چارواکی وایي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې به د راتلوونکې میاشتې په لومړیو کې د افغاني تولیداتو یو لوی نندارتون پرانستل شي،چې په کې به د دغه ولایت د بېلابېلو صنعت کارانو او نورو تولیدات نندارې ته وړاندې شي .

د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي چې نن د سلواغې په ۲۲مه یې د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال په ګډون د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او یو شمېر صنعت کارانو سره غونډه درلوده،د دغه نندارتون د پرانستلو په اړه بېلابېلو مسؤلینو ته لارښوونې وکړې .

نوموړی زیاته کړه، د دغه نندارتون د پرانستلو څخه یې موخه بېلابېلو تولیداتو ته بازار موندنه ده او همدا راز لوړ پوړو چارواکي د دغه ولایت د صنعت کارانو د تولیداتو څخه خبرول دي .

ده وویل دغه نندارتون ته به له مرکز څخه لوړ پوړي چارواکي،سوداګر،مرستندویه ادارې او یو شمېر نور هم راوبلي،ترڅو د نندارتون وروسته هم په پراخه کچه تولیداتو ته بازار موندنه پیدا او صنعت کارانو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې زمینه هم برابره شي.

هغه د دغه ناستې په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال ، د صنعت کارانو اتحاديې مشر، راډیو تلویزیون، اطلاعاتو او فرهنګ، برېښنا، کرنې او مالدارۍ،ښځو چارو او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې د دغه نندارتون د پرانستلو په اړه لارښوونې وکړې.

د دغه ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې د دلوې میاشتې په ۷،۶ او اتمه نیټه به په جلال اباد ښار کې یو لوی نندارتون پرانستل شي،چې په ترڅ کې به تر سلو زیاتو غرفو کې د دې ولایت تولیدات نندارې ته وړاندې شي .

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *