تاند- یو شمېر افغان سرتېري، چې په مزارشریف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ د وسله والو ترهګرو په حمله کې ټپیان شوي ول، د درملنې لپاره هند ته ولېږل شول.

په افغانستان کې د هند سفیر امرسینا (سنها) په خپله ټویټر پاڼه کې تایید کړه چې هغه افغان سرتېري د درملنې لپاره هند ته لېږل شوي چې په مزارشریف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ د تروریستانو په برید کې سخت ټپیان شوي ول.

لږترلږه ۴ ترهګر د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د هند پر کونسلګرۍ د حملې لپاره د هغې مخامخ کور ته ننوتل خو د افغان امنیتي ځواکونو د مخنیوونکو اقداماتو له کبله یې نه د هند کونسلګرۍ ته تاوان ورسولی شو او نه یې کوم هندي دیپلومات ته صدمه واړولی شوه.

د هند سفیر او نورو سرچینو تراوسه پوري په دې باب څه نه دي ویلي چې په دې پېښه کې څو تنه افغان امنیتي ځواکونه ژوبل شوي او د څو تنو ټپ سخت و چې هند ته د درملنې لپاره استول شوي دي.

دې حملې ۲۵ ساعته دوام وکړ.

که څه هم وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و خو د هغې ودانۍ پر دېوالونو، چې حمله کوونکو پکې مورچه نیولې وه، د افغان چارواکو په وینا په اردو ژبه لیکونه شوي دي.

په دېوالونو باندې په وینو لیکل شوي«ایک شهید ۱۰۰۰ فدايي»، افضل ګورو کا انتقام»

افضل ګورو په ۲۰۱۳ م کال د هند په یوه محبس کې د هند پر پارلمان د حملې په تور اعدام شو.

One thought on “د هند پر کونسلګرۍ په حمله کې ټپي سرتېري په هند کې تداوي کېږي”

ځواب دلته پرېږدئ