خبر پاڼه –
20 جدي 1394: د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د سلواغې د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسیون په ناسته کې ګډون وکړ د ۱۳۹۵ کال د ملي بودجې په اړه يې د ولس د استازو نظرونه واوریدل. د مالیې وزیر په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د نورو کمیسیونونو مشرانو هم حضور درلود د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې په اړه یې له دوی سره بحث او خبرې وکړې.
د مالیې وزیر وویل چې: د ۱۳۹۵ کال بودجه افغانستان شموله ده او له اوسنیو محدودیتونو او امکاناتو سره سم ترتیب شوې ده. څه چې زموږ په توان کې وو، هغه موپه ملي بودجه کې ځای پر ځای کړي دي.
د مالیې وزیر د ولس د استازو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو نظریاتو ته درناوی لرم او ستاسو غوښتنې به له له قانون سره سم په ملي بودجه کې په پام کې ونیول شي.
تمه ده چې د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې د ۱۳۹۵ مالي کال بودجه یو ځل بیا د تصویب په موخه د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې شي.