حبیب الله زړه سواند

چې په ژوند کې یې تپوس زما و نه کړ

مخ مي پټ ښه دی اشنا نن په کفن کې

چې سپوږمۍ شي د یو ځای نه وبل ځای ته
د پردیسو کډې ځې په ماخوست کې

د پښتو ژبې نامتو لیکوال او شاعر حبیب الله زړه سواند هم د وطن د دردونو نور تاب رانشو وړلئ او نن ئط رنځور زړه ودریده.  روح دې ښاد وي.

ارواښاد حبيب ا ﷲ زړه سواند شينواری د ارواښاد شهيد عمراخان زوي په ١٣٢١هجرې کال کې د ننګرهار د هسکي مېنې د ولسوالۍ د ګذارې د کلي په يوې مخورې کورنۍ کي زيږېدلې وو. ارواښاد د شپږم ټولګي پوري زده کړې د شپولي په ښوونځي او وروسته حربې ښونځې ته لاړه او د حربې ښونځې دولسم ټولګې څخه فارغه شو او په همغه کال خربې پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړه او کال ١٣٤٣ د حربي پوهنتون نه فارغه شو

 ارواښاد همداشان د ژور نالېزم زده کړې د دېپلوم په کچه پخوانې چکوسلواکيا هیواد د ( پراګ ) په ښار کې دژورناليزم زده کړې کړي.

 ارواښاد زړه سواند شینوارې  په کال ١٣٣٩ هجرې لمریز کې د پښتو ژبې پیاوړتیأ لپاره قلم په ګوتو کړ او د کيسو او شعرونه ليکلو ئې پیل وکړ. د ارواښاد په خواږه قلم لیکل شوو اثارو څو څو واري ادبي جا ئزي اخيستي  او ځيني اثار يې په بهرنيو هيوادونو کي نورو ژبو ته هم ژباړل شوي.

د ١٣٤٣ هجرې لمریز کال نه تر ١٣٥٥ هجرې لمریز کاله پورې ارواښاد زړه سواند د پکتيا ولایت کې دنده تر سره کړې. نوموړې د خپلې رسمې دندې تر څنګ څو کاله د عبدالحي ګرديزي په ليسه کي د پښتو د ادبياتو افتخارې استاد هم وو.

ارواښاد د ١٣٥٥ هجرې لمریز کال نه تر ١٣٧١ هجرې لمریزه کال د حمل ١٧ نيټي پوري د ملې اردو د خپرونو په لوي رياست کي بيلي بيلي نشراتي دندي سرته رسولي او څه مودی

پاره په حربې ښونځې کي د پښتو ادبياتو استاد وو. د ١٣٧١ هجرې لمریز کال کې چې د ډګروالې رتبه ئې درلودله، متقاعد شو.

 د ارواښاد زړه سواند شعر د تاریخې حماسو او میړانو یاد راتلونکې نسل لپاره د پندونو ډک سمندر دي

ارواښاد د تیرو لسیزو له ناخوالو په زړه دردمن شو او درد ئې لا هم پسې وغځیده چې د خپل ژوند په چارو کې ئې خپل خوږ دوست او د کور غړې ارواښاد ډاکټر جکړ شینوارې ځنازه ئېې په خاورو وسپارله.

نوموړي د هغه د بیلتون په درد دا ټوټې وویلې وي

دا دنیأ شو په ګناه باندې ککړه
بختور وي ترینه لاړلئ جکړه

له دي داسې بريښيدل چې ارواښاد د دنیأ له ګناهونو نور امان غوښته او د حق لار ته ئې لبیک ووایه.

*****************************************
چې د وینې مینې زړه مې ترینه نه شي
تیرومه د غم شپې ځکه وطن کې

که تیارې د ماښام نه راتلای محفل ته
اور به ولي بلیده د شمعې تن کې

******★***********★*؛**************

په سرو وينو تکې سرې دي اوس زموږ د کلي لارې

بې ملنګه هديرې دي اوس زموږ د کلي لارې

ته له ما نه پکې ورک شوې، زه له تا نه پکې ورک شوم

خونړۍ غوندې تيارې دي اوس زموږ د کلي لارې

**************★****************★-**********

چې په ژوند کې یې تپوس زما و نه کړ
مخ مي پټ ښه دی اشنا نن په کفن کې
چې سپوږمۍ شي د یو ځای نه وبل ځای ته
د پردیسو کډې ځې په ماخوست کې

د ارواښاد چاپ شوي اثار؛

لېونۍ د لنډو کيسو ټولگه
ننواتی د شعرونو غونډ
سپينه ډوډۍ (ژباړه)
ارمانونه (د شعرونو غونډ)
مرور ماښام (د شعرونو غونډ)
د گلانو سړی (ژباړه)
شعرونه او شوگيرونه (د شعرونو غونډ)
د ماشوم غږ (د شعرونو غونډ)
سپينه کوتره (د لنډو کيسو ټولگه)
تڼاکې (د شعرونو غونډ)
د سيند په غاړه (د شعرونو غونډ)
وينې پر گلاب وينی (د شعرونو غونډ)

ناچاپ اثار
شاتو کې زهر (د لنډو کيسو ټولگه)
زه چې ماشوم وم (د ماشومانو لپاره انتباهي کيسې)
گل شو پاڼې پاڼې (د څلوريزو او غزلو ټولگه)

اناللّه و انا الیه راجعون

One thought on “د ادب بل ستورې هم راپریوته/ اباسین جکړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *