کال نوی شي، څلورفصلونه یو د بل پسې تېرشي او د هرفصل اغاز د ورپسې فصل انجام او د هر فصل انجام د بل فصل اغاز شي.

په نړۍ کې ډېر شیان پیدایښت، ځواني او مرګ لري چې د ځوانۍ وخت په حقیقت کې د نوي والي دور دی.

انسان چې ځوان شي خارجي ښکلایې یوپه دوه شي، په قد، قواره، سترګو، پوستکي، هډوکواو داسې نورو بیروني جوړښتونه کې یې تغیرات راځي، هر څه یې نوي شي، ځوان شي، ښکلي شي.

د پرمختګ لپاره، انسانیت لپاره، سړیتوب لپاره او بلاخره دنیوي ژوند ښه تیرولولپاره او د عقبی ژوندلاس ته راوړلو لپاره، د یو انسان له خارجي جوړښته داخلي جوړښت اساسي اصل جوړوي.

که هرڅه موښکلي وي خو داخلي توکي مو بدرنګه وي، دا د دې معنا لري چې هندواڼه دې له بیرونه ښکلي وي خو داخل دې ګنده وي، د داسې انسانانومثال د هغو بتانوپه مثال دی چې له سروزرو جوړ وي خو روح به نه لري.

د انسان داخلي جوړښت توکي په شخصیت جوړولو، ځان جوړولو، انسان جوړول او ټولنې په جوړښت کې اساسي نقش لري. په انسان کې بایدد احساساتوښکلا، دعواطفو ریښتینوالی، د فکرځواني او نوی والی، د ښه اخلاقو درلودل او داسې نور توکي پیدا شي.

که کلونه نوي شي، وخت اوزمان په دوران کې وي، د ځواني پړاوونه په تیریدلو وي، په انسان هم د ځوانۍ مرحله راشي او تیره شي، په قد، قواره او د بدن په نورو بیروني اعضاووې په ځوانۍ راشي خو فکر مو زوړ وي، احساسات مو مړه وي، عواطف مو د انسان نه وي، اخلاق مو د مسلمان نه وي، سړیتوب مو د ښه سړي نه وي نو د داسې کلونو راتلل، تیریدل څه معنا لري. هغه انسان چې د ځوانۍ له مرحلې استفاده نه کوي اوهر څه یې نوي او ځوان شي خو فکر اوعقل یې زوړ وي چې په اصل کې داسې ځواني بې معنا ده.

په نړۍ کې هغه ټولنې پرمختګ کوي چې فکر، پوهه او علم یې نوی او د کار وي.

په هرنوي کال کې د پسرلي فصل په راتګ سره ډېرنباتات د انسانانو لپاره د خدمت مصدر ګرځي، میوه دارې ونې میوې نیسي، بې میوو ونې شنې شي او د فضاپه پاکوالي کې کومک کوي، دشتي زرغونې شي، د حیواناتولپاره څړځایونه پيدا شي، یعنې د کال د نوي والي سره نوی کال او د پسرلي موسم خپل ځواني او نوی والی ثابتوي خوځینې داسې انسا نان شته چې کلونه کلونه پرې تیریږي، په فزیکي لحاظ پکې توپیرونه لیدل کېږي خوپه معنوي لحاظ لا زاړه انسانان وي او د ځوانۍ په درشل یې پښې نه وي ایښي.

د هر نوي کال په راتګ سره بایدزموږ هرشی نوی او ځوان شي، فزیکي او معنوي لويوالی موبایدیوله بله سره رابطه ولري. د قد جیګوالي سره مو بایدفکرونه هم لوړ لوړ پروازونه وکړي. د قوارې د ښکلاسره موباید اخلاق هم ښکلي شي.

د ځوانۍ په راتګ سره مو بایدهر څه په نوي والي راشي. نوی کال بایدله ځانه سره نوي پيغامونه ولري. نوی کال دې د هغومبارک شي چې هرڅه یې ورځ تر بلې نوي کېږي او د ځان او تولنې لپاره هراړخیز خدمتونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *