یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره هیلې راټوکیدلې، د سولې د لارې د یوې نقشې د جوړولو په مقصد د امریکا متحده ایالتونو، چین، افغانستان او پاکستان په ګډون څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه، تمه ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې د وسله والو مخالفینو او افغان دولت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

له څو کلونو راهیسې چې په افغانستان د سولې د تامین په مقصد د سولي مشورتي جرګه او بیا ورپسې د سولې عالي شورا جوړه شوې ده د دولت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو هڅې شوې دي، له خلکو سره هیلې زیاتې شوې دي خو بیا له یوې خوا دغه هڅې شنډې شوې دي. یا خو غرضي ګاونډیانو او نورو هیوادونو د سولې هڅې ناکامې کړې دي یا هم په هیواد کې دننه بې احساسه چارواکو او واکمنانو او ځینو مغرضو کړیو چې د سولې په راتلو سره یې خپل باد راوړي امتیازات په خطر کې لیدل د سولې په لاره کې خنډونه اچولي دي او د خلکو هیلې یې په ناامیدي بدلې کړې دي.

ددې تر څنګ کله چې د سولې خبرو ته هیلې بیدا شي ځینې رسنۍ او اشخاص په لومړي ګام کې د ارزښتونو خبره را مخې ته کړي. مثلآ وایي سوله باید تیر دیارلس کلن ارزښتونه زیانمن نه کړي. په داسې حال کې کې چې سوله ده چې ارزښتونه پکې خوندې کیدای شي. موږ چې سوله نه لرله د جګړې په لمبو کې مو ټول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

همدا جګړه ایز حالت و او دی چې له افغان میرمنو سره د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکې پیښې وینو او اورو. همدا جګړه ده چې موږ یې له خپلو لومړنیو حقونو څخه محروم کړي یو. جګړه ده چې زموږ په ملي ارزښتونو ملنډې وهل کیږي. د جګړې شرایط دي چې ځینو ته یې دا جرات ورکړی چې زموږ ملي اتلانو او ملي ارزښتونو ته سپکاوی وکړي.

دا خو د سولې نشتوالی او د بدمرغه جګړې موجودیت دی چې څلور میلیونه ماشومان مو د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي، دا جګړه ده چې زموږ ښوونځي، جوماتونه او روغتونونه د اور خوراک کوي. دا جګړه ده چې له نه سړو یې سړي جوړ کړي دي، غله یې اتلان کړي دي او وطنپال افغانان یې له وطنه زړه توري کړي دي.

دا جګړه ده چې دوه نیم میلیون وطنوال مو معیوب دي او ډیری یې د دې پر ځا ی چې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځیدلي دي. دا خو جګړه ده چې میلیونونه افغانان له خپله کوره لیري په پردیو وطنونو کې د غربت ژوند تیروي او لا جوپه جوپه له وطنه په تیښته دي.

دا خبره خو هرڅوک مني چې جګړه د ټولو بدبختیو مور ده او سوله نیکمرغي ده. که موږ له بدمرغیو ژغورل کیږو او ولس مو د سولې په رڼا کې نیکمرغه کیږي نو تر دې لوی ارزښت چیري دي.

اوس چې یو ځل بیا د سولې د راتلو لپاره هیلې را ټوکیدلې د هر بااحساسه افغان زړه ته خوښي راغلې ده خو تر څنګ یې بیا هم دلته او هلته د سولې غوښتنې په جامه کې د سولې ضد څرګندونې اوریدل کیږي. خو دا ځل له نورو وختونو سره ډیر توپیر لري.

یو داچې د سولې د رسمي خبرو اترو د پیل لپاره دوه مهم هیوادونو د امریکا متحده ایالات او چین هم د سولې په دغو هڅو کې شریک شوي او پر پاکستان یې فشار اچولی چې په رښتني ډول د سولې په برخه کې مرسته وکړي. چې په دې لړ کې د مخالفو وسله والو هغه ډلې او کسان په نښه شوي دي چې د سولې خبرو ته حاضر نه دي او د افغانستان او پاکستان د مشرانو په تیرو لیدنو کتنو کې پریکړه شوې ده چې د جګړه غوښتونکو پر ضد به ګام پورته کیږي ددې تر څنګ پاکستان به د هغو مخالفو وسله والو نوملړ هم په ډاګه کوي چې له افغان دولت سره د سولې په مخامخ خبرو کې برخه اخلي.

په دې برخه کې بل ډاډ دادی چې په تیر حکومت داشکونه و چې په هغه حکومت کې د شریکو جګړه مارو ډلو تر اغیز لاندې پخپله په لوی لاس د سولې د راوستو په لاره کې خنډونه جوړوي، چې د قطر د دفتر د تړلو او ځینو غیر مسولانو څرګندونو مسله یې یوه ثبوت بلل کیدای شي.

خو اوسنی افغان دولت د سولې د راوستو لپاره پوره ژمنتیا لري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو مبارزو په وخت کې هم پوره ژمنه کړې وه او پخپل منشور کې یې هم په دې برخه کې ډاډ څرګند کړی او کله چې د ولسمشر په توګه وټاکل شو نو لا په لومړیو ورځو کې یې د سولې په برخه کې عملي ګامونه اخیستي دي.

افغان ولسمشر د سیمې هیوادونو ته په همدې موخه سفرونه وکړل د پاکستان په ګډون یې له دې ټولو هیوادونو سره سپینې خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د هغوی صادقانه مرستې جلب کړې. نو په دې حساب ویلی شو چې هم سیمه ایز او نړیوال شرایط دې ته برابر دي چې دې جګړه ځپلي هیواد ته د سولې رڼایي راشي او هم اوسنی افغان دولت د سولې د رواستو لپاره ټینګ هوډ لري. په دې توګه هیلې زیاتې دي راځئ چې موږ هم ټول ددغې سترې نیکمرغي او دې ستر ارزښت لپاره کار وکړو، سوله ستر ارزښت دي او په سوله کې ټول ارزښتونه خوندې کیدای شي ، راځئ چې د راوستو لپاره یې صادقانه هلې ځلې وکړو.

م- ابراهیم خیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *