زموږ یوه خپل به روژه خوړه .
ټولو به خبرې پسې کولې.
خو ده ولې روژه نه نیوله ؟
او خلکو به ولې بحثونه ورباندې کول؟
پر دې خبره اوس ډير کلونه اوښتي خو ولې نن را یاده شوه ؟
څو کاله مخکې ، اروښاد محمد صدیق پسرلي د خپلو غزلو یوه مجموعه راته را لیږلی وو.
متاسفانه ، مخامخ مې ونه لید چې مننه یې وکړم او بیا یې د وفات خبر خپور شو.
اصلي خبرې ته راځم.
نن مې د خپلو کتابونو المارۍ پاکوله .
له ډيرې مودې وروسته مې د اروښاد د غزلو هغه مجموعه را واخیسته او د کابل له بیروبار ډکو ، خړو ، خاورینو ، لمرینو ورځو ته یې بوتلم چې ما خبریالي کوله .
را یاد شول چې ځينې خبرو معنی نه راته درلوده او ځیني مفاهیم راته بې ارزښته وو.
ځينې بې ارزښته خبرې، درنې راته معلومیدې … او زه په دې کشمکش کې بې غمه وم.
هغه وخت د اروښاد د غزلو پر ارزښت د خوند تر حده پوهیدم.
خو نن مې یو نوی شی په کې پیدا کړ او ښايي د ذهن یو پخوانی سئوال مې حل کړ؟
ایا تاسې د اروښاد صدیق پسرلي په شعر کې د [ازادۍ] احساس او تعریف ته متوجه شوي یاست؟
د خپلې رایې ازادي:
ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي
بینا هغه دی ، چې هم لارې هم رهبر بدلوي
نه زوړ منطق چلیږي، یاره نه زاړه فکرونه
زیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
پر ژوند د سوال کولو ازادي:
غره ته ختلو کړم په ډيرو منل شویو شکمن
چې غربه لوړ وو خامخا که شاوخوا ناسته وه ؟
پر ځان د سوال کولو ازادي:
خدایزده کمزوري وه د دماغ که خوشبیني د زړه
نیم يې د منلو ندي، څه چې موږ منلي دي