سوپرتوکانو

تاند – ټاکل شوې ده چې نن ماسپښین ( جمعه د جنوري ۱۵) په کابل کې د ځانګړیو مراسمو پر مهال د امریکا متحد ایالتونه څلور A-29 جنګي الوتکې افغانستان ته وسپاري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته وویل چې له دې الوتکو سره به د افغان ځواکونو هوایي توان زیات شي.

تر دې مخکې هند څلور جنګي هلکوپتر افغان ځواکونو ته ورکړي وو. تمه ده چې امریکا به یو شمیر نورې الوتکې هم افغان ځواکونو ته روان کال وسپاري.

افغان ځواکونو په وروستیو کې په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ د مخنوي لپاره همدا خبره کوله چې الوتکې نه لري. د ننګرهار لورته هم د داعش د پرمختګ راز د څیړونکو په باور د الوتکو نشتوالی دی. له څلورو جنګي هلکوپترو او څلورو جنګي الوتکو سره کیدای شي چې د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونه برلاسه شي.

تمه ده چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه غونډه وشي. د سولې د هڅو پر مهال د افغان هوایي ځواکونو له پیاوړي کیدو سره دا هم ممکنه ده چې په دې خبرو کې طالبان له خپل لورې له اضافي شرطونو تیر شي او دواړه لورې نسبتا ژر یوې نتیجې ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *