د تاريخ پاڼې ګواه دي چې افغان ولس په پوره ميړانه او اسلامي جذبې سره د چنګېز، انګرېز، روس او نورو پر وړاندې په جهاد او مبارزه کې خپله ميړانه ښودلې ده. افغان ولس د تاريخ په هر پړاو کې هر کفري لښکر ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. د هغه لښکر په مقابل کې چې لمر يي په امپراطورۍ کې نه ډوبيده؛ همدغه افغان مسلمان او مجاهد ولس د نورو رهبرانو تر څنګ د غازي امان الله خان په مشرۍ راپورته شو او په الله اکبر ناره يی ورته تاړاک مات کړ او آزادي يی ترلاسه کړه. خو زمونږ د افغان ملت يوه تاريخي تيروتنه دا ده چې تر ډيره د تعقل پر ځای د احساساتو قرباني کيږو. که څوک راته ووايي چې غوږ مو سپي يووړ نو پرته له دې چې خپل غوږ وګورو؛ د سپي پسې منډې وهو. له څو لسيزو په تېره بيا له نږدې څلورو لسيزو راهيسې د افغانستان ملي ارزښتونه او ملي هويت تر پرله پسې ګواښونو لاندې دی. د پرديو ګوډاګيانو، پرديپالو او نورو کم درکو اشخاصو او ډلو په دې لړۍ کې خپله منفي ونډه لرلې ده.
اوس په وروستيو کې افراطي ملا صبور په غازي امان الله خان د بې دینۍ فتوا ورکړې ده. دغه له دينه ناخبره ملا د ملسمانۍ معيار ږيره ګڼلې ده او بې ږيرې هغه يي په يو ډول د ملسمانۍ له مداره ويستلي دي. ملا صبور ويلي دي:
١ــ امان الله خان بې دينه ځكه و چې ږيره يې خرىيلې وه؟ دلته پوښته پيدا کيږي چې ای ملا صبوره..! تا ته چا دا حق او مسوليت دركړی دی چې يو مسلمان د دين څخه وباسې؟ د كومې قانوني محاكمې او عدل حكم او فيصله شوې وه؟ ای ملا صبوره ستا له دغه ډول مغرضانه فتوا د ډالري فتوا بوي راځي. داسې څرګنديږي چې د بنډل ډالرو په مقابل کې دې د افغان تاريخ په وياړلي شخصيت د بې دينۍ تور پورې کړی دی.
٢ــ ګوډ ملا؛ ولي الله دی ځكه چې هر ځای كې چې به ناست و هغه ځای به شين شو؟ دلته بيا هم پوښته پيدا کيږي چې ای ښاغليه ملا..! ته د كوم آيت ٬ حديث او يا هم قانون په اساس ثابتولی شې چې د ګوډ ملا د ناستې ځای شين كيدو؟ هغه اسناد٬ شواهد٬ مدارک او شنه شوي ځايونه چېرې دي؟ د مسلمانۍ لپاره د جاهلو ملایانو معیار ږيره او لونګۍ ده، دوی فکر کوي چې که غل وي، که خايين وي او که خاوره پلورونکی وي خو چې ږيره ولري نو خادم دین او اصلي مسلمان دی. دغه له دينه ناخبره ملايانو ته بيا (اقرار باالسان و تصدیق بالقلب) کوم ارزښت نه لري.
دلته درې خبرې مخ ته راځي. لومړی دا چې ملا صبور له دينې، اسلامي او افغاني اصولو او ارزښتونو ناخبره دی او هسې تش د ملا په نوم يي په خلکو ځان منلی دی. ځکه ده په غازي امان الله خان د کفر فتوا ورکړې ده او غازي امان الله خان هغه څوک و چې په خپله به يي د جمعې لمونځ ورکولو.
دويمه دا چې که په رښتيا د دين، اسلام او افغاني اصولو او ارزښتونو څخه خبرداره وي نو بيا يي ذهني توازن له لاسه ورکړی ځکه خو د تاريخ په اتل او د افغان مجاهدينو په سرلاري د کفر فتوا ورکړې ده.
او دريم دا چې ذهني توازن يي پر ځای دی خو د ډالرو په مقابل کې يي ايمان بايللی دی او پرته له کوم اسلامي معقول ثبوته يي د پرديو هيوادونو په لمسه د پيسو په مقابل کې ډالري فتوا صادره کړې ده.
غازي امان الله خان د ټولو افغانانو او اسلامي نړۍ وياړ دی، دغه ستر شخصيت د افغان مجاهدينو په ملتيا؛ له افغانستان او سيمې د هغه استعمار ټغر ټول کړ چې لمر يي په امپراطورۍ کې نه ډوبيده. دين، هېواد او پرمختګ ټولو ته يې نه هرېدونکي خدمتونه وکړل. په هغه وخت هم همدغو استعمارګرو هيوادونو د غازي دا برياوې ونه شوې زغملای، نو ځکه يې غله او ډاکوان او په پيسو مين ملايان په هغه پسې راپاڅول او په دې ډول يې زموږ د خلکو له سپېڅلو اسلامي احساساتو څخه يې ناوړه ګټه پورته کړه. له هغه مهاله بيا تردې دمه دا لړۍ په يو نه يو ډول روانه ده، کله له يوې معلومې او کله هم له يوې مجهولې خولې د هېواد د ملي شخصيتونو پر ضد ځينې سپک الفاظ حواله کېږي. که چيري ناپوهه، ګوډاګيانو او د دين سوداګرو غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ اړوند خپل پلان عملي کيدو ته پريښی وای نو نن به افغانستان هم د سيمې له سيالو هیوادونو لکه ايران او ترکيه سره به په قطار کې ولاړ و.
د ملا صبور دا خبره چې ملا لنګ يی (ولي الله) بللی او وايي په کوم ځای کې به چې کېناست، هغه ځمکه به شنه شوه؛ دا خبره له شرعي اصولو سره خلاف ده ځکه، دا کار له کراماتو لوړه او معجزه بلل کېدای شي او معجزه یوازې د انبیاوو او پیغمبرانو پورې محدوده او منحصره وه.
په افغانستان کې له ډیر پخوا راهيسې همدا ستونزه شتون لري. پخوا به هم چا چې په دولتي ښوونځي کې زده کړې وکړې نو همدغو افراطي ملايانو به ورته د انګريز او پنجاب غلام ويلو. اوس هم همدغه ځينې افراطي ډلې دولتي مامور ته کافر وايي. زمونږ د ولس ډيره برخه نالوستې ده. د دغه ډول ستونزو تر منځ سمه پريکړه نه شي کولی نو همدا سبب دی هيواد مو تر نن ورځې د بل مرستې ته مجبور پاتې دی.
تر ملاصبور ګټ کافر نو په ټوله افغانستان کی نسته پر ده دی لعنت وی دا هم د هغه نور خاینیو په څیر غواړی د همدی لاری د په بهرنیو هیوادنو کی پنا واخلی پر ده او د دوی پر ټوله ملګرو پلویانو دی لعنت وی
قدرمن ورور آصفی صاحب
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
قدرمنه:له څه مودی راهیسی ستاسی لیکنی لولم ، خوښيږی مې او په دي هم وياړم جی ستاسو له لیکنو دملت سره مینه په ملی ارزښتونو غیرت له ورايه ښکاري.
جی خبره اوږده نشی ، ما غوښتل چی د دی خبري یادونه درته وکړم چي ستاسې دا لیکنه د نورو ډيرو لیکنو سره مو توپير لري، او دا څکه چي قرآن کریم فرمایی: یاایهالذین آمنوا ان جاءکم فاسق بنبآ فتبینوا آن تصیبوا قوما بجهاله فتصبحوا علی ما فعلتم نادمین .
لدی کبله ستاسو نه تمه دا وه چی یو ځل مو مولوی عبدالصبور ښه پيژندلی وې ، دهغه افکار، دهغه نظریات د هغه تصور د ملت او ملی نوامیسو او ارزښتونو په اړه او آن د ملی شخصیتونو په اړه ښه معلوم کړی وی بیا نو که هغه درته د ملت او ملی مصالحو او ارزښتونو ضد شخصیت ښکاره شوی وی بیا مو جی هره سپکه سپوره ورپسې ویلی ځای یی درلود.
خو دلته متاسفانه داسی نه دی کړی ، يوازی په یوه یا دوه خبرو احساساتی شوی یاست او هغه څه مو لیکلی چي تاسی سره نه ښایی، په هر حال دلته د مولوی صبور خبره له خپل سیاق او سباق نه شلول شوی او خپره شوی ده ، به هر حال زه دا نه وایم چی هغه معصوم دی او له هر تعبیر نه یی دفاع وکړم ، خو دومره وایم چي ګوره تاسی خو پوه خلک یاست ، که چيری یو عالم بې حجابی ته زمونږ د پښتنو د تعبیر سره سم بې دينی ونه وایی، د ږيرې خريلو ته بې ديني ونه وایی،( البته د پښتنو او افغانانو د تعبیر سره سم چې بې ديني د کفر په معنا نه بلکې د يوې ګناه په معنا ده ) نو نه پوهيږم جي بيا به مونږ د قرآن د هغو آیاتونو څه ځواب وايو چې د حجاب حکم یی کړی دی، د هغو بې شميره احادیثو به څه ځواب وایو چې د حجاب په مسآله د ږيرې په پريښودو يې تاکید کړی، دی ،
ګوره وروره : تا ږيره خريلی ده خو لدې سره درسره مينه لرم څکه چي لیکني دې لولم ما ته په کې د دين ، ایمانداری او وطندوستی بوی راځي . خو لدې سره د يو عالم بیا وظیفه دا ده چې د خپل همداسې ګران دوست د غلطې لباره دینی اساسات تر سوال لاندی رانه ولی،
دعالم وظیفه همدا ده چې خلک دین او دینی ارزښتونو ته راوبلی ، دهغه دنده ده جې خلک دین او دینی احکا مو ته راوبلی حتی که مستحبات هم وی، او آن د مستحبانو له پريشودو یی هم وویروی ، لدی کبله که ږیره پريښودل سنت هم نشی ( د ژیات شمیر علماوو په نیز واجب ده ) او مستحب هم شی د عالم کار دا دی چی خلک ورته راوبلی.
به هر حال الله دی وکړی چی زما به تصور پوه شوی یاست
ګرانه : سپکی سپوری ویل او په ډالرو خلک تورنول د يو هدفمند او متعهد لیکوال کار نه دی .
د امان الله خان له کړنو که ستا هر څه تعبیر وی احترام ورته لرم ، خو لږ دا زغم هم په ځان کې پيدا کړی چی د بل چا هغه تعبیر چي د امان الله خان کړنو ته له دوه اړخونو ګوري احترام یی ولری، يو يې هغه اړخ چي د استقلال ، د افغانستان پرمختګ او د انګريزانو شړل دی، چې یقینا د ستایلو وړ دی او پرې وياړ په کار دی خو بل مخ یې بیا يو شمیر داسې ساده لوحه تصرفات وو چې نه یوازې دا چې دا هماغه وخت علماء يې راوپارول بلکې ټول ملت يې راوپاروه آن تر دي چې د وطن پريښودو ته مجبور شو، او متاسفانه چې همدا کارونه یې د پرمختګ او ترقي په نامه وکړل او ترقي يې همدا وګڼله او باور لرم چې تاسی به تاریخونه هم مطالعه کړی وی ، اکثریت تاریخونو يې د کړنو په دې اړخ نيوکه کړی ده ، نو که چيری یو عالم راپاڅيږي او د يو پاچا يا يو شخص منفي اړخ ته د ګوتې نيولو پر بنسټ اوسني زمامداران دیته متوجه کوي چې پام کوي د ملت په ديني ارزښتونو لوبې مه کوي ، چې ملت به مو تجريد کړي، دا خو د وطندوستی څرګندویه ده.
په هر حال خبره رانه اوږده شوه خو د نصیحت له دريجی ورته وګوری.