د ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د تیرې چهارشنبې په ورځ خپور شوی دی په افغانستان کې په تيرو شپږو میاشتو کې د عامو وګړو مرګ ژوبله درویشت سلنه ۲۳٪ لوړه شوې ده.
دافغان عام ولس د مرګ ژوبلې شمیره د کال ۲۰۱۲ په پرتله سږکال برعکس لوړه شوې ده. له ۲۰۰۷ څخه راپدې خوا چې ملګرو ملتونو ددې راپور خپرولو ته پیل کړی دی.په ۲۰۱۲ کې لمړې ځل وو چې د مرګ ژوبلي کچه راټیټه شوې وه خو د سږ کال د پیل څخه تر اوسه د مرګ ژوبلې ډیری پیښې په جوړو شویو بمي چاودیدونکو توکو ورختل دي داخبر د افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستې د دفتر په راپور کې راغلې ده. د ۲۰۱۲ کال د لومړيو شپږو میاشتو څخه د ولسي وګړو مرګ کچه څوارلس سلنه ۱۴٪ بعنې ۱۳۱۹ تنو ته لوړه شوې او اته ویشت سلنه ۲۸٪ یعنې ۲۵۳۳ د ټپیانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. د امریکا د متحده ایالاتو پوځونه به د افغانستان څخه ووځي؟ کله نه چې د امنیت واک افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی. د ملګرو ملتونو د مشر خاص استازي جان کوبیس ویلي دي چې: په عامو وګړو د جګړې او تاوتریخوالي اغیزه او په ۲۰۱۳ کال کې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې ډیریدل په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د لازیاتو هوکړو او کوښښونو غوښتنه کوي ترڅو د هغو عامو وګړو ساتنه وکړي چې د ښکیلو خواو د اخ او ډپ په ترڅ کې په ډیره لوړه کچه ټپیان او وژل کیږي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د کال په لمړۍ نیمايي کې تقریبا د عامو وګړو د مرګ ژوبلې پيښې درې برخې د دولت ضد ډلو او په خاص ډول د طالبانو له خوا شوي دي. پاتې پيښې نهه سلنه ٪۹ د دولت د ملاتړو له خوا او ۱۲ سلنه د دولت او دهغو د مخالفو د ځمکني اخ و ډب له امله او پنځه سلنه ٪۵ د ناڅرګنده پیښو له امله لکه د ناچاودو توکو د چاودیدو له امله رامنځ ته شوي دي. جان کیبس وویل: ددولت ضد ډلو له خوا د بمي چاودیدونکو توکو کارول او په لاسي ډول د عامو وګړو په نښه کول داندیښنې وړ دی او هرومرو باید ودرول شي. په افغانستان کې د نړیوالو مرستندیو ځواکونو ددې راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دې راپور د یو شمیر اغیزمنو ګامنو په اوچتولو کې ښه رول لوبولی ترڅو په دې هیواد کې د ولسې وګړو د مرګ ژوبلي کچه راټیټه کړي. ایساف وویل: له بده مرغه د طالبانو له خوا انساني ژوند ته د نه ارزښت ورکولو له امله د سږ کال د پیل څخه تر اوسه په هیواد کې نوي سلنه ٪۹۰د عامو وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي. په دوامداره توګه د بمی چاودیدونکو توکو کارول، د نارینه، ښځینه او ماشومانو پر ضد د یرغل له امله ظالبان دا ثابتوي چې دې ته متعهد نه دي تر څو په کلکه د بیګناه عامو وګړو ساتنه وکړي. خو طالبانو دا راپور په کلکو ټکو وغندلو او راپور یې د امریکا په خوښه او ملاتړ د طالبانو پر ضد د پروپاګند یو برخه وګڼله. (
ژباژونکی عبیدالله امرخیل