باز خان په رڼا ورځ كلي ته راغى، تر مني يې د حاجي عبدالكريم د انګورو باغ په باغواني ونيو او د مني په يوه ساړه سپېده چاود كې يې كلى پرېښود. د ځان په هكله يې يوازې دومره ويلي وو، چې نوم يې بازخان دى، د حلالې روزي په موندلو پسې يې پايڅې بډ وهلې وې، ګوله يې خداى دلته ليكلې وه.

څوك ونه پوهېدل چې بازخان ولې، يو په يو، بې له دې چې د خپل تګ په اړه چا ته څه ووايي، كلى يې پرېښود.

سهارچي حاجي دتاكونو په منځ كې د ولاړې جونګړې ور پرانيست، هر څه پر خپل ځاى وو. زوړ ګيلم، خيرنه بستره او خه زاړه لوښي _كودي… دا هغه څه وو چې د باغ خاوند ځوان باغوان ته د ژوند د تېرولو لپاره وركړي وو. څه چې نه ښكارېدل هغه د بازخان خپلې جامې او د هغه زنګنه چاړه وه. بازخان يو وخت حاجي ته د دې چړې په هكله ويلي وو:
“وړيا ګوتو ته راغله، ته يې وګوره، ښه شى ده، انتيك دى انتيك….”

حاجي چې د انتيك په مانا نه و پوهېدلى، په بې پروايۍ يې ويلي وو:

“شړط تړم چې د چرګ غاړه به هم وينې نه كړي، زه خو يې په يوه افغانۍ هم نه اخلم….”

څه چې بازخان پرېښي و، يو زوړ پرتوګ و چې پر دېوال راځړېده او په په پايڅو پسې يې توره او بويناكه خټه سريښ وه.
په لومړيو كې حاجي او كليوالو انګېرله چې بازخان به خپل ولايت ته د خپلو خپلوانو ليدو ته ورغلى وي، بيرته به راشي، خو چې ورځې په اونيو او اونۍ په مياشتو واوښتې او د بازخان څه درك معلوم نه شو. حاجي بل باغوان ونيو او د وخت په تېرېدو سره كليوالو ورك بازخان هېر كړ.

خو د تېرې شپې حيرانوونكې پېښې يو ځل بيا د بازخان جذابه څېره د كليوالو په ذهنونونو كې انځور كړه. خدايداد چې د كلي د ملك دادخان دهقان و، پخه شپه له كوره ووت، چې د ملك پټيو ته په خپل وار سره د كارېز اوبه ورسمې كړي، خو د كلي د منځ د ولاړو اوبو په خوسا ډنډ كې يې څه چړپ او چړوپ تر غوږو شوى و.
په خپله يې كيسه كوله:

“لومړى مې فكر وكړ، چې ښايي كوم سپى او يا څه بل چارپاى وي، په خوړو پسې به ګرځي، خو چې لږ ورنژدې شوم، نه سپى و او نه كوم بل ځناور، سم دم بنيادم و، د څلوارلسمې سپوږمۍ په رڼا كې مې ليد چې د سړي زنګنونو څنګه د ډنډ خوسا اوبه څيرلې، وروسته به ودرېد، ملا به يې كړوپه شوه او دواړه لاسونه به يې تر څنګلو پورې په اوبو كې ډوب شول.

خداى شته چې يو څه ووېرېدم، اورېدلي مې وو، چې پېريان او دېبان په هره بڼه چې وغواړي ځانونه بدلولاى شي. كلمه مې تېره كړه، زړه نازړه مې تر خولې ووتل:

څوك يې؟

ناڅاپه په ډنډ كې چړپا زياته شوه، سړى وچې ته وخوت او په منډو يې پيل وكړ. د هغه تېښتې يو څه جرئت راكړ، پسې منډه مې كړه او د كلي په تنګو كوڅو كې مې چغې وهلې:

هلئ غل دى!! مه يې پرېږدئ، غل، غل، غل!!!

دروازې خلاصې شوې، خوبولي او وارخطا كليوال كوڅو ته راووتل، چا هوايي ډزې وكړې، خو دا وخت سپين كالى ځوان زما تر ګونډو لاندې پروت و، له سريښناكه لاسونو څخه يې لكه د كبانو، سوړ بوى پورته كېده او په پوړېدلي (لړزانده) غږ يې ويل:

رحم وكړه، غل نه يم، زه يم لالو د بازخان ورور.

په سهار د ملك د مېلمنو لويه كوټه تر خولې له كليوالو ډكه وه، پردى د كوټې په منځ كې ناست و او په ځړېدلي سر يې خپلو پرېوللو، لندو پايڅو ته كتل، يوازې د ملك پرله پسې پوښتنې اورېدل كېدې:

څوك يې، له كومه راغلى يې، په كلي كې دې څه كول…؟

خو د ځوان له خولې سوڼ نه ووت، اخر ملك بې حوصلې شو، سړى يې د خپلې امسا په تېره څوكه چوكه كړ. په كاوړ يې وويل:

تا ته وايم كه دېوال ته؟ وايه خبرې وكړه ګونګى خو به نه يې، څه شى دې پټول؟

ځوان د پخوا په څېر غلى و، ملك د ناستو خلكو مړاوې او سپېرې څېرې په يوه ځغلنده نظر تر سترګو تېرې كړې، په پړسېدلي غږ يې وويل:

ميرو چېرته دى؟

وره ته نژدې يو تور نرى سړى، چې په غاړه يې په ژېړ سپڼسي پېيلي څو خيرن پياز ځړېدل په پښو ودرېد، ملك ځوان ته مخ ورواړاوه:

مجبور يم، چې ولسوالي ته خبر وكړم، خير دې په خبرو كې دى، ژر شه يو څه ووايه، مزدور ولاړ دى.

د كوټې له يوه كونجه چا غږ كړل:

پټه خوله اقرار دى.

يوه بل له نسوارو په ډكه خوله وويل:

ښه ځواني لري، ارمان چې لاس او پښه يې د پرې كولو نه دي.

ملا صاحب چې له ملك سره يې پر يوه توشكه پلتۍ وهلې وې، په غوسه شو:

چټيات مه واياست، علما به په خپله شريعت جاري كړي.

د اندامونو د غوڅولو ټكي پر ځوان نرۍ تبه راوستله، سر يې هسك كړ،ا خر يې ماته ګوډه ژبه له وچ تالو سره ولګېده:
زه، زه غل نه يم… باور وكړئ چې غل نه يم، يانې داسې غل نه يم چې تاسو ته څه تاوان درورسوم.

ملك د لاس په اشاره ولاړ سړى وپوهاوه چې كښېنه، په مهربانه غږ يې وويل:

سمه ده، دا به درسره ومنم چې غل نه يې، خو دا توره شپه، پردى كلى او په ناولو اوبو كې ګوتې وهل، دا حيرانوونكي كارونه څه مانا لري؟

ځوان تلولى غوندې شو.

ملك زياته كړه:

مه وارخطا كېږه، زه درسره يم، په ډاډه زړه خبرې وكړه.

سړي وويل:

بوت! د بوت په لټه كې وم. بازخان راته ويلي وو، چې د كلي د منځ په ولاړو اوبو كې بوت پروت دى.

د بوت نوم ډېرو كليوالو ته د تېر مني د اشر ورځ ورپه زړه كړه، په هغه ورځ كليوال دېته راغونډ شوي وو، چې د كلي د جومات بام اخېړ كړي، د خاورو د كيندلو په وخت كې دوه واړه ډبرين بوتان له ځمكې څخه راختلي وو.

ملا صاحب يې ديد ناروا ګڼلى و، ملك خو لا د خولې ناړې ورتو كړې وې، دا يې هم ويلي وو، چې تر كلنګانو يې لاندې كړئ، خو باز خان چې بوتان يې پر يوه او بل مخ اړولي وو، دواړه يې د لوى ډېران لمنې ته نژدې د ډنډ ناولو اوبو ته غورځولي وو، دا يې هم ويلي وو، چې دا ناولو او شيطانو څېرو ته به دا وروست ګور ښه وي.

د بازخان دې كار اشرګړو ته خوښي وربخښلې وه، يوازې د ملك تندى ځكه تريو شوى و، چې بازخان ولې خپل ځان او كليوال د ابراهيمي سنت له بېشمېره ثوابونو څخه بې برخې كړل.

دېرش څلوېښت ګامه پلن دا ډنډ به كال دوولس مياشتې له تورو او بويناكو اوبو ډك و، يوازې په اوړي كې به سختې ګرمۍ يوڅه پيڅكې ورټولې كړې، خو هېچا هېڅ وخت وچ نه و ليدلى. ځكه چې څنګ ته يې د رڼو اوبو ډك لښتى بهېده. د لوړ لښتي لمن به تل لنده وه او همدغې زا(نم) به د دې ژور ځاى، ناولې اوبه په يوه حال ساتلې. ډنډ ته نژدې د ساده او بېوزلو خلكو د كورونو خوار او شكېدلي دېوالونه به ژمى نمجن او اوړى سپين ښكارېدل.

ځوان زياته كړه:

بازخان د تاريخي اثارو په ارزښت پوهېده، ځكه يې بوتان په ماتولو نه وو لورېدلي. په خپله يې ويل:

د نيمې شپې په تياره كې مې پايڅې راپورته كړې، وروست ډنډ ته ورګډ شوم، له بده مرغه د بوتانو د ډوبېدو دقيق ځايونه مې سم نه وو په نخښه كړي، تر ډېرو مې د اوبو د ټل په سريښناكه خټه كې ګوتې وهلې، يخنۍ مې زنګنونه لړزول، په پاى كې مې په ډېر زيار يو بوت وموند، په بل بوت پسې مې لټه پيل كړه، ناڅاپه د الله اكبر غږ نېغ ودرولم. دا د كلي ملا صاحب و، چې كليوال يې د سهار لمانځه ته رابلل. نژدې ټوخى مې واورېد، يوڅوك چې تك تور برېښېده او له ځان سره يې يو څه ويل د ډنډ پر ژۍ تېر شو، ساه مې نه ايسته، بې حركته ولاړ وم، يوازې د لينګيو پوړېدل مې ډېر شوي وو، تر هغو ونه ښورېدم، چې د جومات د دروند لرګين وره غنجا مې تر غوږ شوه، په احتياط وچې ته وختم، له ځان سره مې پرېكړه وكړه، چې د بوت په جوړې پسې به بل وخت راځم. هماغه وو چې د سپېده چاود په تته رڼا كې مې كلى پرېښود. ورو مې بوت پېښور ته يووړ، هلته يې په اووه نيم لكه كلدارو وپلوره….”
دا وخت څو تنو كليوالو په يوه خوله وويل:

اووه نيم لكه، اووه نيم لكه؟؟؟!!

“…. ورور ته مې دا پيسې بس وې، چې يوه اروپايي هېواد ته لاړ شي، د تګ پر مهال يې ما ته وويل، چې په بل بوت پسې به ته….”

ناڅاپه په كوټه كې يو ګررررر شو، داسې لكه د نخڅيرو پر يوه ګله چې يو وږى پړانګ ورپېښ شي. د نر زوى هغه و، چې ځان د كوټې وره ته ور ورسوي.

شېبه لا نه وه وتلې چې چڼاسن ډنډ له كليوالو ډك شو، په تورو خټو لړلې تيږې، هډوكي، چيت ټيمان… وو چې وچې ته لوېدل.

ملا صاحب چې سپينه لمن يې ناولو اوبو پر سر اخيستې وه تر څنګ يوه زلمي ته چې په كړوپه ملا يې په اوبو كې ګوتې وهلې وويل:

“دا د خداى دښمن څنګه شى و، ما خو په هغه ورځ سم ورته ونه كتل”.

ځوان هېڅ ونه ويل، خو ملك چې د ملا صاحب تر شا ولاړ و او له پوړېدلو ( رېږدېدلو ) لاسونو څخه يې تورې اوبه څڅېدلې په ستمي ځواب وركړ:

“تكې شنې سترګې يې وې، كټ مټ لكه ستا د ګوتې غمى”.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *