تاند- د ننګرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد وايي چې د پاکستان د آی ایس آی په ګډون په سیمه کې ځیني عناصر د داعش ملاتړ کوي.
داعش د افغانستان تر بل هر ولایت په ننګرهار کې زیات فعال دی او د دې ولایت یو شمېر سیمې یې لاندې کړي دي.
پرون دې ډلې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته نژدې د انتحاري بمي حملې مسوولیت په غاړه واخیست. په حمله کې د پاکستان کونسلګرۍ او د هغې کارکوونکو ته هیڅ زیان ونه رسېد خو ۷ افغان پولیس ووژل شول او د څو ماشومانو په شمول ۱۱ نور ژوبل شول.
د ننګرهار امنیه قوماندان پرونۍ حملې ته په اشاره وویل، دا پېښه د اندېښنې وړ ده خو پاکستان د داعش ملاتړ کوي.
ده وویل چې پولیسو د حملې په اړه څېړنې پیل کړي دي.
امنیه قوماندان ښاغلي شېرزاد زیاته کړه:«د سیمې هیوادونه په تېره بیا پاکستان د داعش د سختدریځو ملاتړ کوي.»
د ننګرهار د ولایتي شورا غړیو هغې سیمې ته چې د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو کونسلګرۍ پکې موقعیت لري او خورا خوندي او ساتلې سیمه ده، د داعش د سختدریځو رسېدل، د پوښتنې وړ بللي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان وویل، په دې نه پوهېږي چې آی ایس آی ولي د داعش ملاتړ کوي خو باور لري چې دا ډله د پاکستان له لوري تمویل او تجهیز کېږي.
قوماندان صاحب دا خو هر افغان ته معلومه ده که هغه عام وګړي دي او که دولتي چارواکي، د ریس جمهور نه نیولې تر یو افغان ماشوم پورې دا خبره کوي چې د افغانستان د ټولو بدبختیو تر شا د پاکستان ای ایس ای ده، خو د ویلو نه مونږ څه ګټه نشو تر لاسه کولی. فکر پدې پکار دی چې ددې بلا مخه څنګه ونیسو، ددې تورمخو نه مونږه ځان خلاص کړو. په ویلو مونږ هیڅ نشو ثابتولی مونږ باید په عمل کې څه ثابت کړو.