عابد

د لغمان مرکز مهترلام ته چې په تېر کې د پرمختګ،ښکلا اوانکشاف په برخو کې ورته دپام وړ څه نه دي ترسره شوي،اوس يې دښکلا،پرمختګ،پاکۍ،نظم دسپلین او ښاریانوته دغوره خدماتو وړاندې کولو برخې ته دولایتي ادارې له لورې خاصه پاملرنه اوښتې او په همدې موخې ته درسیدو لپاره يې یو ځانګړی پلان جوړ کړی،ترڅويې په تطبیق سره ددغه ښکلي ولایت مرکز مهترلام دیو پاک،منظم او بادسپلینه ښار بڼه غوره کړي.

تېره ورځ په همدې موخه دولایت مقام رهبري له لوري دملکي ادارو دمسؤلینو په ګډون پراخه غونډه رابللي شوې وه، ترڅودترتیب شوی پلان په سمه توګه دتطبیق ،داړین تصمیم نیولو او هغو لارو چار وغږیږي چې پرته له ځنډه ددغه پلان په عملي کولوکې موثرې تمامیږي .

لغمان والي دپلان دترتیب په اړه ټولو برخوالو ته وویل د خلکو د پرلپسې غوښتنو په اساس مو تصمیم ونیولو چې د مهترلام ښار د ښکلا،پاکۍ،تنظیم او شته ګډوډیو د مخنیوي په موخه یو پلان جوړ کړو چې په تطبیق سره به یې مهترلام ښار د افغانستان په یوه ښکلي او پاک ښار بدل شي.

لغمان والي دترتیب شوي پلان د تطبیق په برخه کې ټولو مؤظفو مسؤلینو او مرستندويه ارګانونه ته دنده وسپارله ترڅو پلان په خپل وخت پرته له ځنډه تطبیق کړي او هم دې دملکي ادارو تکړه، فني، مسلکي او ابتکاري انجنیران ددغه پلان د ښه تطبیق په برخه کې دمؤظفو مسؤلینو سره دوامداره همکاري وکړي ،د ولایت ښاروالي او ښاري پراختیاامریت مکلف دي چې د زور واکو له لوري دغصب شويو ساحاتو په بیرته راګرځولو کې قانوني ګامونه پورته کړي.

په پلان کې راغلي :هغه اشخاص او افراد چې پخوا یې د نمرو، مارکیټونو او لوړبوړیزو ودانیو د جوړولو لپاره نمرې تر لاسه کړې او لاتر اوسه یې پرې ودانۍ نه دې ابادې کړي دښاروالۍ ریاست او ښاروالیو دطرزالعملونو سره سم دې تر قانوني چلند او پوښتونو لاندې راوستل شي ،هغه ساحات چې پخوا د ښاروالۍ په انکشافي پلانونو کې د دولتي ودانیو، کلینیکونو، شفاخانو، مسجدو، مارکیټونو، بلندمنزلونو، رهایشي نمرو، شنو ساحو، پارکونو او نورو عام المنفعه خدمتونو لپاره تعین شوي، دهغوی په حفظ او ساتنه کې دې ښاروالي او دښاري پراختیا آمریت دامنیتي ارګانونو په مرسته لازم اقدام ترسره او اړوند ادارات دې کوښښ وکړي ترڅو خپلې پروژې په ټاکلي ساحه کې تطبیق کړي.

دلغمان جغرافیې او شینوالی ته په کتو د مهترلام ښار د دوکانونو،مارکیټونو او ټولو ښاري ساحاتو ځانګړي رنګول،د پیاده رونو جوړول،د ۱۱۶۸ توزیع شویو رهایشي نمرو او ۲۸ توزیع شویو بلند منزولو د کارونو پیلول،دپارکونو جوړول،د ښار په بیلابیلو برخو کې د نیالګیو کینول، دسرکونو مراقبت،ترافیکو تنظیم، جوماتونو او ښوونځیو ته ځانګړې توجه،دښار د څلور لارو رغونه او په ښار کې د نصب شویو لوحو تنظیم او یو شمیر نورې کړنې ددغه پلان عمده هدفونه په ګوته کوي کوم چې ولسونه،دیني علماء،مشران،ځوانان،مدني فعالان،دوکاندارن او صنفي اتحادي همیشه یادو برخو ته د دولتي ادارو د رسیدګۍ غوښتونه کوله .

دلغمان والي عبدالجبار نعیمي په وینا جوړ شوی پلان هراړخیز دی او ټولې هغه چارې پکې شته چې ترسره کول یې مهترلام ښار کې شته ګډوډۍ له منځه وړي او دغه ښار ته ځانګړی ښایست ورکولی شي.

اوس نو ټولو ښاریانو ته په کار ده چې د پلان په تطبیق کې له یادو ادارو سره اساسي همکاري وکړي ترڅو په کم وخت کې د مهترلام ښار شته ستونزې هوارې او دغه ښار د هېواد په یوه پاک او ښکلي ښار بدل شي چې په دې سره به د افغانستان ګوټ ګوټ ته د لغمان ولایت د خلکو د جوړونې، ښکلا خوښونې او سوله پالنې پیغام ورسیږي.

هېره دې نه وي چې د ترتیب شوي پلان په اساس که په ویشل شویو نمرو او لوړپوړیزو ودانیو باندې کار پيل شي نو ورسره سم به زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره او په میلیونونو افغانۍ به د دولت خزانې ته جمعه اودپانګې اچونې لپاره به لازیات لازم فرصتونه او اسانتیاوې رامنځته شي.

دیو ځوان په صفت د ولایتي ادارې دټولو هڅو او تلاشونو مننه او قدر داني کوم چې دلغمان دهر اړخیز پرمختګ او لسي خوساینې په برخه کې يې کوي، یو ځل بیا له نړیوالو مرستندویه ټولنو په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې غوښتونکي یو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *