تاند- په یوه تازه څېړنه کې جوته شوې چې د نارینه وو او ښځو تور او سره کالي زیات خوښېږي.

امریکايي څېړونکو د دې لپاره چې معلومه کړي د کوم رنګ جامو خاوند زیات جذاب دی، له زرو تنو څخه پوښتنې کړي دي.

په دې سروې کې څرګنده شوې چې لومړی تور او بیا سور رنګ زیات پلویان لري.

په سلو کې ۶۶ ښځو د تور رنګ کالي د نارینه وو لپاره مناسبې بللې او په سلو کې ۴۶ نارینه وو د ښځو د تور رنګ کالي خوښ کړي او ورته جذاب ښکاره شوي دي.

له تور رنګه وروسته سور رنګ په دوهم کتار کې راغلی دی.

د دې سروې په سلو کې ۱۲ ګډونوالو ویلي، چا چې سور رنګ اغوستی وي زړه ور، په ځان باوري او هوښیار ورته ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *