استاد احمل ښکلی

د رښتيني خوشحالۍ حصول د فلسفې، تصوف او ارواپوهنې ګډه موضوع ده. پخوانو د رښتينې خوشحالۍ د حصول لپاره تصوف ته مخه کوله او د دنيا له الايشو يې ځان پاکاوه، ځکه چې د دوی په اند همدا دنيا او وسايل يې انسان خپه کوي يا له رښتينې خوشحالۍ يې راګرځوي. هغوی رښتينې خوشحالي له دنيايي اړتياوو ماورا په الهي ذات کې ليده او دغه ذات ته د رسېدو لپاره ورته تصوف د عشق لارې چارې ښودلې. تاريخ وايي، چې انسان تل د رښتيني خوشحالۍ د ترلاسي لپاره دا ډول هڅې کړې دي.

خو اوس چې انسان د دنيا په اړه د معقول فکر خاوند شوی او دا ورته معلومه شوې ده، چې دا دنيا هم د خدای د خدايۍ برخه ده او له دې سره مينه له خدای سره د مخالفت مانا نه لري، بل دا چې دا مادي دنيا د انسان په پينځو حواسو کې شامله ده او انسان ترې وتی نه شي، ځکه يې نو د دنياوي غوښتنو په اړه هم حرص زيات شوی دی او په دنيا کې هم رښتيني خوشحالي ويني.

پر دې بنسټ د پخوا پرخلاف رښتينې خوشحالي او حصول يې متنوع شوي دي او ښايي د هر فرد يا د هر مسلک والا لپاره رښتيني خوشحالي خپل تعريف او حصول يې بېلې لارې ولري.

زه چي د ادب پوهنځي ښوونکی يم، له داسې محصلانو سره ډېر مخېږم، چې له استادانو سر ټکوي، چې په نمرو کې ظلم کوي، زيارکښ ته کمې او مفت خور محصل ته د خپلې شخصي علاقې له مخې ډېرې ورکوي.

که د رښتينې خوښۍ ترلاسی مو موخه وي، پکار ده، چې پر خپلو تمايلاتو او چلندونو فکر وکړو او پوښتنې ورته مخې ته کېږدو.

لومړنۍ پوښتنه به دا وي، چې زه ولې ډېرې نمرې غواړم او چې ترلاسه يې نه کړم، ولې غوسه کېږم. فرويډ د تشدد او غوسې په درو کې يو علت د فرد افراطي نارسيزم يا نرګسيت ښيي. هر فرد پر ځان مين وي او هيله يې دا وي، چې خلک پر همده راټول وي او د هر چا پر خوله د ده د ستاينې قصيدې جاري وي. دا د انسان د ايګو غوښتنه ده؛ نو چې کله ورته د دې غوښتنې پر وړاندې ستونزې جوړې شي، غوسه يې راوپارېږي او په تشدد لاس پورې کړي.

که زموږ نمرې د خپل ځان د تکړه توب د اثبات يا پر نورو د ځان د برتر ثابتولو لپاره وي؛ نو د نمرو غوښتنه به ګنې معقول کار وي؟

بله پوښتنه دا پيدا کېږي، چې زموږ په تحصيلي نظام کې نمرې څومره د يوه زده کوونکي د تکړه توب ښکارندويي کوي؟ زموږ تحصيلي نظام چې شخصي تړاوونو، بډو او نورو مشکلاتو ښکار دی، دا هيله ترې کېدای شي؟ نو چې دا هيله ترې نه کېږي، بيا ولې ځان د اولنمرګۍ په ړانده هوس وځوروو؟ په ماسټرۍ کې زموږ يوه ټولګيوال کرښه نه شوه راښکلی؛ خو د نمرو فيصدي يې تر موږ ټولو لوړه وه او ښايي وياړ به يې هم پرې کاوه؛ نو ايا دا وياړ او دا خوښي رښتينې خوښي وه، چې يو کس دې، په ادبياتو کې يو پاراګراف ليکنه نه شي کولای؛ خو پر تشو نمرو دې افتخار کوي.

که داسې وي، پايله خو همدا راوځي، چې نمرې زموږ د تکړه توب نه، د ناتکړه توب استازي کوي او وياړ پرې ښايي ويار(شرم) وګڼو؛ خو د دې پرخلاف به د هغه سړي وياړ رښتينی وي، چې په خپل مسلک کې مطالعه لري او خپل مسلک کې اساسي کار وکوي.

نمرې زموږ په تحصيلي سيسټم کې هغه ماسک دی، چې موږ پرې خپله اصلي څېره پټه کړې او ځان ته پرې دروغجنه دلاسه ورکوو، چې زه ګنې له نورو ټولګيوالو تکړه او غوره يم.

موږ چې په هر څه کې تر نورو مخکې کېدل غواړو، يو علت يې زموږ په لاشعور کې پټ د کمترۍ هغه احساس هم دی، چې وخت په وخت راته ځان يادوي او موږ له دې احساس د خلاصون لپاره، چې زه ګنې تر هيچا کم نه يم، د ځان د غوره ثابتولو حيواني هڅه کوو. داسې، سړی ويلای شي، چې د کمترۍ ځورونکی احساس هم افراطي نرګسيت ته مخه خلاصوي. بيا انسان خپله هره غوښتنه حقه ګڼي او د خپلې برترۍ د اثبات لپاره د نورو انسانانو ارمانونه په ځمکه راولي، زما حريف دې ناکام شي، بل استاد ورته واسطه پيدا کوم، چې هغه ناکام کړي؛ خو چې زه اولنمره شم؛ نو دا اولنمرګي به څه خوند ولري، بيا به ګنې ته ځان ته ځواب ووايې؟

خبره د ځان راغله، د بل قناعت اسانه دی، خو د ځان قناعت سخت کار دی، ځکه انسان تل له سړي سره وي؛ نو چې ځان قانع کړي، بيا د دنيا پروا نه ورځي؛ خو پوښتنه دا ده، چې موږ ګنې په نمرو ځان قانع کولای شو؟ د اوبو پر ځای ګنې په سراب نه يو اوښتي؟

کوم کس چې ځان قانع کړي، هغه له رښتينې خوښۍ برخمن شي؛ خو د ځان د قانع کولو لپاره وخت په وخت پر خپلو ارمانونو فکر پکار دی، څومره چې ته فکر کوې او خپل ارمانونه لويوې، د ځان قناعت درته مشکلېږي؛ خو هغومره رښتينې خوشحالۍ ته نېژدې کېږې.

ځان د انسان فرديت دی، چې د تشخص او د وجود د اثبات لپاره يې ټولنې ته اړ دی، چې خلک يې درناوی وکړي. د فرد هره هڅه چې ټولنيز تړاو ولري او ټؤلنې ته ګټه ورسوي، انسان ته رښتينې خوشحالي ورپه برخه کوي، د خوشال دا دوه بيته د رښتينې خوشحالۍ رڼې هېندارې دي:

وګړي واړه کارونه خپل کا

مردان هغه دي، چې کار د بل کا

يا:

چې د خلکو نېکواهي لرې په زړه کې

مبارک شه، بادشاهي لرې په زړه کې

نو د ادب پوهنځي د يوه محصل رښتينې خوښې په دې کې ده، چې ادبيات مطالعه کړي، ادبياتو کې ليکل وکړي او داسې خپلې ټولنې ته ګټه واړوي؛ نو چې په دې نيت يوه ليکنه خلاصه کړي، د رښتينې خوښۍ احساس وکړي. چې د چا په سترګو کې خپل رښتينی درناوی وويني، رښتينې خوښي احساس کړي او داسې ځان ارام احساس کړي.

د ښه او بد سړي ترمنځ لوی توپير دا دی، چې لومړی خپلې فردي غوښتنې د ټولنې له غوښتنو سره عياروي او هره فردي هڅه يې د ټولنې په خير وي؛ خو بد سړی د خپل فردي هوس لپاره ټولنه پايمالوي.

اوس به ښايي، پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې زه ګنې تاسو د ظلم پر وړاندې له ودرېدو راګرځوم؛ خو خبره دا نه ده. دا رښتيا هم ظلم دی، چې ته شوګېرې کوي؛ خو بل هېڅ درس نه وايي، خو تر تا يې نمرې ښې دي؛ خو ايا په دې ټولنه کې همدا يو ظلم دی؟ تا کله د بل ظلم خبره هم کړې ګنې؟ که دا ظلم وي، نو ولې درته دومره مهم دی؟ ځکه درته مهمه دی، چې ستا فردي برتري يې شکمنه کړې؛ نو که زما د فردي برترۍ غوښتنه سمه نه وي، د دې ظلم پر وړاندې ودرېدل ګنې انصاف دی. زه د هغه ظلم خبره نه کوم، چې د استاد له لوري وشو، زه ستا د چلن خبره کوم. فلسفه وايي، چې انسان د خپلو فردي تمايلاتو له مخې واقعيتونو ته مانا ورکوي، هغه خبره ورته انصاف ښکاري، چې د ده فردي غوښتنې پکې خوندي وي او د هغو پر وړاندې ودرېږي، چې ده ته پکې زيان رسي.

د دې مطلب دا نه دی، چې ګنې نياو او ظلم بېخي ټولمنلي نه دي؛ خبره د دې ظلم او انصاف په وړاندې په غبرګون کې ده. صوفيانو چې د تشدد مخالفت کاوه، د دې غبرګون په اړه يې ژور فکر کړی و، چې ضرور نه ده، چې د ظلم پر وړاندې هر ځل ودرېدل دې انصاف وي، کله خو د ظلم پر وړاندې زغم هم عين انصاف وي،

يواځې نمرې نه، که د خپل هر چلن په اړه دقيق فکر وکړو، پرې شکمن شو او پوښتنې راولاړې کړو؛ نو ژوند به مو ډېر معقول، مهذب او د ټولنې په خير وي، دا لا څه چې له رښتينې خوښۍ به برخمن يو، هغه خوښي، چې همېشه يې انسان ارزو کړې ده.

————————————————-

دا لیکنه په اوربند کې چاپ شوې ده.

د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *