موږ په تکرار سره اورو او وایو چې شعر د ښکلا نوم دی شعر د تخیل او تفکر ځواک دی او شعر یو جلا او بېل ژوند دی د شعر په اړه داسې او نورې خبرې کومه نوي خبره نه ده،
تل یې اورو او تل ورسره مخ کېږو،
راځۍ یو وار په همدې خقیقت د پوهیدو هڅه هم وکړو او وګورو چې ریښتیا هم
شعر دومره قوت لري او كه نه؟
زه د هغو شعرونو سرسخت مینوال یم چې د شاعر په خپل تجربو لیکل شوی وي، او خپلې خاطرې یې ورسره یوځای کړي وي، ساده او روان وي، او هر چاته د یو څو شیبو ارام ورکولای شي،
همیم جلالزی هم داسې یو شاعر دی چې ټول شعرونه یې د ښکلا پنځونې یو بېلګه ده، د شعر ټول الفاظ یې موږ ته له ابتکاره بل څه نه لري، لامل یې ښایي همدا وي چې تل د زړه له تله شعر ته کلمات راټولوي، او بيا يې شعر کوي، هميم كمه خو انتخاب شاعري كوي، زما لپاره یې ټول شعرونه انتخاب ګرځیدلي دی، باور وکړی زه چې هر کله د همیم په شعرونو وربرابر شم، نو خپله هم دځان په کیفیت نه پوهېږم.
د همیم ټوله شاعري په تجربو ولاړه ده او د ژوند دا ترخې او خوږې تجربې دي چې د همیم شعر ته ساه وربښي، او رنګ،او خوند ورسره یو ځای کوي، او د تجربو همدا شعر کېدنه ده چې د همیم شعرونو ته قوت ورکوي،
د یو غزل په دې بیت کې وګوری چې همیم صیب د یو ترخې شیبې خوږه مغالطه څومره عجيبه لمانځلي ده،
مابه ټولګي كې پرې تل ستا په خاطر نور خپه کړل کنه څوکۍ خو بل څه نه وه له لرګو نه پرته دا یواځې تصور نه دی بلکې ژوندۍ پېښه ده چې له موږ څخه به یې زیات ورسره
مخ شوي وي او پوهیږي به چې دا څومره زورونکي او خوندوره لمحه ده
په یو بل ځای کې د مخبت او زندګۍ خبره څومره په کمال سره کوي
مخبت څه دی؟ د غنمو د دانې خوارک دی
زندګي څه ده؟ بس همدې ګناه ته ورته څه
د تجربو او خاطرو همدا وېش دی چې د همیم شعرونه یې ټول له یو کیفیات نه برخمن کړي دي یو بله ترخه تجربه چې د کاڼو زړونه هم اوبه کولای شي د همدې شعر په یو کې انځور کړي ده
لاس مې دې پریښود مخه ښې نه پس او پوه دې کړمه
چې زموږ منځ کې وه موجود دنیا ته ورته یو څه
د هميم صاحب هر شعر سړی تاثر لیکلو ته مجبوروي ، دومره وایم چې شعرونه به یې تر ډېره ژوندي وي او د اهل ذوقو تندې به خړوبوي، همیم صاحب پر غزل سربېره نظم هم لیکي وایي :
سمندر څه راکړل چې بده د سراب ووایم
د همیم صاحب نظمونه هم له پوره شرنګیدلي موسیقۍ نه ډک دي كه جګجېت سېنګ ژوندی وای نو اوس به يې حتمي یو څو په خپل جادوګر غږ زمزمه کړي وای همیم صاحب تراوسه چاپ شعرونه نه لري، ډېره شاعري يې پر انټرنېټ، فیسبوک پرته ده ، د لوستو لپاره یې دهغه د اکونټ په نوټ افشن کې موندلای شۍ او بیا درته معلوم شي چې شعر څومره قوت لري او او ښه شعرونه کومو شعرونو ته وایي
هیله ده چې همیم صاحب له دې هم خونداوره او روانه شاعري وكړي، د اوس لپاره یې په همدې بیت بسنه کوم چې دنیا دنیا خبرې پکې دي،
ځای ګوري ژړا ته نه یې مومي چې دا ولې
وي هم څه عجیبه ضرورتونه د سړي
اهاااا