تاند- د هیلي کوپتر جوړولو ایم ډي کمپنۍ اعلان وکړ چې د امریکا پوځ ورسره د افغانستان لپاره د نورو (MD 530F Cayuse) جنګي څرخکو قرارداد کړی دی.

د دې قرارداد پر اساس به ایم ډي کمينۍ ۱۲ نورې څرخکې مهیا کړي څو د ۲۰۱۶ م کال د جنګي فصل لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.

دې کمپنۍ په ۲۰۱۵ م کال ۱۲ هیلي کوپترې پلورلې وې.

د ایم ډي کمپنۍ په وینا ۱۲ څرخکې، چې تېر کال یې چمتو کړې وې، له تېرو ۹ میاشتو راهیسي په افغانستان کې په عملیاتو کې برخه لري او کار یې بریالی ثابت شوی دی.

دا هیلي کوپترونه په (FN Herstel) ماشینګڼو او ۷۵.۲ اینچه راکټونو سمبال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *