احمدشاه ګليار/ ګردېز –

په پکتيا کې د ودان افغانستان ولايتي کمېټې د هيواد د ازادۍ د اتل غازي امان الله خان د اند، هاند، حکومتداري او ژوند په باره کې کنفرانس داير کړ، چې د پوهنتون د استادانو تر څنګ پکې مدني فعالانو هم برخه واخيسته.

لومړی د غازي امان الله خان په باره کې د پکتيا پوهنتون د استادانو اتحاديې مشر پوهيالي خالد احمد حبيب معلومات وړاندې کړل او ورپسې مدني فعال سيدالرحمان نيازي خبري وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې غازي امان الله خان د هيواد په تاريخ کې نه هېرېدونکې او منلې څېره ياده کړه او د هغه رښتيني اتلولي يې د افغاني تاريخ له مهمو درسونو او مضامينو وبلله.

استاد خالد احمد حبيب وايي، غازي امان الله خان له عقيدوي او فکري لحاظه د افغانانو لپاره رښتينی اتل دی.

مدني فعال او ليکوال سيدالرحمان نيازی هم راته د استاد خالد احمد حبيب په څېر د امير امان الله خان د ژوند دوره د افغانستان د نجات دوره بولي او غازي په سياسي لحاظ د افغانستان لپاره نه هېرېدونکی اتل را پېژني.

دی وايي، يوازې دا نه چې امير امان الله خان اافغانانو ته زادي اخيستې بلکې د ساتنې لپاره يې هم ښه تدابير لرل. د ده په وينا غازي د هيواد ژغورنې ښه افکار او پلانونه لرل.

پوهيالی خالد احمد حبيب هم ورته خبره کوي خو وايي، چې د غازي امان الله خان په زمانه کې افغانستان د بهرنيو فريبکارو ډلو له لوري ګواښل کېده. نوموړی له ښکېلاکه وروسته د همدې دسيسو او لاسوهنو يادونه هم کوي.

افغانستان په ۱۹۱۹ ميلادي کال د غازي امان الله خان تر اميرۍ لاندې له برتانوي ښکېلاکه ازاده واخيسته، چې اوسنی افغانستان له همدې نېټې وروسته د خپلواک هيواد په نوم پېژندل کېږي. په معاصر تاريخ کې د امان الله خان د ملي اتل او د خپلواکۍ د ارمانونو پوره کوونکی معرفي شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *