د کرکټ ملي لوبډله خوست ته رابلل شوې وه ، لسګونه زره خلکو یې بې ساری هرکلی کړی وه، دشپې ورته په میلمستون کې تفریحي پروګرام جوړ شوی وه، ځوانانو له اتلانو سره عکسونه اخیستل، موږ هڅه کوله چې له هر یو سره خبرې وکړو، له راتګ یې مننه وکړو او که مو وکړای شول مینه ورکړو، د اتلانو د لیدنو کتنو په لړ کې له ګلبدین نایب سره کیناستو.
ګلبدین نایب چې څومره ښکلې څیره لري، څومره ښکلې لوبه کوي، همدومره ښکلی مجلس هم کوې.
ده راته د هجرت د مهال کیسې وکړې چې څنګه یې کرکټ پیل کړ، څه پرې تېر شول او څنګه تردې ځایه راورسید.
د ده خوږې خبرې ډیرې وې خو دوې خاطرې به یې کله هم زما له یاده ونه وځي.
اوله خبره یې دا چې، مهربانې مور یې د پلار رول هم لوبولو، دی به یې زده کړو ته مجبورولو، خو ده له کرکټ سره لیونۍ مینه لرله، نه یې د تګ وخت معلوم وه نه د راتګ، د چای او ډوډۍ په ګډون یې د ژوند د هرې برخې تنظیم د کرکټ له مینې قربان کړي وو،
ګلبدین نایب ویل چې د مور حوصله یې ورته تنګه شوه، یوه ورځ غصه شوې وه او زما د لوبې وسایل یې راخیستې وو او تناره ته یې اچولي وو، کوچنۍ خورکۍ یې چې دا حال لیدلی وه نو ورورک یې سترګو ته دریدلی وه او دایې احساس کړې وه چې که خبر شي چې مورجانې یې وسایل سوځولي دي نو څومره به خپه شي؟!.
خورکۍ یې هڅه کړې وه چې وسایل یې وژغوري، له مورجانې نه یې په پټه له تناره نه د وسایلو د رایستلو هڅه کړې وه، اور خو نو اور دی، دې خوارکۍ کله کولی شول چې مخه یې ونیسي خو ایله د دوو شیانو په راویستو بریالۍ شوې وه.
ګلبدین نایب ویل چې ناوخت کور ته راغلم او ویریدم چې د تل په څیر به نن بیا مور ورته غصه وي، خور یې مخې ته ورغله او له ستړي مه شي وروسته یې ورته وویل: لالا مورجانې دې وسایل په تناره کې وسوځول خو ما ترې دوه شیان پټ کړي دي،
دی وايي چې د مورجانې په کړنه حیران شوم، خورجانې راته هغه شیان چې دې ژغورلي وو، پټ وښودل.
ګلبدین وايي چې د ژغورل شویو وسایلو په لیدو یې وخندل ځکه یو یې دپښې وه او بل یې د لاس وه، یعني ادل بدل وو، جوړه نه وه چې ده ته یې په درد خوړلي وای، ده ویل چې له خور نه یې مننه وکړه او د دې مینه یې وستایله.
دی وویل، اوس چې په نړیوالو ډګرونو کې د ملت استازیتوب کوي نو مور یې هم قانع شوې ده او په همدې لاره کې ورته بریا غواړي.
دویمه خاطره یې دا وه چې مور یې غوښتل چې ژر واده ورته وکړي، واده وشو خو ده ورته پوره وخت نه لرلو، اووه ورځې یې له خپلې نوې میرمنې سره تېرې کړې او په اتمه شپه یې له مجبوریته کور ځکه پریښود چې بهرني هیواد ته یې سفر درلود.
ده ویل چې له واده وروسته یې پوره میاشت په کور کې نه ده تېره کړې.
د ده د خاطرو په اوریدو مې د خپل ځان په ګډون د ټول غم ځپلي ملت هغې شیبې سترګو ته ودریدي چې خوښي یې د دوی په بریا پورې تړلي وي.
ګلبدین راته شمع وبریښیده او دا بیت مې په زړه کې راوګرځیده:
شمع بلیږي ویلي کیږي خو رڼا ورکوي
په خپله سوځوي خو د بل د زړه خندا ورکوي.
ځیر ځیر مې ورته وکتل، سوچ یوړم او له ځانه سره مې وویل چې د اتلولی ګټلو لار څومره له اغزو ډکه ده !!!
elias saheb salamoona
za ham sta toli khabari taida woom der khosh akhlaqa aw hawsela laroonkai wagarai de kala che haghoi nariwal jam lapara australia ta raghlal yawa hafta de mong sara pa joonobi australia ke melmana woo haghooe lapara har sa amada woo kho choon aghanan woo de rewaj motabiq mo koshash kawalo che malgaro sara yaw zai mokhtalifoo zayoono ke dodai wookhro landa che der zakhmat kash shakhs de noora barya warta ghwaroo zaka de afghananoo khoshaltia pa hagha poori trali de mananan stasi de lekani na