تاند- د ولسي جرګې د مرستیال حاجي ظاهر قدیر په سلګونو وسله وال ملېشه ځواکونه، چې په ننګرهار کې د داعش پر ضد جنګېدل، د شنبې په ورځ /جنوري ۱۶/ د افغان ملي امنیتي ځواکونو تر قوماندې او کنټرول لاندې راغلل.
د ننګرهار امنیتي چارواکو وویل چې د حاجي ظاهر قدیر نژدې زر تنه پلوي ملېشه ځواکونه د دې لپاره چې منظم شي، د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول او قوماندې لاندې راوستل شول.
د ننګرهار د ملي امنیت مرستیال باز محمد حنیفي خبریالانو ته وویل، دغو ملېشو موافقه وکړه چې د افغانستان د حکومت د امنیتي ادارو په چوکاټ کې له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د داعش د ترهګرو پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.
ده همداراز وویل چې د رسمی چارو له بشپړېدو وروسته دغو ملېشو ته وسلې ورکول کېږي او حکومت به معاش او نور امکانات ورکړي.
د حاجي ظاهر قدیر ملېشې وروسته له دې د ملي امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې راوستل کېږي چې هغوی په ورته او غچ اخیستونکي اقدام کې د داعش له نیول شویو کسانو سرونه پرې کړل.