د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس په پاکستان باندې د اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکو د خرڅولو مخه ډپ کړه.‌

د هندوستان ټایمز آف انډیا ورځپاڼه د پاکستان د ډان ورځپاڼې د نن (سه شنبې) ورځې د یوې لیکنې په اساس لیکي چې، په پام کې وه چې د امریکا متحده ایالات په پاکستان باندې ۸ نورې اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکې وپلوري خو د نوموړي هېواد کانګرس یا ولسي جرګې د دغې معامله مخه ونیوله.‌

ویل کیږي چې د کانګرس غړي د پاکستان له خوا د یادو جنګي الوتکو د کارونې په هکله اندېښمن شوي او د سپیناوي او معلوماتو غوښتنه یې کړې ده.

ټایمز آف انډیا لیکي چې د اوباما ادارې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې (سنا) څخه هم ورته یادښت ترلاسه کړی دی چې ښیي چې یادې الوتکې دې دا مهال پاکستان ته نه ورکول کیږي.‌

د متحده ایالاتو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې وکیلانو دغه غوښتنه په داسې حالت کې مطرح کړې چې متحده ایالاتو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د پټان کوټ په حمله کې د ښکېلو کسانو په برخه کې دې ژر تر ژره ګامونه واخلي.‌ یاده حمله د روان کال د جنورۍ په ۲مه د هندي پنجاب په پټان کوټ سیمه کې د هند د هوایي ځواک په یوه مرکز وشوه چې ویل کیږي د پاکسان له خوا حمایه کېدونکی ترهګر ګروپ، جیش محمد، په کې لاس لري.‌

پاکستان په سیمه کې د ترهګرو د روزونکي او پالونکي هېواد په توګه نوم لري او یو شمېر امریکایي چارواکو هم له ترهګرۍ سره په جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *