فرید احمد تسکین –
د دغې فابريکې د مسوولينو په وينا د ۲۰۱۵ کال په جنوري مياشت کې يې لومړني کارونه بشپړ شول او په اګسټ ۲۰۱۵کال کې یې عملي چارې پيل کړې.
دغه فابريکه چې د يو افغان تجار لخوا يې چارې مخته وړل کيږي د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار په صنعتي پارک کې په شپږبېسمه ځمکه کې جوړه شوې ده ،
عبدالرحمان خان چې د يادې فابرېکې مشردی وايي ، د خپل ملي احساس له مخې يې د دې فابرېکې د جوړيدا هوډ کړی. نوموړی له نورو افغان او نړيوالو سوداګرو غواړي چې خپلې پانګې په افغانستان کې په کار واچوي او دافغانستان او نړۍ تر مينځ د تګ او راتګ سوداګريز پل جوړ کړي.
نوموړی وايي:(( که چېرې موږ غواړو چې ملي اقتصاد ته وده ورکړو نو اړینه ده چې داخلي تولیدات زیات کړو. همدا علت دی چې زه له ملي او نړیوال لورلید سره د افغاني تولیداتو د ودې په موخه را پورته شوی یم. زه باید دا هم ووایم چې د تېر په پرتله نن زما هېوادوال په یو نسبتا مساعد چاپیریال کې ژوند کوي. زه نن احساس کوم چې له وخت څخه په ګټه اخيستنې د افغانستان ځوانانو پر زخمونو مرحم ولګوم او دوی ته د لوبو وړ توکي برابر کړم تر څو دوی خپل تریخ او د محروميت ژوبل تېر تاريخ هیر کړای شي او د یو نوي فکر خاوندان شي.))
د ده په خبره زیار باسي چې د افغانستان هر ګوټ ته د کرکټ او ورزش وسایل ورسوي.
دی وايي هڅه به وکړي هغه هیوادونه چې د نړۍ سره د ورزش په برخه کې همکاري او تجارت لري، افغانستان به يې هم یوه برخه وګرځوي.
سرچينه زياتوي:(( د پاکستان په سیالکوټ ښار کې ډېرشمېر افغانان د مسافري تر څنګ سختې مزدوري ته غاړه ږدی، زما یوازنې ارمان د مسافرو کار پوهانو را غونډول دي او دوی ته په خپل وطن کې روزګار مساعدول دي. دویم هدف مو دا دی چې هغه خام مواد یا لرګي چې د افغانستان په غرونو کې په لوړه پیمانه پیدا کیږی، له قاچاق څخه را وګرځوم او خپل هېواد کې ورڅخه ګټه واخیستل شي.))
د کابل ښار يو تن هټيوال چې ورزشي توکي پلوري خوښ دی چې په خپل هيواد کې د کرکټ بېټونه توليديږي.
دی وايي چې پخوا يې د کرکېټ بيټونه د پاکستان د سيالکوټ په بازار کې پېرل او اوس په کمو مصارفو د خپل هيواد توليدات پيري.
د ده په خبره ښه والی يې په دې کې دی،چې په کم وزن سره اصيل لرګی کاروي.
د نړيوالو اړيکو سترتيژيک مرکز رئیس خان ولي خان بشرمل وايي: افغان د ولسمشر غني د خپلو ټاکنيزو مبارزو پر مهال ويلي وو چې د خپل هيواد خپل تولید به زیاتوي او ځوانانو ته به د کار زمینه برابروي.
د ده له انده شایدولسمشر دا وعده د هغې تشې ډکولو په خاطر کړی وی چې اوسمهال موږ د خپل اقتصاد ۷۰ سلنه له بهرني توکو څخه تشکیليږي.
دنوموړي له نظره د افغاني حثیت ورځ تر بله په را ټیټیدو دي او په هېواد کې د بیکارۍ له امله لوږه او د جرایمو کچه هم په لوړیدو ده.
د ښاغلي بشرمل په وينا دا ډول تولیدات د هېواد په اقتصاد جوړونه کې تر ډېره بریده مرسته کوي.
د افغانستان د ورزش په نړۍ کې تاریخي ګام دی چې په لومړۍ ځل د بیټ جوړوني فابریکه رامنځته کیږي.
افغانان چې په فزیکي ډول له بل هر بهرني وګړي څخه پیاوړی او غښتلي دي او د لوبو په تاریخ کې په لومړۍ ځل د اور تر شا او خوا اتڼ آریایانو پیل کړی و،چې په ۱۸۳۹ میلادي کال کې په لومړۍ ځل د انګلیسي پوځیانو لخوا د افغانستان پر خاوره د کرکټ لوبه ترسره شوې وه، چې په هغه وخت کې دا لوبه د افغانانو د کلتور برخه ونه ګرځيده او په کال۱۹۹۰ کې افغان اوسیدونکو دا لوبه له پاکستان څخه افغانستان ته را ولېږدوله.
شنونکی وايي له نیکمرغه د افغان بیټ په څیر فابریکو ته په ملي کچه د خلکو پام د دوی د کیفیت د کنټرول له امله په زیاتیدو دی.
دوی وايي حکومت ته پکار ده چې پانګوال وهڅوي او د دوی د خونديتوب لپاره د امنيت په برخه کې اوچت ګامونه واخلي.
فريد احمد تسکين ـ کابل