تاند- یو شمېر څېړونکو یو ډول اغوستل کېدونکي لاسپوټوني جوړ کړي چې په وسیله یې نابینایان هغه څه چې یې په شاوخوا کې دي، لیدلی شي.
دا روبوتیک لاسپوټوني د انسانانو د لاسونو په اندازه جوړ شوي. دا روبوټ، چې څو ډوله سینسورونه لري، له ظاهرې بڼې، لاسپوټونو ته ورته دي.
دا تکنالوژي په نژدې راتلونکې کې کېدای شي چې د ړندوالي ستونزه بیخي حل کړي.
دا لاسپوټوني دومره سپک دي چې کاروونکی یې په ورځنیو چارو کې تکلیف نه احساسوي.