ور وټکیده او چې څنګه مې پرانیست دوه ماشومان له یوه غوړ کوچني کاغذي کارتن سره ولاړ وو. کارتن له سرو، سپینو او ژیړو مټیانو ډک و. ما شوم ویل: واخلئ جي! وا مې خیستل او هغوی رخصت شول.

شیبه وروسته بیا همداسې وشول، پوښتنه مې وکړه، کوربه ویل پاکستان د کریکټ لوبه ګټلې او دا خلک په خوشحالۍ کې مټیان ویشي زموږ هم ورسره خولې خوږې دي.

د جلا وطنۍ درد مې ټول بدن کې څړیکې وکړې، یوه تاوده هوس مې د بدن ټول رګونه وسوزول، د بدن تودوخې مې د سترګو کنګلونه مات کړل او اوبه د سترګو له کاسو را بهر شوې.

ما ویل: خدایه!

زموږ له وطن خو تل د وژنو خبرونه راځي، د تباهۍ خبرونه راځي او د ویجاړۍ خبرونه راځي.

ما ویل ربه! زموږ وطن کې خو د وژنو لوبه ګرمه ده، د سر پرېکولو لوبه ګرمه ده. د اندامونو غوڅولو لوبه ګرمه ده او…

ما ویل ربه! داسې وخت به راشي چې خپل وطن کې یم، دروازه ټک ټک شي او بیرون ماشومان ولاړ وي، د خپلو اتلانو د بریا په خوشحالۍ کې خواږه ویشي؟

ما ویل خدایه! زما په ژوند به داسې وخت راشي چې موږ لوبه ګټلي وي، اتلان مو میدان کې منډې وهي او ملي بیرغونه یې لاسونو کې نیولي وي؟ او …

وختونه تیریدل، خو کیسه نه بدلیده، کیسه د وژنو وه، کیسه د ویجاړونو وه او کیسه د سلګیو وه.

کابل کې دوستانو کره وم، دروازه ټک ټک شوه. ور ووتم، بیرون میرمن له یوه ماشوم سره ولاړه وه، لاس کې یې پتنوس و او پتنوس کې د حلوا قابونه.

ذهن مې شاته لاړ، نږدې و له خوښۍ چیغې کړم، خپله د جلا وطنۍ هیله مې په پوره کیدو ښکاره شوه، ماشوم د حلوا قاب را وړاندې کړ، کور کې مې پوښتنه وکړه، ترور مې ویل: د دوی کور کې راکټ لګیدلی، دوه کسان یې شهیدان شوي او دا د هغوی جمعه ګي ده!

ما ویل که د لوړ کچ زلزله ده، ما ویل که اوس زمکه چاودي او ټول په کې روغ ننوځوو او…

څو شیبې حیران ولاړ وم، د ګام پورته کولو وس مې نه درلود، خو وروسته ور سره عادت شوم. هره ورځ د الله اکبر په ویلو راکټونه فایرکیدل او هره ورځ د شهادت د کلمې په ویلو روحونه قبض کیدل.

اوس چې کله د خپل وطن کریکټ یا نورې سپورټي ډلې ووینم چې میدان وګټي او ملي بیرغ رپوي، هیڅ په ځان نه پوهیږم. لکه خوب چې وینم، لکه خیال چې ګورم، له ډېرې خوشحالۍ مې سترګې را ډکې شي او له ډيرې خوشحالۍ مې ژړا ته شوق راشي.

خو چې کله په دغه خوشحالۍ کې د ډزو غږونه واورم، پښې مې سستې شي. زړه مې ناقراره شي. د انګړ په دروازه مې تر ډیره سترګې ګنډلې وي، تر ډیره ناقراره یم، وایم اوس به د دروازې شا ته په تور پوړني کې میرمنه ولاړه وي، لاس کې به یې پتنوس وي. پتنوس کې به د حلوا قابونه وي.

قابونه به را نږدې کړي، زه به ترې پوښتنه وکړم، هغه به سر ځوړند کړي او بیا به یې اوښکې تر پښو لاندې ځمکه لمده کړي، زه به په خپله پوښتنه پښیمانه شم، خو هغه به په بند بند غږ کې وايي: بیګا نیو ډزو کې… له … زویه خلاصه شوم! دا یتیم مې په ډیرې خوارۍ لوی کړی و… خاورې مې په سر شوې…

محمد نعمان دوست

د مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴

(دا لیکنه په سرخط ورځپاڼه کې خپره شوې ده.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *