جمیل وقار

د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په شپږویشتمه نېټه کلیوال ملګري ټولنې خپله اوه شپېتمه اونیزه ناسته د غزلستوري اروښاد صدیق پسرلي دویم تلین ته ځانګړې کړې وه.

غونډه چې د غزني ښار د همت بنسټ په دفتر کې جوړه شوې وه، پیل یې قاضي محمد امین رفیقي د قرانکرم د مبارکو ایاتونو په تلاوت وکړ.

ورپسې د کلیوال ملګري ټولنې مشر عبدالمجید ژړاند دریز ته وبلل شو، نوموړي د غزل ستوري اروښاد صدیق پسرلي په ژوند، فعالیتونو، اثارو او ټولنې او هېواد ته د کړي خدمت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ژړاند د (سپېڅلې روح ته لپه کړې لاسونه) تر عنوان لاندې د غزل بڼ خاوند صدیق پسرلي د ژوند په ټولو اړخونو رڼا واچوله.

2د مقالې په پیل کې راغلي: ((زموږ پر کاله تل د ويرونو او غمونو سلسلې دوامداره وي، زموږ د نصيب برخه تل خواره او د سر سړی مو د اجل ملکه رانه اخلي.

داسې يو څوک چې په پښتو ادب کې سپرلی راووست، له شعر سره يې ښکلا ملګرې کړه، نازکخيالي يې ورسره غاړه غړۍ او د عاطفې په مټ يې د خيالونو په ګلبڼ کې د غزل ايښودل شويو نيالګيو ته اوبه ورکړې.

د پښتو غزل که څه هم حمزه شينواري په خپلو وينو پاللی و، خو تا ورته بیا همدغه غزل په نازک تار د مينې او عاطفې مرغلرې وپېيلې، همدغه مرغلرې داسې وځلېدلې، چې په ليدلو يې د هر چا زړونه يووړل.))

نوموړي اروښاد پسرلی خطاب او د مقالې په یوه برخه کې راغلي: ((ته څومره لوړ انسان وې، تا خو ښکلا پېژندله، تا خو له عاطفې سره د مينې تار غځولی و، ته خو د خيالي ښاپېرۍ ملګری او مينه وال وې.

ته خو يواځې د سندرو پاچا نه وې، تا خو په سره غالۍ د مينې لنډې او ښکلې کيسې هم چمتو کړې، داسې هم و، دلته دې هم د خپل فکر په مراندو د لنډو کيسو په قالب کې د ژوند ارزښتونه خوندي کړل.

د زهرې منظومه دې څومره ښکلې او له سوزه ډکه سندره ده، د مطرب لاسونه رېږدي او سيتار هم ستا دمنظومې تر اغېز لاندې راغلی دی.))

له ښاغلي ژړاند وروسته شاعر او لیکوال انعام الله ګوهر دریز ته راغی. نوموړي د اروښاد پسرلي په ژوند او شاعري هر اړخیزې خبرې وکړې.

هغه د استاد پسرلي په پېښور کې د هغه په ادبي هلو ځلو رڼآ واچوله چې استاد پسرلي سپېده مجله خپروله او بیا یې د افغان ادبي بهیر بنسټ کېښود . د نوموړي په وینا چې افغان ادبي بهیر تر یوه پوهنتونه کم نه و چې ډېر ځوانان یې وروزل.هغه وویل چې پسرلی استاد که هغه وخت چې پسرلی استاد له وطنه لرې د هجرت په دیار کې اوسېده خو په شعرونو کې یې ځای په ځای د وطن مینه او خلک له یاده نه دي ویستلي. ورپسې ګوهر د استاد پسرلي د چاپ اثارو او شاعري په اړه خبرې وکړې.نوموړي وویل چې استاد پسرلی په پښتو کې د هندي سبک پیاوړی او وروستی شاعر دی.هغه د استاد په شاعرۍ کې په تشبیهاتو او د سپیکټیزم په فلسفه باندې بحث وکړ او د نمونې په توګه یې د استاد ځیني بیتونه تشریح کړل. د استاد پسرلي د څلوریزو په ټولګه پسته اور باندې یې خبرې وکړې.نوموړي په خپلو کې وویل چې استاد پسرلی لکه څنګه چې یې حق و په ژوند هغسې نه دی مطالعه شوی.

ورپسې د همت بنسټ مرستیال حبیب الرحمن تاثیر دریز ته وغوښتل شو، په پېښور او کابل کې د استاد پسرلي په فعالیتونو خبرې وکړې.

هغه وویل چې استاد ګڼ شمېر ځوانان په فکري طور روزلي، چې ښه بېلګه یې تر شا د یوې علمي او فرهنګي کورنۍ پرېښودل دي.

تاثیر د خپلو خبرو په دوام کې د داستانونو د خپرونې یادونه وکړه چې د اروښاد په هڅو او منډو چاپېده. همدارنګه یې دافغان ادبي بهیر په څېر د ګڼو هغه مرکزونو یادونه وکړه چې استاد پسرلي رامنځ ته کړې او اوس هم د ځوانانو د فکري روزنې مرکزونو په توګه فعالیت کوي.

وروسته د استاد په ژوند، شاعري، فعالیتونو او اثارو ګډ بحث وشو، چې ګڼ شمېر فرهنګیانو په خبرې وکړې.

د غونډې په بله برخه کې د استاد پسرلي په یاد مشاعره وشوه، چې حکمت ارین، انعام الله ګوهر، سلیم جلالزي، بلهار جلالزي، مجید ژړاند، نقیب یون او یو شمېر نورو په کې شعرونه ولوستل.

د غونډې د دریز چارې جمیل وقار په مخ وړې.

غونډه چې ماسپښین په دوه بجې پیل شوې وه، مازیګر په څلور نیمې بجې د بلهار جلالزي له لورې د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

One thought on “د غزلستوري اروښاد صدیق پسرلي دویم تلین په مناسبت د کلیوال ملګري ټولنې غونډه”
  1. د تاند چلوونکو ته سلامونه!
    که د تاند وېبپاڼې لپاره د مجازي فضا د اخیستلو وس نه لرئ نو یو لیکنه وکړئ او پکې مرسته وغواړئ ډېر به حاضر شي چې ستاسو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایئ، خو د تاند وېبپاڼې لپاره چې کومه فضا تاسو کاروئ، هغه وړیا ده او په هغې تجارتي اعلانونه په خپله نشریږي. ستاسو په پاڼه چې کوم لوڅ عکسونه راځي، ډېر لوی لیکوال ستاسو له وېبپاڼې بې زاره کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *