تاند- د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې تر ۱۲ زیات امریکايي پوځیان په یوه حویلۍ کې بند پاتې شوي او شاوخوا یې وسله والو طالبانو نیولې ده.

د امریکا فکس نیوز تلویزیون وویل، دا پوځیان وروسته له دې محاصره شول چې یو امریکايي کومانډو ووژل شو او دوه ملګري یې له څو افغان پوځیانو سره ټپیان شول.

د امریکا د پوځ یوه مامور فکس نیوز تلویزیوني شبکې ته ویلي چې تر حویلۍ دښمن (طالبان) چاپېره شوی دی.

د امریکا یو خاص عملیاتي کومانډو د سې شنبې په ورځ په هلمند کې ووژل شو او لږترلږه ۲ نور ژوبل شول.

امریکايي رسنۍ وايي چې دا کومانډو، چې په ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لومړنی قرباني دی، په هلمند ولایت کې له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه کې ووژل شو.

د پینتاګون په وینا د امریکا د پوځ د چټک غبرګون ځواک د سې شنبې په ورځ ناوخته (ماښام) سیمې ته ورسېد چې بند پاتې شوي پوځیان وباسي، د عملیاتو په ترڅ کې یو پوځي ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.

د خرابې شوې څرخکې عمله هم له سیمې څخه خوندي انتقال شوه خو نور پوځیان لا هم په حویلۍ کې دي چې زیانمن شوې څرخکه وساتي.

سیمه طالبانو کلابنده کړې ده.

یوه اې سي – ۱۳۰ جنګي هیلي کوپتره د محاصره شویو پوځیانو د ملاتړ لپاره غوښتل شوې او پوځیان انتظار دي چې شپه تېره شي.

د سې شنبې تر ماسپښین پوري په سیمه کې جګړه روانه وه.

یوه الوتکه د کښېناستو په مهال له دېوال سره ولګېده او زیانمنه شوه خو پر بله ډزې وشوې او مجبوره شوه چې ژر له سیمې لاړه شي.

طالبانو ویلي چې یوه څرخکه یې ویشتې ده خو پینتاګون وايي چې څرخکه ویشتل شوې نه ده.

د امریکا د پوځ ډګروال مایکل لاوهورن وویل:«تاییدولی شو چې د امریکا یوه څرخکه د هلمند ولایت په مارجه کې کښېنستې ده او تخنیکي ستونزه ورته پېښه شوې ده، ویشتل شوې نه ده.»

امریکايي او افغان خاص ځواکونه مارجې ته لېږل شوي وو چې بازار یې له وسله والو طالبانو تصفیه کړي.

د مارجې ډېرې برخې د نوومبر له میاشتې راهیسي طالبانو نیولي دي.

د امریکا د پوځ په وینا د سې شنبې په ورځ د سیمې د تصفیې په هدف ۹ هوايي حملې وشوې.

د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي رييس پیټر کوک وویل چې پوځ د ګیر پاتې شویو امریکايي او افغان ځواکونو د ژغورلو لپاره هیڅ هڅه نه سپموي.

One thought on “په مارجې کې ترلږترلږه ۱۲ امریکايي پوځیان محاصره شوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *