بشیرالحق عادل- د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د دولت ۴۳ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.
د هلمند د مطبوعاتي دفتر په وینا پر مارجې تیره ورځ د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا قوي عملیات پیل شول چې په نتیجه کې یې یو شمېر سیمې د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکې شوې او د هغو ۴۳ تنه ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.
د هلمندي چارواکو په وینا د مارجې ولسوالۍ عمومي لاره پرانیستل شوې او ښخ شوي ماینونه د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ شوي دي.
د مارچې ولسوالۍ ډېرې برخې د نوومبر په میاشت کې وسله والو طالبانو نیولې.
د دې ولسوالۍ په تصفیوي عمکلیاتو کې امریکايي پوځیانو هم برخه اخیستې ده.
پرون د امریکا دفاع وزارذت ومنله چې په مارجه کې یې یو پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د هلمند د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي، دا عملیات په خورا منظمه توګه د امنیتي ځواکونو له خوا پر مخ وړل کیږي، او د عملیاتو بهیر تیره ورځ د مارجې پر څلورو طرفو پیل شول، سرچينه زياتوي، هغه سیمې د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکې شوې، چې تیره یوه میاشت هغوی تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې.
د هلمند ولايت رسنيز دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه ليکي، په دې جنګ کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی او عملیات ب به تر هغو روان وي، څو د مارجې ټولې سیمې په بشپړه توګه د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکیږي.
تر اوسه وسله والو طالبانو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
له ښکېلو خواوو د قومي مشرانو غوښتنه
په همدې حال کې د هلمند قومي مشرانو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې اوربند وکړي ځکه چې د جګړو له لاسه په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوي او په کړاوجن حالت کې اوسي.
د هلمند په سنګين، واشېر، خانشين، مارجې ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو له لوري درنه جګړه روانه ده.
قومي مخور وايي، روانو جګړو نه يوازې دا چې خلک يې بې کورۍ سره مخ کړي، بلکې مېرمنې، ماشومان او سپين ږيري يې هم وژلي دي.
دا قومي مشران له طالبانو غواړي چې جګړه ودروي، ترڅو سيمه کې خلک له بېړني حالت راووځي.
د دوی په وينا چي په دا ژمني موسم کي وسلوال طالبان د خلګو په کورنو باغچواو دښتو کي جګړي کوي، خلګ وژني او خپلو موخو ته په رسيدو عامه تاسيسات پلونه پلچکونه نړوي.
دوی وايي، روانې جګړې کې يې کروندې ويجاړې شوې چې له امله يې ميليونونه افغانۍ زيان خلکو ته اوښتی.
دوی په يو شمېر سيمو کې د طالبانو له لوري له ښخېدونکو ماينونو هم شکايت کوي چې د ډېری بې ګناه خلکو ژوند يې اخيستی.