تاند- د امریکا یو خاص عملیاتي کومانډو د سې شنبې په ورځ په هلمند کې ووژل شو او لږترلږه ۲ نور ژوبل شول.
امریکايي رسنۍ وايي چې دا کومانډو پوځي، چې په ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لومړنی قرباني دی، په هلمند ولایت کې له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه کې ووژل شو.
دغو امریکایي پوځیانو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالي کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای ګډ عملیات کول چې د هاوان او سپکو وسلو ډزې پرې وشوې.
په دې نښته کې څو افغان امنیتي ځواکونه هم ټپیان شول.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی بریدجنرال ویلسن شوفنر په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ د دې پوځي پر وژل کېدو ژور خواشیني یوو. د هغه د کورنۍ له غړیو او دوستانو سره خواخوږي څرګندوو.»
د امریکا د دفاع وزارت د مامورینو په وینا د وژل شوي پوځي او ټپیانو د لېږدولو لپاره یې دوې (HH-60 Pavehawks) څرخکې سیمې ته واستولې.
یوه الوتکه د کښېناستو په مهال له دېوال سره ولګېده او زیانمنه شوه خو پر بله ډزې وشوې او مجبوره شوه چې ژر له سیمې لاړه شي.
د سې شنبې تر ماسپښین پوري په سیمه کې جګړه روانه وه.
طالبانو ویلي چې یوه څرخکه یې ویشتې ده خو پینتاګون وايي چې څرخکه ویشتل شوې نه ده.
د امریکا د پوځ ډګروال مایکل لاوهورن وویل:«تاییدولی شو چې د امریکا یوه څرخکه د هلمند ولایت په مارجه کې کښېنستې ده او تخنیکي ستونزه ورته پېښه شوې ده، ویشتل شوې نه ده.»
دا نښته په داسي حال کې شوې چې افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي وسله وال طالبان په هلمند ولایت کې وځپي.