جمشید عمرعمر

لومړۍ برخه –

هنري صفت هغه ترکیب دی چې د اشخاصو ، شیانو، حیواناتو او د پيښو د توصیف لپاره په داستان کې کارول کیږي. په داستان کې د کرکټر د قدرت، اصل او نسب، منشاء، ظاهر، مهارت، موقیعت لپاره دا صفتونه کارول کیږي؛ چې لوستونکی د همدې صفتونو په مرسته قهرمان یا اتل ښه وپيژنې او یو تصویر یې په ذهن کې جوړ شي.

مثلاً: هومر په ایلیاد کې د (Speedstar) (بادپای) ( په منډه کې تیز، چالاکه) هنری صفت د اشیل لپاره کاروي. دا صفت دا ښی، چې اشیل د جنګ په ډګر کې له خپل سیاله نه ډېر قوي او چالاکه دی.

فردوسي هم د هومر په شان په شاهنامه کې هنري صفتونه د اشخاصو او شیانو لپاره کارولي، لکه:

بدو ګفت رویین تن اسفندریار       که ای برمنش پير ناسازګار

دلته د (رویین تن) د اسفندیار لپاره کارول شوی، چې د خپل سیال په مقابل کې یو داسې بدن لري، چې هیڅ هم پري اثر نه کوي او د جنګ په ډګر کې د خپل سیال په مقابل کې ډېر قوي دی.

په ایلیاد، اودیسه، هومر او شاهنامي کې یو مشترک سبکي ځانګړنه همدا هنري صفت دی، چې په داستان کې د اشخاصو، شیانو او مکانونو په پوره معرفي کولو کې تري کار اخیستل شوی دی. هنري صفت په شخصیت جوړنه او تصویر جوړلو کې ډېر ښه رول لري. دا درې اثار د نړۍ هغه ارزښتناک اثار دي، چې تاریخي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزي پیښې پکې لیدل کیږي.

د هنري صفت ریښه په هندي او اروپایی ادبیاتو کې ده. دا ریښه په پخوانیو متونو، لکه: ریګویدا، استا او همدارنګه په ایلیاد، اودیسه، انااید او شاهنامي کې هم کتلی شئ.

نوټ: زما موخه په هومر ، ایلیاد، ادیسه او شاهنامه کې هنري صفت پيدا کول دي. په پښتو کې مې ورته تحت لفظي معنی کړي او کیدای شي موږ داسي صفتونه ولرو او یا نه، خو زما هدف په دي حماسو کې دا صفتونه پيدا کړي.

شاهنامه:

مرا سوي آن خوب چهر آوري           دلش با دل من ب ه مهر آوري

چنین داد مهراب پاسخ بدوي         که اي سرو سیمینبر ماهروي

چنین داد پاسخ که اي ماهچهر     درودت ز من آفرین از سپهر

نگه کرد بیژن ب ه خیره بماند         آز ان چاه خورشید رخ را بخواند

په پورتنیو بیتونو کې (خوب چهر) (ماه روی) (ماه چهره) (خورشید رخ) هنري صفتونه دي، چې د افرادو ښکلا راته ښی چې زیاتره یې د سپوږمۍ سره تشبه کړي.

چو آتش پراگنده شد پیلتن             درختی بجست از در بابزن

پیلتین هم هغه کس لپاره استعمالیږي، چې بدن یې د فیل په شان غټ وي.

په ایلیاد او اودیسه کې (Golden Hair) (زرینه موی) ( طلایي ویښته)، (Bright eye) ( رخشان چشم) (روښانه سترګې)، (Beautiful as god) ( زیبا چون خدا) ( د خدای په شان ښکلی)، ( White Arm) ( سپيد بازوی) (سپن لاسی) د یو کس ظاهري ښکلا ښی په هومر کې.

یا ( Prodigious) ( شګرف) ( حیرانتیا)، ( Sharp leg) (تیز پای) ( هغه پښه چې تیره څوکه ولري) په هومر او ایلیاد کې د یو شخص قدرت او لوړتیا ښی.

سپهدار چون قارن رزم زن     چو شاپور و نستوه شمشیرزن

سوي میسره کهرم تیغزن       به قلب اندر ارجاسپ با انجمن

په شاهنامه کې ( رزم زن) (جنګ کوونکي ښځه) ( شمشیر زن ( توره وهونکی) ( تیغ زن)( چاړه وهونکی) هم د یو شخص قدرت او غښتلتیا ښی.

په هومره کې (Leading horses)، ( راهبر اسبان)، ( د اسانو رهبري کوونکی)، ( People poster’s cache) ، ( رزم آور مردم کش)، ( Flaming Spear)، ( نیزه ور) د اشخاصو مهارت ښی.

په هومر کې (King of Fighter) (پادشاه جنگاوران)( د جنګ کوونکو پاچاه)، (Shepherd warriors)( شُبان جنگاوران) ( جنګ کوونکی شپون) د اشخاصو ټولنیز موقعیت ښی.

په هومر کې (Arising from Zeus) (برآمده از زئوس)، زئوس د دوی خدای و او هغه کس چې دده نه پيدا شوی وي د هغه لپاره به یې کاروه.

پاتې برخه…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *