مجيد ژړاند – کليوال ملګري ټولنې د اونيزو ناستو په دوام خپله شپږ شپېتمه اونيزه ناسته تر سره کړه.
د غونډې نظامت چارې سميع الله صديق سمبالولې، په پيل کې يې محمد امين يې د تلاوت لپاره دريځ ته وبلل، غونډه د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره پيل کړه.
وروسته جميل وقار دريځ ته ووبل شو، د تېرې غونډې راپور يې ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د غونډې برخه والو يې راپور وستايل.
وروسته معلم عبدالکريم شرافت خپل لکچر موضوع (تدریسي اصول) تر سرليک لاندې د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل، په پيل کې شرافت وويل(( لومړی د سلام اچول، احوال پرسي، د ټولګي نظم چوکۍ سمول، مېزونه سم ايښودل، کاڼه، ړانده، هلکان مخکې کينول.
دويم: په تخته د ورځې، نېټې او موضوع ليکل.
دريم: د تېر درس پوښتنې او ځوابونه او نوي درس شروع کول.
څلورم: په نوي درس کې زده کوونکي باید محوري وي زيات تدریس موقع باید زده کوونکي ته ورکول شي، استاد باید ناظر وي او د زده کوونکو په منځ کې د يوه لارښود په ټولګي کې وګرځي.
پنځم: کله چې زده کوونکي درس له مخې ولولي، ټوله موضوع په خلص ډول باید استاد تشريح کړي.))
همدارنګه معلم عبدالکريم شرافت د خپل لکچر په دوام وويل (( د نوي درس پوښتنې له زده کوونکو څخه بايد وشي، که پوه شوي نه وي، نو بايد په موضوع يې پوه کړي، د نوي لغاتونو مانا او په اخر کې دنده ورکړي.
شپږم: حاضر اخيستل او خپل مواد ټولول او په اجازه له ټولګي څخه وتل. ))
شرافت د خپل لکچر په دوام د درس عملي بڼه هم ګډونوالو ته وړاندې کړل (( د تېرې ورځې موضوع څه شی دی؟
ټولنه څه شی ده؟
يو نفر
دوه نفره واده شوي
کور
کورنۍ
کلی
ولس
ټولنه
دولت
تر دولته پورې خبره ورسېده، اوس راځو نوي درس ته
د سولې دښمن پېژنو
ستاسو په نظر امير دولتونه د سولې دښمن کېدای شي دوه، دری، څلور نفرو څخه باید نظرونه واخيستل شي.
۱: امير حکومتونه د سولې دښمنان وي، د هغوی بنسټ په انقلاب ولاړ دی، چې سوله ايز نه وي بلکې په محلي کچه هم امير حکومتونه ظالمانه قوانين پلي کوي، چې ولس پکې ناقراره وي، سربېره پردې امير حکومتونه د ځانګړو ګټو د ترلاسه کولو په موخه د ولس مختلفي ډلې په خپلو منځو کې سره جنګوي او خپل واک پياوړی کوي.
د بېلګې په توګه له بل چا اورو: په اخیر کې د پاکستان د هيواد د مثال ورته راوړو. ))
په پورتني لکچر کې له سیاست پوهنې څخه استفاده شوې ده، چې محمدرفيق تاړن يې ليکوال دی او پښتو ژباړه يې علي محمد سباوون کړې ده.
وروسته د موضوع اړوند پوښتنې وشوې، چې د لکچر ورکوونکي له لوري ورته ځوابونه وويل شول.
غونډه مازيګر ناوخته د انعام الله ګوهر له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.