دا ټول له هغه څه ډیر زیان منونکی دی،

  4. یو کمال اطاترک ته دیر سخت ضرورت لرو په اوسنی شرایطو کی ، چه داتول میکروبونه دجامعی سخه ورک کری.

  5. غازي امان اله خان پدر ترقي وتعالي افغانستان
    باني ازادي واستقلال افغانستان است
    توهين به شخصيت وي خيانت ملي است
    در انزمان هم همين ملايان از طرف انگليس براي سقوط حكومت شاه امان اله استخدام شده بودند وحال هم
    مسلماني به ريش است بفرمايند آيتي را از قران بياورند كه درين مورد خداوند متعال فرموده باشد كه اناني كه ريش ندارند كافر اند يا حديث از پيامبر بزرگ اسلام وا بياورند
    چرا اين ملا هاي شيطان صفت نمي گويند اعمال ما چون پيامبر باشد
    چون نمي توانند تنها همينقدر مي دانند كه ريش ما چون پيامبر باشد بس
    اينان اسلام را تحريف نموده اند
    دولت باي جلو اين جواسيس بيگانه را بگيرد اين ملا را به جرم خيانت ملي به محاكمه بكشاند تا پندي باشد براي غلامان بيگانه كه گاه نا گاه چنين ألفاظي را بزبان مي اورند

  6. كيله چی امان الله خان ژوندی وه نو دهغه دفاع بم کره وا نن چی هغه په دی پانی دنیا کی نشته اوسی دفاع اوسهم سروقت دی چی خپل دی پرون نه پند واخلو او اوسنی وقت مشرانو عزت اوکرو او الله نه دی خپل اینده نسل لپاره دی هه ژوند دعا اوکر
    دی مشر عزت دی هغه په وقت سره کول پکار دی

  7. لومړی د میرمحمدغبار لیکلی تاریخ ته مراجعه وکړی د موجوده اطلاعات او فرهنګ وزیر پخوانی لیکنی چه د امان الله خان په اړه یی کړی .مولوی صاحب عبدالصبور او یا که په راتلونکی کی نور څوک د امان الله خان په اړه څه وایی نو دهمدی تاریخ له پاڼو یی وایی .

  8. دا دحبيب آلله بچه سقاو ډاکو اولاده ده غلا ،چور چپاول دخلګو پر ناموس تيرئ دمځکو په غضب ددوئ دپلار ميراث دئ دادجمعت نشنلتي افراطي ګروپ سپيان دي دوئ صرف په ږيرو مسلمانان دي دوئ فکر کوي چه آفغانان دآمان آلله خان دوختو بيده آفغانان دي دوئ ميدان چغالې ليدلۍ دئ متل دئ چه کوږ بار تر منزله نه رسيږي تاسي دروس،آيران،انګلس سپيان ياست تاسي ددي ملت او آفغانستان مسوليت نه احساسوئ ځکه چه ستاسو نه دئ تا سي ۸ پلا دتاک برئ په بهانه دلته دکار کولو لپاره راغلي ياست اوس ددې هيواد پر آصلي خلګو باندي دپاکستاني پشتون په نوم دخارجي اشغالګرو په کومک غواړي تسلت پيداکړي دا آرمان به لکه هغه غدار چه ستالاندې ناست دئ وګور ته يوسئ پر خپل وخت .ستاسو دنابودي په اميد.ځکه تاسي نشنلستي ،فاشستي سياست ومخ ته وړئ تاسي دآفغانستان دوړونو قومونو په منځ کي خلا رامنځ ته کوۍ کله چه دا خلا ايجاد سوه خارجي هيوادونه دا خلا ډکوي آفغانستان دتباهي وخواته او دآفغانستان استقلال دلاسه ورکوي تر څو چه تاسي په کار برياليتوب ترلاسه کوئ دآفغانستان نجيب اولس دي په دي پوه او خبر وي چه ددې خبيثو عناصرو مخنيوئ ددوي ايماني وجداني وظيفه ده تر موږ وکولائ سو چه ديوه متحد آفغانستان په څير په جهان کي راڅرګند سو او خپل آقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړو.ديوه او متحد آفغانستان پر لور مړه او نابود دي وي ددې هيواد داخلي او خارجي دښمنان.آمين

  9. چا چی په اروپا کی ژوند کړی وی دوی ته داروپا د کوڅه ډبو جنکیو اخلاق او کرکتر ښه ور معلوم دی, تاسی باور وکړی چه زموږ دملایانو او اروپایی کوڅه ډبو جنکیو تر منځ هیڅ فرق نشته, هر چا چی پیسی ډیری ورکړی په هغه کس پسی منډی وهی , زموږ ملایان هم کټ مټ ددوی په شان دی هر چا چی ډیری پیسی ورکړی هغه کس ته خپل له جیبه ایت او احادیث, راوباسی ته به ورته ګوری چه پر مسلمان دکافر ټاپه لګوی او پر کافر به دمسلمان مهر لګوی, خدای دا جاهلان اصلاح کړی که نه اصلاح کیږی رب ددوی نیست از نابود کړی, امین

  10. په دغه مسله دی غټه تیږه کیښودل شی که ورته هوا ورکړای شو نو مذهبی تاو تریخوالی به رامنځته شی بس دی حکومت په ډیرو لانجو کی راګیر دی باید مخه یی دلانجو دحل خواته شی باید نوری لانجی ورته پیدا نشی دداسی حوادثو دمخنیوی لپاره باید دسانسور یوه طرحه راوړاندی شی ترڅو دهغو خبرو مخنیوی پری وشی چی ملی او دینی ارزښتونو ته پری صدمه رسیږی

  11. دملاعبدالصبوروینا دګډ ملا خبره ده اودګډ ملا عمل کرد ټول افغانانو ته معلوم دی چه د مرحوم دغازی امان الله خان غازی په حق کی کړی وه داچه افغانان په واقعا په دین مین خلک دی دملا په خبره بی دون دفکرکولونه عمل کوی ‌نو زما دټولوافغانانونه درخواست دی کله هم چی داسی فتوا اوری لګ به ګذشتی باندی مرور کوی بعد د تحلیل اوتجزیی نه عمل کوی داسی نشی لکه زمونږ په کلی کی ملا وه جک قد اوږده ګیره او توره قواره یی درلوده پوره 30 کاله زمونږ کلیوالو ته لمونځ ورکړ کله چی مامورت په افغانستان کی افشا اوپه دیښته بریالی شو وروسته یی دی نامعلوم ځای څخه خط راولیږلو چه لمونځونه مو وګرځوی نموړی ملا دعبدالصبورملانه ډیرمبلیغ وه ټول افغانان دی دملا عبدالصبورپه خبرو دی ډیر په اخطیاط څیړنه وکړی په افغانستان کی صلحه رواستلو کی ښوته ښه او بدوته بد ویل اودمسلمان نه سر پریکول اوددی بدواعمالوپه منع کولو کی مهم رول لوبولی شی. .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *