کابل افغانستان:۱۳۹۴/۱۰/۱۴
دغزني پراخ بنسټه سلطنت بنسټ اېښودونکی ابومنصور سبکتګین د جوق زوی، چې د۳۳۱سپوږمیز کال په شاوخوا کې زېږېدلی، پلار یې په ترکستان کې په یوه کوچنۍ سیمه حکومت کاوه، د سیمې دد ښمنو قبیلولخوا په جوق یرغل وشو، په یرغل کې د جوق درېیم زوی سبکتګین، چې داوخت۱۲ کلن و د یرغلګرو لخوا په جنګ کې ونیول شو، چې پوره څلور کاله ددغې قبیلې په زندان کې تېر کړل، وروسته له څلورو کلونو څخه بیا په حاجې نصر ساماني وپلورل شو، له هغه سره رنځور شو د رنځورتیا له کبله حاجي نصر هغه درې کاله په (نخشب) کې پرېښود، سبکتګین په دغه درېو کالو کې د جګړې ټول اصول لکه: توره، نیزه وهل اوغشی وېشتل زده کړل، نصر هغه اسلامي زده کړو ته وهڅاوه او تکړه مسلمان یې ورڅخه جوړ کړ.
سبکتګین حاجي نصر دومره په خپلو ښو اخلاقو ځانته نږدې کړ، چې ډېر ژر یې دی (سبکتګین) د خپلو ټولو غلامانو مشر وټاکو، څه وخت وروسته یې بخارا ته ولېږه اوپه الپتګین صاحب الحجاب امیر عبدالملک وپلورل شو.
الپتګین سبکتګین ته خپله لور په نکاح کړه، دالپتګین زوم شو او ډېر ژر لوړې رتبې ته ورسېد.
سبکتګین دالپتګین له مړینې وروسته دابو اسحاق ابراهیم له ډېرو لوړو صاحب منصبانو څخه ګڼل کېده، نوموړی دبلکاتګین او پرتیګین دواک پرمهال هم په لوړه رتبه کار کاوه، ترڅوچې دټولو اشرافو اومشرانو له خوا پرتیګین بې وسلې اوبې واکه شو اوسبکتګین د۳۶۶سپوږمیز کال دشعبان دمیاشتي په ۲۷نېټه دجمعې په مبارکه ورځ په غزني کې بادشاه اوپرتخت کښېناست (بحث یې دمخه هم تېر شوی).
سبکتګین د واکمنۍ په لومړي اودوهم کال کې بست اوقصدار له خپلې واکمنۍ سره وتړل اوبیا دختیخ په لور رهي شو، داوخت له لغمان څخه نیولې د پنجناب ترسیند پورې په دغه ټوله سیمه جیپال هندي پادشاهي کوله.
جیپال په۳۷۶سپوږمیز کال کې دلوی لښکر سره دغزني په لور حرکت وکړ، د جیپال او سبکتګین لښکرې دغوزک دغره سره نږدې مخامخ شوې، دکلکې جګړې څخه وروسته جیپال سولې ته اړشو؛ خومحمود د سبکتګین ځوان زوی، چې ډېر زړورځوان و، غوښتل یې چې جګړې ته دوام ورکړي؛ خوپلار یې له دې امله چې دی پوهېده، چې هندوان دماتې په وخت کې هرهغه څه، چې له ځان سره یې لري سوځوي؛ نو سوله یې ورسره ومنله.
جیپال دې ته اړشو، چې د جګړې د تاوان په بدل کې یولک درهم، پنځوس پیلان، سرحدي ښارونه، سیمي اویو شمېر کلاګانې سبکتګین ته ورکړې اوددې تړون په برمته کې یې د جیپال یوشمېرخپلوان یرغمل له ځان سره وساتل؛ خوپه خپله جیپال تړون مات کړ اولوی لښکر یې تیار کړ، بیا سبکتګین مقابلې ته راووت؛ خو داځل یې بیا کلکه ماتې وخوړه او سبکتګین له لغمان څخه تر پېښور پورې ټولې سیمې یوپه بل پسې ونیولې، اسلام یې په کې خپور کړ او ددغې سیمې غلجي پښتانه ټول له ده سره یوځای او دپوځ په صفونو کې شامل شول.
په زرګونوهندوان یې د اسلام په مقدس دین مشرف کړل اوپه ښارونو اوکلیوکې یې جوماتونه اواسلامي مدرسې ورته جوړې کړې اوښوونکي یې ورته وټاکل.
سبکتګین ساماني نوح ته درناوی درلود اوهغه یې له خپل ځان څخه لوړ ګاڼه اود شورشیانو په ځپلوکې یې له هغه سره تل مرسته کوله.
فایق او ابوعلي سمجوري دامیر نوح په وړاندې یوموټی شول، امیرنوح له سبکتګین څخه مرسته وغوښته سبکتګین د۳۸۴سپوږمیز کال د روژې په ۱۵نېټه هرات ته نږدې په هغو یرغل وکړ، د سبکتګین د ځوان زوی محمود دیرغل له کبله یې سخته ماتې وخوړه (ري) ته ورسېدل اوفخرالدوله ته یې پناه یوړه.
امیر نوح ددې مرستې او بري په ویاړ سبکتګین ته (دنصرالدین والدوله) لقب ورکړ، د بلخ حکومت یې ده ته وسپاره اومحمود ته یې د (سیف الدوله) لقب ورکړ اود خراسان دپوځ مشر یې وټاکو.
سبکتګین بلخ ته راغی، دا وخت یې خور او ځینې خپلوان مړه شوي وو، سبکتګین ډېر غمجن شو، دغې پېښې دومره وځوراوه، چې رنځورشود رنځورتیا دښه کېدو په نیت یې غزني ته دتلو اراده وکړه دلارې په اوږدوکې بلخ ته نږدې د مادروموی په کلي کې د۳۸۷سپوږمیز کال دشعبان په میاشت کې ومړ.
سبکتګین ډېر لایق عادل سیاستوال اود ډېرو ښو خویونو لرونکی و، په خپل رعیت ډېر مهربان و؛ نوځکه یې ټولو ډېر درناوي کاوه اودده دامر څخه یې هېڅکه غاړه نه غړوله، له ده سره یې په هرډول ستونزو او کړاونوکې برخه اخېسته او اوږه په اوږه به ورسره روان ول، دده له ښې ادارې اوسیاست څخه ټول خوښ او راضي وو؛ نوځکه یې دمړینې وروسته دعادل امیر لقب ورکړ او دا لقب ورته په یادګار پاتې شو.
سبکتګین شپږ زامن درلودل، چې حسن او حسین په ماشومتوب کې مړه شول، محمود، اسماعیل، نصر او یوسف یې ترخپل ژوند پورې ژوندي وو.
وړاندې تر دې، چې سبکتګین دغزني واکمني ترلاسه کړي داسې کېسه کوي:(( زه چې کله په بلخ کې وم، ډېر یو تیز اس مې درلود د ښکار له پاره به د ښتو ته وتم، کوم وخت چې به په غره کې زما ترمخ کوم ښکارلکه: هوسۍ، سویه او… ولټېدو؛ نو په هغه پسې به زما اس ضرور رسېده اوهغه به مې ښکارکاوه. یوه ورځ یوه هوسۍ دوړوکي بچي سره زما ترمخ پورته شوه، ما اس پسې وځغلاوهوسۍ اوبچی یې سره جلاشول، دهوسۍ بچی مې ونیو او داس په زین مې له ځان سره کلک وتاړه، دکور په لور رهي شوم، که ګورم له شا څخه هوسۍ هم راپسې روانه ده اوپه خپله ژبه یې بغارې وهلې. زه چې کله دهوسۍ بغاروته ځیر شوم؛ نو دهغې بغارو او ژړا زما زړه نرم کړبیرته مې دهوسۍ بچی ور خوشې کړ، مور او بچی په ډېرې خوشحالي سره غاړه غړۍ شول اوپه ټوپونوـــ ټوپونو سره په دښته کې روان شول. زه ددوی د خوشحالۍ په فکر کې وم، چې هوسۍ داسمان په لور خپله خوله پورته کړه اوپه خپله ژبه یې بغاره وکړه او وروسته یې زما خواته وکتل او رهي شوه. زه هم د کور پرلور روان شوم، چې ماښام ناوخت کورته ورسېدم. د ډوډۍ له خوړو سره سم خوب را باندې راغی او ویده شوم، په خوب کې وینم چې یو سپین ږیری سړی راشي او راته وایې:(( بکتګینه! تاته دهغې مهربانۍ په بدل کې، چې له هوسۍ سره دې وکړه یوښار بخشش کړی شو، چې نوم یې غزني دی، دا ښار تا اوستا زامنو ته بخشش کړی شو، سپین ږیری رانه لاړ زه هم له خوب څخه راپورته شوم اوپه ژور فکر کې لاړم چې دا دې څنګه خوب ولید؟ اخرمې زړه ډاډه شو اوله ځان سره مې وویل: دا خوب بې څه نه دی یوه نیکه پایله لري، هغه و، چې ډېر ژر الله پاک دغزني ښار راته وسپارو او دغزني سربېره یې نور ډېر ښارونه زما په واک کې راوستل)).
اخیستنې
۱ــ طبقات ناصري۷۳مخ.
۲ــ ابن اثیر۸ټوک۵۳مخ.
۳ــ غزنوي سلطان محمود۵۲مخ.
۴ــ عتبي۲۱ــ۲۶مخونه.
۵ــ عتبي۲۱ــ۲۵مخونه
۶ــ البیروني اوکتاب تاریخ ملل قدیم۱۳۰مخ.
۷ــ عیني۱۱۷مخ.
۸ــ ګردیزي۸۵مخ.
۹ــ طبقات ناصري ۷۵مخ.