د جمعیت اصلاح افغانستان سیاسي- مذهبي ټولنې د رهبرۍ شورا غړي محترم ملا عبدالصبور له خوا د افغانستان د محبوب ملي اتل اعلیحضرت امان الله شاه غازي سپکاوی شوی، دغه مسلمان واکمن یې په بې دینۍ تورن کړی او د دې تر څنګ یې د نوموړي وطنپالونکي روشنفکر د مدني اصلاحاتو او پرمختګپالو پلانو مخالفان، مجاهدین او اولیاء الله بللي دي.
دې څرګندوونو د افغانانو ملي روحیې ته تکان ور کړې او پراخ غبرګونونه یې را پارولي دي.
د افغانستان اطلاعات و فرهنګ وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا سپکاوی غندلی او دا څرګندونې یې بې مسؤلیته بللې دي.
خو موږ پر ټولو مسؤلو مقاماتو او دولت ږغ کوو چې د ملي ارزښتو د توهین په وړاندې یوازې د یوې اعلامیې خپرول کفایت نه کوي ځکه د همدغه اعلامیې تر نشر وروسته همدغه ملا صاحب په خورشید ټلویزیون کې په لا زیات ټینګار سره خپل همدغه د توهین الفاظ نه یوازې تکرار کړل بلکې ځان یې پر خپل دغه دریځ ثابت قدم او مفتخر وښود.
موږ دا څرګندونې د افغاني- اسلامي ارزښتو پر ضد یوه توطیه او له قانون و نظام څخه بغاوت بولو او د افغانستان پر ملي حیثیت دغسې مخامخ تېری د هیڅ افغان لپاره د زغملو نه دی.
که څه هم جمعیت اصلاح ټولنه د افغانستان له حکومت سره ثبت ده خو په اړه یې په عامه ذهنیت کې ډېر شکونه پراته دي.
افغان حکومت باید په دې اړه جدي قانوني تحقیق و اقدامات وکړي او مخکې له دې چې افغانستان د افراطیت پر یوه بل ناورین واوړي، پر وخت یې په اصولي توګه مخه ونیسي.
ودان افغانستان ګوند
فرهنګي کمیسیون
کابل- افغانستان
۱۳۹۴-۱۰-۱۹
دودان افغانستان گوند دی ودان وی!