ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي ژوندیو انسانانو ته یوه داسې لویه پانګه په میراث پرې اېښې ده چې د هغې هره برخه، هر بیت، هره کلیمه او هر لفظ ځانګړې سپړنې ته اړتیا لري او د ادبي فنونو د ښکلاوو شنونکي د خپل خیال په محرابونو کې ورته د ډول ډول تعبیرونو او تفسیرونو پاڼې اړوي را اړوي. زه غواړم چې د خپلې دغې لیکنې په لړ کې د استاد پسرلي د غزلبڼ په غزلونو کې د ښایست په کلیمه پسې و ګرځم او یو شمېر هغه بیتونه له سپړنې سره یو ځای ستاسو قدرمنو سره شریک کړم چې د ښایست رنګین کلیمات پکې راغلي دي.
باید وویل شي د ارواښاد استاد یو لوی شمېر غزلونه د نوموړي په هغه غزلبڼ (دېوان) کې را ټول شوي دي چې په ۱۳۹۰ کال د وردګو له علم پال ولایت څخه د همدې ولایت د پخواني والي ښاغلي محمد حلیم فدايي صیب په نوښت او مرسته خپور شوی، ۱۲۸۶ مخونه لري، د ارواښاد پسرلي صیب ۱۱۵۵ غزلونه پکې را غونډ شوي او افغان مسلکي مطبعې چاپ کړی دی. د وردګو او میدان د ولایت ولسونه ویاړي چې د ارواښاد استاد پسرلي صیب په ژوند یې د هېواد د دې ستر ادبي شخصیت یو ګټور اثر په ولایتي کچه خپور او هېوادوالو ته ډالۍ کړی دی.
تر کومه ځایه چې زما مخې ته راغلي نو ارواښاد استاد پسرلي صیب د خپل غزلبڼ کتاب په غزلونو کې د ښایست لفظ ۱۲۲ ځلې کارولی دی او هر یو ذکر یې ځانګړی تفسیر او شننه غواړي چې زه په خپله دغه لنډه لیکنه کې تر ۷ عنوانونو لاندې یوازې ۷ داسې مناسبتونه را اخلم چې د ښایست کلیمه پکې کارول شوې ده.
۱.د ښایست نندارې
زاهده ته چې وایې ښکلي مخ ته ګورې ولې
خپل ورک زړه د ښایست په نندارو کې لټوم
ارواښاد استاد پسرلی په دې بیتونو کې خپل ورک زړه د ښایست په نندارو کې لټوي او د زاهد د هغه نصیحت هېڅ پروا نه کوي چې ښکلي مخ ته ولي ګوري، یا دا چې ښکلي مخ ته په کتلو کې ګناه ده او یا ولي د ښکلاوو نندارې کوي؟ خو نازکخیال پسرلی د ښایست نندارو ته له کتلو پرته بله هېڅ لاره نه لري څو هغې موخې ته و رسېږي چې خپل ورک زړه پیدا کړي ځکه له زړه پرته ژوند ممکن نه دی.
۲.د حُسن الهه
بل ته به هم ته ښایسته ښکارې
ما ته د حسن الهه ښکارې
حُسن خپلې درجې لري خو د حُسن الهه هغه درجه ده چې نور نو شاعر د خپل محبوب په عشق کې د عبادت درجې ته رسېږي. هو پسرلی د هغه حُسن په الهه مین دی چې ښکلې نړۍ یې پیدا کړې، ځمکه، آسمانونه، غرونه او کایینات او ټول موجودات او مخلوقات یې پیدا کړي دي. که دغه الهه نورو ته ښکلی ښکاري خو ارواښاد پسرلی ته دومره ښکلا، ارزښت او قېمت لري چې د خپل عبادت وړ یې ګڼي. هو دا هغه الهه ده چې رښتیا هم په لویي او ښایستونو ارزي او دا د ځمکې او آسمانونو یوازینی ذات الله (ج) دی او بس.
۳.د زړه دامونه
ښایسته چې یې په سترګو کې نازونه و کرل
زما د زړه په غولي یې دامونه و کرل
رښتیا هم چې د سترګو نازونه له ځان سره داسې زولنې، کړۍ او ځنځیرونه لري چې د زړه په غولي، د زړه په ډګر او د زړه په قرارګاه کې بایللو زړونو ته ښکارځن دامونه ږدي او مین زړونه پکې ښکار کېږي. د ارواښاد پسرلي صیب زړه هم د خپل ښایسته جانان د سترګو نازونو د عشق په دامونو کې کلک نیولی او ټول غولی یې ورته دام دام او لومه لومه ګرځولی دی.
۴.د زړونو کرونده
اوس خپل هوس ته خانده د پسرلي د زړه پرهاره
ښایسته ورته په سمه، په غره زړونه و کرل
د پرهار خندا بېل درد، بېل رنځ او بېل کیف لري داسې کیف چې د هوس په مینه کې یې زړه بایللی وي خو ښایست ورته په مخامخ سمه او غره کې یوازې داسې زړونه کرلي وي چې ټپ او پرهار ته په هر ځل لیدو سره بېل درد ورکوي او ارواښاد پسرلي صیب په خپل جادوګر او ساحرانه کلام رنګین تصویر ورته ورکړی دی.
۵.د اوښکو ویاله
د بدرۍ په ارم ګډ کړم تصور د هغو سترګو
ښایسته ښاپېرۍ لامبي زما د اوښکو په ویاله کې
د اوښکو په ویاله کې د ښایسته ښاپېریو لامبو هغه نازکخیاله شاعرانه تصویر دی چې اروښاد استاد محمد صدیق پسرلي پخپل دغه دوه بیتي کې راوړی او تصور یې نوموړی د بدرۍ په ارم ور ګډ کړی دی. د اوښکو په ویاله کې د ښایسته ښاپېریو لامبو د عشق د تصور یوه لا یتناهي درجه ده چې شاعر د نازکخیالۍ په څپو کې د خپل معشوق د میندلو په لوري لاس نیولی ور سره بیايي او اروښاد استاد په خپلو بیتونو کې لاس نیولی ورسره درومي.
۶.سندربولې زاڼې
زاڼو فضا په سر اخیستې سندربولې درومي
بیا د ښایست واده تیار دی دا ده ورا یې راځي
هو د ښایست واده ته د زاڼو د ورا جوړېدل، سندرې او روانېدل هغه نایاب تصویر دی چې ارواښاد استاد په خپلو دغو بیتونو کې د خیال په پنسل رسم کړی او د ښکلا په رنګونو یې رنګ کړی دی. د زاڼو ورا بیا عادي ورا نه ده بلکي داسې سندرې، داسې خوښي او داسې چغ او پغ یې جوړ کړی وي چې په فضا سربېره آن د ځمکې مخلوقاتو ته د خپلو شیرینو پیغامونو لړۍ مخابره کوي او له ورایه اورېدل کېږي.
۷.د ناز هنر
شعر د ښایست دې په هر زړه لګي
لا دې بریالی اوسه هنر د ناز
رښتیا هم چې د استاد د شعرونو د ښایست هنر هر درمند زړګي ته د درمل حیثیت لري نو ډېره پر ځای خبره ده چې نوموړی د خپل هنر ناز ته د بریالیتوب داسې دعا وکړي چې تلپاتې بڼه و لري او د ناز ګامونو په بري سره پورته کړي.
د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د هر بیت په محتوی، ماناوو، ښکلاوو، ښایستونو، رنګونو او نازکخیالۍ یو کتاب خبرو ته اړتیا پېښېږي څو د هغه مانا په سمه توګه درک او په مناسبه بڼه له درنو لوستونکو سره شریکه شي. نو د اروښاد استاد اثر په بیا بیا لوستلو، تعبیراتو او تفسیراتو ارزي او په دې لیکنه کې د نوموړي د څو هغو بیتونو ښکلاګانې وړاندې شوې چې د ښایست په کلیماتو پوښل شوې دي. د قدرمن استاد یاد دې تل او فردوس جنت یې دې ځای وي.
د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د لومړي تلین په مناسبت
اخځلیکونه:
۱.پسرلی، محمد صدیق، غزلبڼ، وردګ ولایت، افغان مسلکي مطبعه، ۱۳۹۰ کال
———————–