تاند- هندي رسنۍ د حکومتي سرچینو په قول وايي چې په مزارشریف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ د وسله والو ترهګرو له حملې یوه ورځ وروسته هندي چارواکو له افغانستانه غوښتي چې د دوی کونسلګري د مزارشریف له هستوګنې سیمې یوه بل خوندي ځای ته ولېږدوي.
په مزارشریف ښار کې وسله وال ترهګر د یکشنبې په ماښام د هند کونسلګرۍ ته مخامخ یوه کور ته ننوتل او له هغه ځایه یې د هند پر کونسلګرۍ ډزې پیل کړې. څلورو وسله والو ترهګرو، چې وروسته خاصو افغان ځواکونو ووژل، په دغه کور کې ۲۴ ساعته مقاومت وکړ.
خبرو سرچینو وویل، هند د افغانستان حکومت ته ویلي، هغه ځای چې د یکشنبې په ماښام پرې برید وشو، د ښار یوه ګڼ مېشتې سیمه ده او د امنیتي ادارو لپاره د هغې کنټرول او ساتنه ګرانه ده.
د یکشنبې د شپې له حملې وروسته د هند له تبتي سرحدي پولیسو، چې د کونسلګرۍ د ساتنې مسوولیت یې په غاړه وو، غوښتل شوي چې امنیتي تدابیر زیات کړي.
په نوي ډیلي کې یوه جګپوړي چارواکي په مزارشریف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ د حملې په اړه د جزییاتو د څرګندولو په مهال وویل:«له دې سمدستي وروسته چې دوه تنه سختدریځي حمله کوونکي ژوبل شول، د خپلو دوو نورو ملګرو له لوري د سړک بلې خوا ته یوې پنځه پوړیزې ودانۍ ته یووړل شول. دا ودانۍ له کونسلګرۍ سل متره لېري ده.»
هندي رسنۍ وايي چې افغان کومانډو ځواکونه د ودانۍ پر سر کښته کړای شول، دوی درې مړي وموندل خو چارواکو ویلي چې څلور ترهګر وژل شوي دي.
د هند تبتي سرحدي ځواکونه، چې د کونسلګرۍ د ساتنې مسوولیت یې درلود، وايي چې سختدریځو ترهګرو د شپې په ۹ بجې او ۱۵ دقیقې ډزې پیل کړې.
دا له ۲۰۰۷ م کال را په دې خوا په افغانستان کې د هند پر دیپلوماتیکو مرکزونو شپږمه حمله ده.
سلام لوستونکو ته وړاندی کوم! او محترم ریٌس جمهور صاحب ته وایم چی همداسی دا امنیتی وطن پرسته خلک د پاکستان په خوله له دندو لری کړه بیا ګوره چی ددی مملکت پای څه کیږی دا وروستی امنیتی پیښی چی په پلازمینه او نورو ښارونو کښی کیږی دا ټول د امنیتی سکټور ضعف او په پاکستان پوری تړی خلک دی . د امنیت ملی سرپرست تاسو ندی مطالعه کړی دد ټول ژوند د آی ایس آی په غیږ کښی تیر شوی دی نور خوښه ستاسو خو افسو س می د بی ګناه خلکو شهیدان او ټپی کیدل دی ستاسو څه ځی د ملت له وینو مو ښه ژوندونه جوړ کړل یوه عطا ګی دی لیری نشو کړای دا نو ریاست جمهوری شوه زموږ رایه په تاسو بیا د قرآن تورکی دی چی ستاسو په پیټی کښی ونه لویږی