افغانستان او زیمبابوې

تاند- په څو شېبو کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ۵ یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ هغې کې مخامخ کېږي.

دا مسابقه د دې لړۍ یا سریز ګټونکی ټاکي ځکه د دواړو لپاره زیاته مهمه ده. تر دې هم د دې مسابقې زیات اهمیت په دې کې دی چې ګټونکی یې په نړیواله درجه بندي یا رینکینګ کې ۹ مقام ترلاسه کوي او بایلونکی ۱۱ ځای ته ځي.

تر اوسه پوري د دواړو ټیمونو په دوو مسابقو کې د دواړو ټیمونو منډې لږ وې خو په دوو نورو کې لوړې وې له دې کبله نننۍ مسابقه به ډېره په زړه پوري وي.

په لومړۍ مسابقه کې د افغانستان ټیم ۱۳۱ منډې کړې وې خو د زیمبابوې لوبغاړي له ۸۲ منډو وروسته وسوځېدل.

په دوهمه مسابقه کې افغانستان د زیمبابوې د ۲۵۳ منډو هدف پوره کړ. لومړۍ دوې مسابقې افغانستان ګټلې وې خو وروستۍ دوې زیمبابوې په نسبتاً زیات توپیر وګټلې. په وروستیو دوو مسابقو کې بری په نننۍ مسابقه کې د زیمبابوې په ګټه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *