زاړه توت پر دوو _دوه نيمو شلو کليوالو سيوری کړی و، خو بيا هم دخلکو په تورو ټنډو څاڅکي څاڅکي خوله پرته وه او پزو يې دګرمۍ له لاسه غوړ را ايستلي وو. له دوی نه د چوبړيو(اوبړۍ) غوندې ساړه بويونه پورته کيدل او په تخرګو کې يې وچو خولو سپينې ليکې جوړې کړې وې . څو ماشومان د غواوو ديوې زړې ګوډلې (غوجلې) پر بام سره لمر ته ولاړ وو او له پاسه يې دخړو لونګيو او زړو خوليو ننداره کوله.
چوپه چوپتيا وه، له توت نه تښتيدلې مرغۍ يوه يوه بېرته زړې ونې ته راتلې او په ګڼو پاڼو کې ورکيدلې.
ښه شېبه ووته، بيا کليوال سره وبوګنېدل او غړۍ دکلي خواته اوږدې شوې. له يوې تنګې کوڅې څو تنه راووتل، دوی ګړندي ګامونه اخستل او کله چې توت ته ورنږدې شول، له پوندو سره يې لويشت ،لويشت سيورو هم حرکت کاوه. پنځو تنو ته يې سيوري ته ناستو کسانو ځای ورکړ، خو شپږم يې څو ګامه لرې لمر ته ودريد. دهغه تر لاسونو ژيړه رشمه تاو وه او د تور کميس يو اړخ يې دغواوو په خوشايو ککړ ښکاريده. بيا توت ته نږدې ديوې کلا له زړې دروازې غنجا پورته شوه. يو دنګ سړی په وره کې ودريد. ده له نورو کليوالو سره توپير درلود. څرمن يې له لمره ساتلې ښکاريده او په سپينو ويښتو يې يوه پاکه جالۍ خولۍ پرته وه.
سړي لومړی سره راټولو کليوالو ته وکتل، بيا يې پياوړي ګامونه واخستل، خلکو لار ورکړه او سړي دونې پنډې تنې ته ډډه ووهله.
دده غټې او کڅوړنې سترګې سرې وې او په سپينه ږيره کې يې يو تور ميږتون نښتی و.
يو ځل بيا چوپه چوپتيا شوه، خو شېبه وروسته د دنګ سړي ډډ، خو ارام غږ دمرغيو چوڼا غلې کړه:
_دلته يې راولئ!
دوه پياوړي کليوال په پښو ودريدل او په لنډه موده کې يې لاس تړلی ځوان دسړي مخې ته ودراوه. سړی ولاړ شو، په لومړي ځل يې ځوان ته وکتل. هغه غنم رنګه و. يواځې زنه يې څو تاره پيچلو ويښتو توره کړې وه اوغټې سترګې يې له کرکې ډکې وې.
سړی نور هم ورنږدې شو. د دواړو سترګې سره ولګيدې. کڅوړنې سترګې سرې او له اوښکو ډکې وې، خوپه ځوانو سترګو کې له غروره ډکه ځلاپرته وه، يوه شېبه دواړو يو بل ته وکتل، خو وروسته د دنګ سړي پر ټنډه لاړې وبهېدې، ناڅاپه خلک ولاړ شول. مرغۍ والوتې او ځوان په ښۍ ژامه يو دروند سوک وخوړ، ولويد او بيا يې په تشو کې درانه دردونه تير شول. د دنګ سړي په قهرجن غږخلک غلي شول. ځوان ورو له خاورو پورته شو، د هغه په سترګو کې دپخوا غوندې کرکه او غرور پروت و او په تورو جامو يې د څپليو دتليو سپېره چاپونه ښکارېدل. بيا يې يودم له خولې يوه مغروره خندا راووته او په وينو سره غاښونه يې ښکاره شول.
دنګ سړي تر مټ ونيو، له ګڼې ګوڼې يې ويست او دونې تنې ته يې ودراوه. ځوان ور وکتل، سترګې يې دپخوا غوندې ځليدلې، خوپه خوله يې څه رانه وړل.
وروسته د دنګ سړي په لاسونو کې يو اتومات ټوپک کېښودل شو او ورسره يې يو قهرجن غږ واوريد:
_ډاکټره! وله يې! دخپل يواځني زوی غچ دې واخله!
له دې سره لاس تړلي ځوان ټټر را ويست او زړور ودريد.
ډاکټر ځوان ته وکتل. له سترګو يې اوښکو لار وکړه. بيا يې ورو وويل:
_خوشی يې کړئ!
دکليوالو خولې وازې شوې، يوبل ته يې رډ رډ وکتل، د يوه هم باور نه راته چې دا ټکی دې د ډاکټر له خولې راوتلی وي، د دوی په سترګو کې پوښتنو منډې وهلې، ان دلاس تړلي ځوان خوله هم له حيرانۍ نه سره ټولېده.
ډاکټر ټوپک دونې تنې ته ودراوه ، دځوان له لاسونو يې رشمه خلاصه کړه، هغه ته يې وکتل او په غوسه يې وويل:
_مخ دې پرته که!
دخلکو ګونګوسو زور ونيو، دځوان سترګې د پسه دسترګو غوندې مړې او له ځلا تشې شوې. ډاکټر ورو له ډلې ووت، څو ارام ګامونه يې واخستل، خو يوې تېرې کوکې ځای پرځای ودراوه، په بيړه يې ورمېږ کوږ کړ، خلک پر يوچا ورټول شول، ډاکټر په ګڼه ګوڼه کې يو په وينو سور لاس وليد، منډه يې کړه، په ځوان يې سترګې ولګېدې چې غبرګ لاسونه يې ګېډې ته نيولي وو، بيا يې دخپل د تره د زوی سپکې سپورې په غوږو ننوتې، دهغه په لاس کې يو په وينو سور چاقو ښکارېده، ډاکټر ور منډه کړه، د تره زوی ته يې يوه کلکه څپېړه ورکړه، له کړس سره سم چوپه چوپتيا شوه، شېبه وروسته مرغۍ په چوڼېدا راغلې وې او په سيوري کې يوه لوېشت پوټی ( مړه خاوره ) په وينو سور و.
* * *
ځوان سترګې وغړولې. لومړی يې سرته په ولاړه تمبه پورې د سيروم کڅوړه وليده، بيا يې له خوځېدو سره سم په ګېډه کې يو نری درد تېر شو، ځان ته يې وکتل، تر نامه پورته لوڅ و، تر ملا يې يوه سپينه پټــۍ تاو وه او دګېډې په برخه کې تړلې ټوټه په وينو سره ښکارېده. وروسته يې شاوخوا سترګې وغړولې، ځان يې په يوه خېمه کې وموند چې يوې نرۍ جالۍ پر دوو برخو وېشلې وه، تر جالۍ ورهاخوا يوه کوچني مېز ته دوه پلاستيکي څوکۍ ولاړې وې، بيا يې دپښو دربی واورېد، باڼه يې سره وروستل، وروسته يې پرتندي يو تود لاس کيښودل شو، ښه شېبه ووته، لاس پورته شواو بيا يې دڅوکۍ دښورېدو غږ واورېد. ځوان ورو خپله کيڼه سترګه نيمکښه کړه، ډاکټرپه څوکۍ ناست و او څه يې ليکل.
ده سترګه پټه کړه، فکر په مخه کړ، خپل ژوند يې د ډاکټر د احسان پوروړی ګاڼه، خو دهغه د زوی په وژلو پښېمانه نه شو. له ځان سره يې وويل:
_ښه مې وکړل، هغه معلم و، ماشومان يې بېلارې کول، دوی ته يې کوپر ورښوده، دين او مذهب يې ورنه اخيست، بايد چې وژل شوی وای.
دا وخت ټوخی ورغی، ټوخي يې زور ونيو، ځان يې کابو کړ، خو بيا هم د ټوخي ږغ په خېمه کې تاو شو. په لنډه شېبه کې يې کټ ته نږدې دساه ايستلو غږ واوريد. ځان بېهوښه اچول ښه بانه نه ورته ښکارېده، ځکه يې سترګې پرانيستې، سرته يې ډاکټر ولاړ و، خوډېر ژريې دهغه له سور مخ او نرۍ پزې، سترګې پورته دسيروم کڅوړې ته ورواړولې.
ډاکټر يوه شېبه غلی و، بيا يې ورو وويل:
_ټپ دومره ژور نه دی، په څو ورځو کې ښه کيږي.
ډاکټر غلی شو، خو د ځوان زړه نيولی و، ده دا زړه نه درلود چې د ولاړ سړي سترګو ته وګوري. هلته د ډاکټر درېدل له ذغمه وتلي ورته ښکاره شول، خو په خوله يې څه نه شو ويلای.
ډاکټر يوه ګړۍ ودرېد او بيا له خېمې ووت. ځوان يوه سړه ساه وويسته، يو سات نور هم ووت، بياپه خېمې يو سيوری راغی، وروسته يو کوچنی خيمې ته ور ننوت، دی اوه کلن ښکارېده، سترګې يې غټې وې. څک، څک غوږونه يې لرل او له څېرې شوخو ماشومانو ته ورته و.
هلک د ټپي تر څنګ يو غاب وريجې کېښودې، يوه شېبه يې د سړي تړلې ګېډې ته وکتل او پرته له دې چې بل لوري ته وګورې، په خواشينۍ يې وپوښتل:
_جنګ دې کړی؟
سړي څه ونه ويل.
هلک هغه ته وکتل او زياته يې کړه:
_ته هم زما غوندې تکړه يې، زه هم نه ژاړم، هه ! ته دازما نوک ته وګوره.
داوخت يې خپله کوچنۍ بټه ګوته د ځوان سترګو ته ونيوله، په نوک کې وينه غوټه وه.
هلک په غرور وويل:
_دا ګوته مې د ماما کره په وره کې بنده شوه.
هلک غلی شو، سړي ته يې وکتل، د هغه لاسونه په وچو وينو سره وو. ورو يې وويل:
_زه به اوبه درته راوړم.
له دي سره په بيړه له خېمې ووت، خو کله چې بېرته راغی، يوه څمڅه يې په وريجو کې نيغه ودروله، بيا يې وويل:
_بدنۍ مې پيدا نه کړه.
له دې سره يې جالۍ ته لاس وروغزاوه، ترځان هسکه څوکۍ يې راواخيسته. کټ ته يې نږدي کيښوده او کله چې په څوکۍ کيناست، پښې يې په هوا کې ځړېدلې پاتې شوې. هغه يوه شېبه غلى و، خو بيا په داسې غږ لکه څوک چې له ډېر شناخته (بلد) سړي سره غږيږي، په خبرو راغی:
_زه ستړی يم، يوه ګړۍ مخکې د ماما له کوره راغلم، له دې خوا خو لا ښه و، پلار مې په موټرسايکل ورسولم،خو بيا را نه غی، ما هلته ديارلس ورځې تېرې کړې.
هلک غلی شو، خو کله چې سړي څه ونه ويل، بېرته يې شونډې وخوځېدې:
_هلته مې سات تېر و، خو بيا هم په پلار پسي خفه وم. خود نو! زه هېڅ وخت له پلاره دومره ډېر نه وم لرې سوی.
هلک وريجو ته وکتل. بيا يې سترګې پورته کړې:
_وخوره! ډېرې خوندورې دي، زما خو پخپله ورسره جوړه ده، دا يوه ګړۍ مخکې به مې شل ګولې کړې وي، غوړ هم نه لري، ته پوهېږې! غوړ تاوان لري، دا مې دنيکه خبره ده، سم به وايي نو، هغه ډاکټر ده ډاکټر.
ځوان په بيړه کوچني ته وکتل، خو څه يې ونه ويل، دهلک ډکې شونډې وخوځېدې:
_تاته لکه سې خوند نه درکيي، خو بل څه نه سم درته راوړی، مور مې ډېره خوابدې ده، کله سې نن د ماما له کوره راغلم، هغې کلکه غيږ راکړه، زه يې هيڅ وخت دومره ډېر په غېږ کې نه وم نيولی، بيا يې په زوټه (چيغو) وژړل، مور مې نه ده ګرمه، ماته يې ويل سې برګه غونجۍ مړه سوې، ها غونجۍ نو تا نه وه ليدلې، ډيره چاغه وه دا اوس يې هم پوستکی په کاه دانه کې پروت ده، نيکه مې هم خوابدی و، خدازده دپلار به مې لا څومره خوا بده يي، خو هغه اوس بازار ته تللی ، بله غونجۍ راولي.
هلک غلی شو، يوه شېبه فکر يووړ، سړي ته يې وکتل او په بيړه يې وويل:
_د تا قول هو والله زده ده؟
سړي په حيرانتيا ورته وکتل.
د هلک تندی سره ورغی او د ډاډ په ژبه يې وويل:
خوا مه بدوه، زده به يې کې، ما په دوو ورځو کې له يادو کړه، اوس مې هېره ده. خو…
هلک غلی شو، په بيړه يې د وريجو له سره يوه لوبيا ورپورته کړه او خپله خبره يې پسې وغزوله:
…خو پلار ته به څه وايم؟ ده ټول لمونځ را زده کړی و، اوس به نو بايسکل نه راته اخلي.
ځوان يوه جټکه وخوړه، وخوځېد، خو ډېر ژر د درد نرۍ څپې ځای پر ځای پريېست، په راوتلو رډو سترګو يې هلک ته وکتل او په بيړه يې وپوښتل:
_د پلار دې لمونځ زده دی؟
هلک يوه لوبيا ورپورته کړه او په داسې حال کې چې پښې يې ځنګولی، په غرور يې وويل:
_لمونځ څه کيې؟ ټول قران شريف يې لا زده ده، دی هر ګييځ له لمانځه باد قران شريف وايي، مور مې غوږ ورته نيولی يي، غږ يې ماته هم خوند راکيي، خو کله کله مې له خوبه باسي.
هلک په وريجو ناست يو شين مچ ايسار کړ. ځوان ته يې وکتل او په حيرانتيا يې وپوښتل:
_ته ژاړې؟
سړي مخ واړاوه:
_نه
هلک په خوابدي غږ وويل:
_ما وليدې، تا ژړل.
يوه شېبه غلی شو، بيا يې په خوابدون وپوښتل:
_نس دې ډېر درد کيي؟
سړی وسونګېد.
هلک زياته کړه:
_د جمعه الدين زوی هم د تا غوندې ژړل، ته خو لا بيا هم ښه يې، نس دې وينې ده، خو هغه مازې سپي داړلی، کله سې زما نيکه زخم ورتاړه، چيغې يې ټول کلي اورېدې.
هلک له څوکۍ وښوېد، پښې يې په ځمکه ولګېدې او ورو يې وويل:
_زه به مې نيکه ته ووايم سې ګولۍ درکي .
ځوان هغه ته وکتل. سترګې يې له اوښکو ډکې وې.
دهلک شونډې وخوځېدې:
_دومره ترخې نه دي، ما پخپله خوړلي.
ځوان غريو واخيست:
_نه، ښه يم، نس مې درد نه کوي.
هلک په بيړه څوکۍ ته ور پورته شو، ورو يې وويل:
_نو بيا ولې ژاړې؟
سړي څه ونه ويل.
هلک يوه شېبه غلی و، وروسته يې په څېره کې خوښي تېره شوه او په بيړه يې وويل:
خوا مه بدوه، بس! تر پلاره مې ماتله سه، دهغه ډېرې شې کيسې زده دي. سر به دې هم در پريمينځې، پروسږ کال يې يو کوچی، همدلته په تال کې ولمباوه. هغه په ماين ختلى و، د لاس ګوتې يې پرې وې او پسونه يې څو ورځې زموږ په کور ولاړ وو.
داوخت د يوې پيشو ميو شو، هلک پيشو ته وکتل ، ورو يې وويل:
_دا ډېره اکربه پوشی ده، د پټي موږکان کورته راوړي او د وړو په کندو کې يې خوري.
له دې سره يې څو ځله په زوره وغپل، پيشو منډه کړه اوځوان ته په لومړي ځل خندا ورغله، خو ډېر ژر يې دډاکټر په ټوخي خوله سره ټوله شوه.
ډاکټر خېمې ته ورننوت، جالۍ يې پورته کړه او کله چې يې په هلک سترګې ولګېدې ويې ويل:
_ته دلته څه کيې؟
هلک په بيړه هغه ته وکتل:
_بابا! دی مړۍ نه خوري.
ډاکټر غاب ته وکتل. شونډې يې وخوځيدې:
_ولي؟
_خدازده! ده ژړل، لکه سي وريجې خوند نه ورکوي، يا به يې نس خوږيږي.
دځوان غومبرې سره شول.
ډاکټر خپل لمسي ته وکتل:
_سبق دې ويلی؟
دهلک سر وځړېد.
ډاکټر زياته کړه:
_هله بچيه! کتابونه دې راوړه چې بيا د لمانځه وخت دی!
هلک په حيرانی وپوښتل:
_پلار خومې لا نه دى راغلی، څوک به سبق راته وايي؟
ناڅاپه د ډاکټر سترګې له اوښکو ډکې شوي، مخ يې واړاوه. څو ګامه يې واخستل او ميز ته په ايښې څوکۍ کيناست.
هلک ور نږدې شو، دخپل نيکه تر څنګ ودرېد او په وړه ژبه يې وويل:
_غونجۍ دې ياديږي؟
ډاکټر دهغه سر په خپل ټټر پورې ونيو، هڅه يې کوله چې ځان ارام وښيي، خو بيا هم غريو واخيست:
_هو بچيه! غونجۍ مې ياديږي.
له دې سره يې سترګو ته څادر ونيو او په بيړه له خيمې ووت.
هلک بېرته کټ ته ورنږدې شو، څوکۍ ته ور وخوت، ځوان ته يې وکتل، هغه ژړل…بېرته يې سر ټيټ شو، څو ځله يې پښې وخوځولې، بيا يې سترګې پورته کړې:
_بابا ولې ګولۍ درنه کړې؟
ځوان په ژړا کې وويل:
_نپوهېږم.
هلک څو شېبې غلی و، بيا يې شونډې وخوځېدې:
_نکل درواچوم؟
ځوان په غريو وويل:
_هو.
هلک په ځمکه ودرېد.
ځوان هغه ته وکتل:
_چېرته؟
هلک موسکی شو:
_ځم چې خپل کتابونه درته راوړم، شې کېسې لري.
له دې سره يې منډه کړه او له خيمې ووت، کله چې بېرته راغی، په لاس کې يې يوه خړه کڅوړه ښکارېده.
هلک داځل د سړي تر څنګ په کټ کيناست، هغه ته يې وکتل او و يې وويل:
_ژر راغلم؟
سړي کڅوړې ته کتل.
هلک زياته کړه:
_تا زموږ کور ليدلی، تر دې ديوال چې ورتاو شي دکلاه دروازه ده.
سړي هماغسې کڅوړې ته وچې سترګې نيولي وې.
هلک له کڅوړې يو کتاب راويست، څو پاڼې يې واړولې، بيا يې سړي ته مخ ورواړه:
_ته کتاب ويلای سې؟
ځوان کتاب ته کتل.
هلک په بيړه وويل:
_دلته يوه کيسه ده، مرسته نوميږي، درته ويې وايم؟
دسړي شونډې وخوځيدې:
_نه! له اوله يې ووايه!
هلک وخندل:
_خو هلته کيسه نه سته.
سړی بي حوصلې شو، په زوره يې وويل:
_په لومړي مخ کې يې څه ليکلي؟
دپاڼو د اړولو غږ پورته شو.
هلک وويل:
الف
الله
الله يو دى. شريک نه لري. موږ دالله بنده ګان يو.
دسړي په ټنډه کې ګونځې پيدا شوې، په بيړه يې د بل کتاب دلوستلو غوښتنه وکړه.
هلک يو بل کتاب له کڅوړې راويست، کتاب يې په مينځ کې پرانيست او شونډې يې وخوځېدې:
_دغسل فرضونه درې دي.
سړی يې په خبره کې ورولوېد:
_بل کتاب. بل کتاب ووايه!
هلک په حيرانۍ سره هغه ته وکتل، کڅوړې ته يې لاس کړ او تندی يې تريو شو:
_دې ته رياضي وايې، زما نه ده ورسره جوړه.
دځوان په څېره کې دخوښۍ نښې ښکاره شوې، په بيړه يې وويل:
حتمي به دکوپر خبرې پکې ليکلې وې؟
هلک په بې پروايۍ سره وويل:
_خدازده!
دسړي سترګې وځلېدې:
_ته يې ولوله!
_کوم مخ؟
_هسي. يوه پاڼه يې راواړوه.
هلک له څه ځنډ وروسته وويل:
_له اتو سره چې څلور يوځای کړو، دولس ورنه جوړيږي.
سړي يو سوړ اسويلی ويست، بيا يې په بيړه هلک ته وکتل:
_تر تا لوی هلکان کوم کتابونه وايې؟
هلک يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:
_نه پوهيږم، زموږ مکتب خو سږ کال جوړ سو، تنا اول صنف لري.
دسړي تندی تريو شو:
_حتمي به په پورته کتابونو کې کوپري خبرې ليکلې يي.
هلک په حيرانۍ ورته وکتل:
_کوپري خبرې څه ته وايي؟
_دا چې هغه دنيا نه شته، لمونځ يو سپورت دی او روژه مازې دخولې تړل يا داسې نور چټياټ.
هلک يوه شېبه څه ونه ويل، بيا يې يودم سر پورته کړ:
_داسې به نه يې، که نه نو زما نيکه اوولس کاله مکتب ويلای، دی يو لمونځ هم نه قضاه کيي او تل وايي سې خدای مې دې هغې دنيا ته خير کي.
ځوان ورو وويل:
_کتابونه دي ټول کړه!
دهلک شونډې وخوځېدې:
_ولي؟ کيسه نه درته ووايم؟
دسړي د تندي ګونځې سره ورغلې:
_نه!
_ډيره ښه کيسه ده. يو هلک له يوه ړانده سره کومک کړی.
ځوان خپله لاندنۍ شونډه په غاښونو کې ټينګه کړه، بيا يې يوناڅاپه يوه چيغه له خولې راووته!
_ووزه له دې ځايه!
دهلک رنګ سپين واوښت، سترګې يې رډې راوختې او په منډه له خېمې ووت.
ځوان په کټ پرته بړستن په ګوتو کې ټينګه کړه، خوله يې جينګه شوه، يوناڅاپه يې له خولې يوه کوکه راووته او په چيغو، چيغو يې وژړل…
سړي ډېره شېبه اوښکې تويې کړې او کله چې يې ژړا سلګيو ته ځای پرېښود، په ځمکه پرتو کتابونو ته يې لاس وروغزاوه، يو _ يو کتاب يې په کڅوړه کې واچاوه. کڅوړه يې په خپله سينه کېښوده او فکر په مخه کړ، ښه شېبه ووته، بيا يې د ډاکټر په غږ جټکه وخوړه.
_زما لمسی څه شو؟
ځوان هغه ته وکتل، ورو يې وويل:
_تا ولې ونه وژلم؟
ډاکټر دهغه تر څنګ يو تور کميس چې د لمنې پورتنۍ برخه يې په سپين تار ګنډل شوې وه کېښود، بيا يې کڅوړه ورپورته کړه ، مخ يې واړاوه، څو ګامه يې واخستل،خو د ځوان غږ ځای په ځای ودراوه:
_ما ستا زوی وواژه.
ډاکټر هغه ته وکتل، په سترګو کې يې کرکه راټوله شوه، خو په خوله يې څه رانه وړل.
ځوان غير ارادي وخندل:
_ما هغه وواژه، د توپانچې سلامت جاغور مې پرې تش کړ، سلامت جاغور.
ډاکټر هغه ته وکتل، ګوتې يې سره را ټولې کړې، ټول وجود يې لړزې واخيست، بيا دځوان له خولې يودم کوکه را ووته او په زوره يې وژړل.
ډاکټر کټ ته نږدې په څوکۍ کېناست او ښه شېبه يې د هغه داوښکو ننداره وکړه.
ځوان په ژړا کې وويل:
_ما ستا زوی نه و ليدلی، هيڅ وخت مې نه و ليدلی، خو ما ته يې وويل چې دا سړی معلم دی، ويې وژنه او جنت وګټه.
ډاکټر د هغه په اوږه لاس کېښود او ورو ولاړ شو، خو ځوان تر لاس ونيو:
ما ووژنه، تر ستوني مې ونيسه، له دې عذابه مې خلاص کړه، ما ستا زوی وژلای، زه ستا دښمن يم.
د ډاکټر په شونډو يوه ترخه موسکا وغزېده، له خيمې ووت او ځوان يې له ژړا سره يواځي پرېښود.
* * *
يوه اونۍ وروسته چې کله ډاکټر دځوان له ګېډې نه خلاصه شوې ټوټه دکثافاتو په کارتن کې اچوله، يو سړی خېمې ته ورننوت. کله چې ډاکټر دهغه په مټ دفشار اله تړله، سړي په خوابدي غږ وويل:
_ډاکټر صيب! ستاسو په هديره کې مې يو ليونی وليد.
ډاکټر موسک شو:
_دا دنيا له ليونيانو ډکه ده.
سړي وويل:
_خو په هغه مې زړه وسوځېد، دی يوه نوي جوړ شوي قبر ته ناست و او په ژړا کې يې چيغې وهلي:
ما ووژنه، ما ووژنه، ما…
بيا يې لارې ته رامنډه کړه، زما ګرين ته يې لاس را واچاوه، ويې ويل:
ما ووژنه، ما ووژنه، ما…وروسته زانګې وانګې روان شواو په ژړا کې يې چيغې کړې:
ما ووژنه، ما ووژنه، ما ووژنه…
هو رښتيا! هغه ځوان و، تورې جامې يې په تن وې او لمن يې تر نامه پورته په سپين تار ګنډل شوې وه.
پاې
2007