د افغانستان کرکټ بورډ رسمي برېښنا پاڼه چې د کرکټ نړیوالو برېښنا پاڼو ټول معیارونه پکې شتون لري، په رسمي ډول په لیکه شوه. دغه برېښنا پاڼه چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په اړه د اړینو معلوماتو، خبرونو، لوبډلو، کورني کرکټ، پرمختیایي چارو، بازارموندنې او نورو برخو په ځانګړي ډول د ژوندۍ نمره شمیرنې برخې درلودونکې ده، زړه راښکونکې بڼه یې د مینه والو ټوله تنده ماتوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دې اړه داسې وایي، “د افغانستان کرکټ بورډ اداره اوس مهال د بشپړ غړیتوب درلودونکو هیوادونو سره ډغرې وهي او پرمختیایي بهیر یې نړیوالو ته د پرمختګ او غښتلو ارادو یو هر اړخیز انځور وړاندې کوي. موږ اوس خپله منظمه برېښنا پاڼه لرو او په داسې موکه کې په لیکه کیږي چې ملي لوبډله د نمیبیا پر وړاندې د لوبو ډګر ته وځي او ژوندۍ نمره شمیرنه به یې په ډیره کره توګه له خپلې برېښنا پاڼې خپریږي”.
د کرکټ بورډ برېښنا پاڼه چې د کورني کرکټ ژوندۍ نمره شمیرنې ترڅنګ د نړیوالو لوبو ژوندۍ نمره شمیرنه هم پکې ترسره کیږي د افغانستان او نمیبیا ترمنځ سیالیو نمره شمیرنه به پکې په ژوندۍ بڼه خپره شي.
نجیب سره موولی ظلم وکړه شپږیزه سیالی کی چی یو هم ده میلی لوبډالی لوبعاړی مو نه ووه ورکړی دعه تاسو انصاف دای الله دی نسیم دانش غرق کړی