یوه هلک مرغۍ نیولې وه. ډیره یې خوښه شوه او د سین غاړې ته لاړ چې ویې وینځي.

یوه لاروي ورته وویل: مرغۍ مه وینځه، درنه مړه به شي!

هلک وویل : ولې به رانه مري؟

ساعت نیم پس چې لاروی بیرته راستنیده، هلک یې د سین په غاړه ولید چې په مړې شوې مرغۍ پسې ژاړي.

لاروي ورته وویل: ما خو درته ویل چې مه یې وینځه، هغه ده اخر مړه شوه!

هلک وویل: په وینځلو کې نه په نښتېځلو کې رانه مړه شوه.

دغه قصه سړي ته د ځینو کسانو او ډلو هغه مینه وریادوي چې له اسلام او مسلمانانو سره یې لري. دوی د مسلمانانو په هیوادونو کې نظامونه ړنګوي، پولیس وژني، عسکر وژني، ښوونځي  سوځوي، په لارو کې ماینونه ښخوي، انتحاري حملې کوي او سل نور جنجالونه یې جوړ دي خو چې ورته وویل شي، ولې داسې کوئ؟ ځواب یې دا وي چې په اسلام میین دي او د مسلمانانو خیر غواړي.

د یونسیف یوه تازه راپور وایي چې په افغانستان کې څلویښت فیصده ماشومان له زده کړو محروم دي. د دغه محرومیت لوی علت روانه جګړه او له تعلیم، خصوصا د نجونو له تعلیم سره د جګړه مارو مخالفت دی. دا یوازې افغان ماشومان نه دي بلکې په سوریه، یمن، لیبیا، نایجریا، سودان، د پاکستان ځینو سیمو،  د عراق په سني میشتو سیمو او نورو ځایونو کې په لسګونو میلیونه مسلمان ماشومان او ماشومانې دي چې د داعش، بوکو حرام ، طالب یا بلې افراطي ډلې د چلند له امله له زده کړو محروم پاتې شوې دي. د اسلام په مبین دین کې چې د علم حاصلولو او د سواد زده کولو ته څومره اهمیت ورکړ شوی دی، د دنیا په بل هیڅ دین او آیین کې یې مثال نشته مګر مینه چې د هغه هلک د مینې غوندې شي نو نتیجه یې دغسې شي چې په خپل هیواد او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې یې د سر په سترګو وینو.

په دې کې شک نشته چې طالبانو په وروستیو کلونو کې د هلکانو له زده کړو سره مخالفت بس کړی او یا کم کړی دی، مګر د نجونو له زده کړو سره یې مخالفت تقریبا په خپل حال دی خو اوس چې طالبان یو څه نرم شوي او د علم اهمیت ته متوجه شوي دي، داعش راپیدا شوی او له اسلام سره د مینې په نوم نه یوازې د مسلمانانو سرونه ریبي بلکې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې یې د ماشومانو د زده کړو مخه هم نیولې ده.

د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د پاکستان له کونسلګري سره نژدې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول. ولې؟ ځکه چې انتحاریانو ګومان کاوه چې په دې طریقه اسلام ته خیر رسوي. څو ورځې مخکې افراطیانو په مزار شریف کې د هند د کونسلګري په خوا کې ډز و ډوز جوړ کړ. ولې؟ ځکه چې انتحارخیلو ګومان کاوه چې په دې طریقه به اسلام ته خیر ورسوي. هغه داعشي چې په شینوارو کې یې د دوو میاشتو ماشوم دوه څیرې کړ، یا هغه انتحاري چې په یحیا خیلو کې یې په لسګونو افغانان شهیدان کړل، دوی ګومان کاوه چې له اسلام سره پاکه مینه لري او که یوه څه  وینې وبهوي نو نیغ به جنت ته ځي او حورې او غلمان به لاس په نامه ورته ولاړ وي.

 په دې کې شک نشته چې ځینې استخباراتي کړۍ به په دغو جنایتونو کې لاس لري، مګر تر ټولو لوی علت یې د پوهې او تجربې کمی دی. یو تحریک، یو تنظیم او یو اجتماعي ګروپ چې د مټو زور ولري خو فکر او تجربه ورسره نه وي نو هغه څه به کوي لکه په نایجریا، لیبیا، سوریې، عراق، افغانستان، پاکستان، یمن، سوډان او داسې نورو ځایونو کې یې چې وینو.

 ایا د اسلام او مسلمانانو خیر په دې کې دی چې علم زده کړي او که یې مکتب وسوځول شي؟ ایا اسلامي هیوادونه او اسلامي ټولنې به په سوله کې عزت پیدا کوي که په جنګ کې؟ ایا د پردو له احتیاجه به د خولې تویولو په برکت راوځو که د وینې تویولو په وسیله؟ ایا په دې د اسلام او مسلمانانو عزت دی چې په لکونو مسلمانې کورنۍ په اروپایي هیوادونو کې پناه وغواړي او که عزت په دې کې دی چې د هارون الرشید او مامون الرشید د زمانې غوندې د نورو امتونو خلک په اسلامي هیوادونو کې پناهنده شي؟

 متل دی وایي، د سهار ورک که ماښام کورته راشي، ورک یې مه بوله. اوس هم لا ډیر ناوخته نه دی. پکار ده چې ټول باشعوره او مخلص مسلمانان د اسلامي اخوت ملاتړ وکړي او په اسلامي ټولنو کې د شر په  ځای خیر وغواړي. ځینې خود غرضه کسان چې شخصي ګټې ورته تر هر څه مهمې دي، د افغانستان د سولې د پیل شوي بهیر په تخریب بوخت دي او په ټولنه کې نهیلي خپروي. پکار ده چې ټول مسلمانان او په تیره بیا د افغانستان خلک د اختلافونو او تربګنیو په ځای د سولې او روغې جوړې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي او د هغو ساده ګانو په پوهولو کې برخه واخلي چې د اسلام او مسلمانانو په تباه کولو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *