کوم شیان چې د عقل له درکه لوړ وي، شاعري یې درباندې مني. د ښې شاعرۍ همدغه ځانګړنه د لوستونکي، ذهني رقوعد ماتوي. او د خیال غریزه پکې را ولاړوي. د داسې شاعرۍ لوستل د ښه شعر د لیکلو لپاره تر ټولو ښه ریاضت دی.
د انسانانو عقل د عینیت ښکار وي؛ مګر شاعري پټه ژبه وي او ددغې ژبې ځواک د تخیل په غیږ کې پټ دی. په شاعرۍ کې همدغه درک چې خیالي نه وي ؛ نو خالصه ژبه یې نه شو ګڼلای.
موږ دعقل په واسطه ډیر کارونه تر سره کو و.او عقل د انسان د شخصیت بنیادي څیز دی. له نعمته یې سترګې نه پټو.قران کریم هم عقل ته ترجع ورکړې ده.او عقل په پنځو حواسو ولاړ دی. مګر خدای (ج) دعقل د بشپړتیا لپاره، په پیغمبرانو (ع) باندې وحې نازله کړې وه. خو شاعران او والیان (رح) د الهام له نعمته برخمن دي.
الهام د وحې په څېر بهرنی حیثیت نه لري؛ بلکې د روح څخه را ټوکیږي. ټول انسانان وهم لري.چې توهمي ځواک هم ګڼل کیږي. همدغه توهمي قوه په انسانانو کې د الهام سرچینه ده. همدغه الهام څخه خیال افریني را ولاړیږي. چې شاعران ترې شعر جوړوي.او والیان (رح) د همدغه الهام څخه کشف کوي.
الهام د وحې په څېر کوم بهرنی څيز نه وي. په دې باندې سړی کفر ته وځي. مګر همدغه کشف او خیال چې اخلي د بهرنۍ او نننۍ نړي زیږنده وي. د معید رشید نقل دی چې: (هر خیال دیوه فاعل محتاج وي.) (استعاره،تخیل او تخلیق، ژباړن : ممتاز،لیکوال: معید رشید)
خیال دعقل نه دومره زورور دی چې د یوه غایب په اړه خبرې وشي، ستا خیال یې په ذهن کې د هغه څهره انځور کړي.
دښې شاعري بله ځانګړنه د مفهوم رسول دي. کوم تصویر چې ستا په ذهن کې دی. د تورو او کلمو په مرسته هم هغه انځور د لوستونکي په ذهن کې پاتې شي. تاسې د حمزه بابا دغه بیت وګورئ:
خیر حمزه که مست نظر یې تل تر تله مست وي
کور چې میخانه وي د چا څه به فرزانه شي
حمزه بابا
په پورتني بیت کې حمزه بابا د معشوق د مست نظر هغه تصور راکوي، لکه: څه وړ چې د حمزه په ذهن کې یې شتون درلوده. ګورئ دلته به تاسې داسې خیال وکړۍ چې ته د حمزه بابا له ذهنه څه خبر وې؟ مګر موږ د بیت له ننني جوړښته همدغه درک کولای شوچې پوره مفهوم یې را رسولی دی.
میخانه یا ساقي خانه د مستانو ځای وي. او د دوی سترګې په میخانه کې له ډیرې نشې سرې کیږي. تاسې به په شاعرۍ کې د خماري سترګو توصیف لیدلی وي. چې حمزه بابا همدغه خماري سترګې راباندې مشاهده کړې دي. د حمزه بابا همدغه درک د تخیل خواږه لري. د معید رشید په خبره :(په ادراک کې چې د تخیل خواږه نه وي ، نو شاعري مري.)(استعاره،تخیل او تخلیق، ژباړن : ممتاز،لیکوال: معید رشید)
تاسې دغو بیتونو ته ځير شئ:
ښکلیو ته اظهار دمینې زړه اوبه کول دي
ګرانه ده ښکلا ته دعشق ژباړه لکه شمعه
استاد پسرلی
نیم نظر یې دومره پوی کړم په محفل کې
مجبوري لري دعشق غوندې ښکلا هم
استاد پسرلی
حسن هم له ځانه ناقراره وي
ښکاري درنګونو له پر وازه یې
استاد پسرلی
چې جمال وته دې ګورم حیرانیږم
خدای په ماباندې یوسف د زمانې کړې
خوشالل بابا
چې دپت دپګړۍ مینه پرې ماتیږي
شنې شنې پاڼې دې غونچه ساته چناره
استاد ناګار
دپورتنیو بیتونو خوبي پریمانې دي. ولې دغه خبرې چې شاعر درک کړې دي. موږ ته یې هم هغسې تصور راکړی دی. په پورتنیو بیتونو کې یوازې د مضمون یا د مفهوم د نوښت خوبي نه ده ؛ بلکې نا اشنا مضمون یې په غیر عادي بیان سره رامنځ ته کړی دی.
په شعر کې توري او کلمې د رباب د تارونو حیثیت لري. ممکن د ځینو شاعرانو مضمون، نوی وي. خو ددغه مضمون د ارایې چل یا تخنیک هم ډیر مهم دی.
د ښه شعر د لیکلو بله ځانګړنه د مضمون بیا – بیا جوړښت دی. دغه تمرین به مو شاعرۍ دومره لطیفه کړي چې هیځ تصور به یې نشی کولای.
اخځلیکونه:
۱- استعاره،تخیل او تخلیق، پښتو ژباړن: عبدالجمیل ممتاز،لیکوال: معید رشیدي، www.ketabton.com.