سید اصغر هاشمي

فکري ځواکمنتیاڅومرتبې له جسمي او فزیکي قوته بهتره ده. په ځینو انسانانو چې عمر تیریږي له هره پلوه یې په کړو وړوکې تغیرات راځي خو د ځینوانسانانو لوېیدل بې معنا وي.

د انسان د فکر لویوالی او یا مشرتوب دی چې له کشره مشر او له کوچنیه لوی انسان جوړوي.

په ځینوکوچنیوماشومانوکې مې ډېر داسې خصوصیات ولیدل چې په مشرانوکې نه ترسترګوکیږي. (په ډېرولویانوکې مې دکوچنیانواوپه ډېروکوچنیانو کې مې د لویانو عادتونه او خصوصیات ولیدل)

د مشر ناپوهه نه کشرپوه بهتره دی او د کشر پوه نه مشر ناپوهه بتر دی.

په ډېروتحصیل کوونکیواو د عمر په لحاظ مشرانوکې مې درواغ ویل په تکراري ډول ولیدل خوپه مقابل کې مې ډېرکوچني ماشومان ولیدل چې درواغ یې زده نه دي او اکثره وخت په غیر ارادي ډول رښتیا وایي.

مشران د درواغوله سزا خبر دي خوبیا هم درواغ وایي کشران چې له سزا یې ناخبر دي درواغ نه وایي.

دلته دی چې د لویان عمل کوچنیان اود کوچنیانو عمل لویان سرته رسوي.

د لویانواومشرانو بل بدعمل دا دی چې خپل قصورکلونه وروسته اخلي اوپه دې افتخار کوي او وایي: (پښتون کلونه وروسته خپل قصد اخیستی وواو دا یې ویلې چې په خپل قصوراخیستلوکې یې تلوارکړی دی) خو برعکس ماشومان پخپلوکې جنګونه کوي، یواو بل وهي خودلږ وخت وروسته پخلاوي.

مشران موپه قصور اخیستلو افتخار کوي او کشران مو په بښنې. افتخار د کشرانو په عمل په کار دی چې بښنه ده نه دمشرانو په بدکردار چې قصد اخیستل دي.

ماشومان د جنګ اوجګړې ډېرلږوخت وروسته پخلاوي او بیا په خپلوکې د مینې دنیاګۍ جوړوي خو د همدوی ماشومانو مشران که جنګ وکړي، په کلونونه پخلاکېږي، مشران موډېروخت کینه کوي خوماشومان د څوساعتونو وروسته له حسداو کینې پاک فکرورسره وي.

د اکثروماشومانوناشعوري یاغیرارادي فکراوکړه وړه ډېروخت د مشرانو د شعوري یا ارادي فکراوکړو وړو څخه ښې کړنې سرته رسوي، هماغه دی چې د عمرمشران مو په فکري لحاظ کله کله کوچني کوچني کارونه کوي او ډېر کوچنیان موپه ډېر وکارونو کې دمشرانو حق ادا کوي.

د لوی او کوچني توپیر باید د ژوندپه ټولوکړنوکې څرګندوي. که د عمر په لحاظ مشرکس د کشرانوعملونه اجراکوي، دی د مشرپه قواره او جسامت د کوچني عقل خاونددی.

استاد په دې هکله وایي:

چې په فکر، عقل، لوی نه وي ماشوم دی

چې په خوی باندې کمکی وي بابا نه دی

استاد هم د فکر، عقل او پوهې مشرتوب او لویوالي ته د عمر په لحاظ برتري ورکړې ده.

هو! ځینې مشران دي چې د ډېرعمرخاوندان دي خود پوهې په لحاظ کشران ورته ویلای شو.

د هر ژوندي موجود د نوم پراوریدلومو ذهن ته په ارادي او غیرارادي ډول یوانځورمخې ته راځي، د مثال په ډول د ماشوم د نوم په اوریدلو مو ذهن ته یو داسې ماشوم راځي، چې په فزیکي اومعنایي لحاظ د کوچني فکر خاوندوي خود ځوان او مشرکس د نوم په اوریدلوبیا بل ډول تصویرمو ذهن ته راځي. یعني د هرانسان عام نوم بایدد هغه کس سره معنایي هر اړخیزه رابطه ولري. مشر بایدد مشرپه شان وي، کشر د کشر په شان، ښځه د ښځې اوپیغله دپیغلې په شان.

د نړي ټول انسانان روحونه لري او د انسان په نوم پیژندل کېږي چې ډېرو سره د انسان نوم نه جوړیږي.

بحر، سینداو په ویالې کې اوبه روانې وي خوتوپیر یې په لویوالي کې دی. د زوړ، ځوان او ماشوم توپیرپه تجربه، پوهه او فکرکې دی.

ټول ژوندي او غیرژوندي توکي بایدخپل معنا په نظرکې ونیسي. د مشر کارمعلوم او دکشر معلوم دی، او د دواړو معنایي مفاهیم یود بل سره توپير لري.

که مشرد کشراوکشر د مشر عادتونه ولري نوکشرته مشراو مشرته کشر ویل سم کار نه دی. دغه دی توپیرد مشر او کشر.

3 thoughts on “د علم مشرتوب او که د عمر/ سید اصغر هاشمي”
  1. هاشمی صاحب جزاکم الله خیرا
    ډیر په ځای او دقیق بحث موکړی ،ای کاش زموږ حکام او خصوصا مشران مو دیته ځیر او هغه څه وکړی چه د مسلمان مشر او حاکم سره ښایی او انحصار،رشوت،جاهلی تعصبات، بی عدالتی ،نفاق ،د اسلامی او ملی ګټو سره لوبی او معاملی، فساد او جنایت او نور رذیله خصوصیات او کړنونه ځان ،خپله اداره او ټولنه پاکه کړی او دی سره به ټول مصیبتونه ختم او د خدای جل جلاله مدد به راسره مل او زیات شی او همدا د سړیتوب او انسانیت لار ده چه هوساینه او عزت راولی اود بشریت د معراج لارهمدا ده.

  2. هغه چه ځان دعلم ،عمر او دولت مشر بولی ،قطعا ورسره نه ښایی چه ږیره ستایلی یا د دین نه د بی خبره ځوانانو په شان چه غربی موډ او فیشن یی مذهب دی (یا اجرتی مذهب ته کار کوی) ځان آرایش کړی يا آرایشګاه ولری که ځان د آنحضرت صلی الله علیه وسلم ریښتونی پیروان بولی نو دا چه نن ورځ قیادت ستاسی د غاړی هار ګرځیدلی ،لکه چه د کمپاین په وخت کی ویل کیدل چه ما پنځه کاله یواځی سیرة النبی صلی الله علیه و سلم ویلی او هغه بل مجاهد دی کوم دی ؟ د آنحضرت صلی الله علیه و سلم سیرت په اداره ، ټولنه ،کورنی ،ګفتار ،عمل او حتی ږیره او تسبیح استعمال او آداب یی.
    مخکی به شهرانی یا کشاف صاحب به نورو ته دعوت ورکولو ، که د هغوی وظیفه ختمه شوی وی ؟ نو عثمانی صاحب او نور علما باید توصیه وکړی چه لالا! ته اوس دیو اسلامی ملک رئیس جمهور یا رئیس اجرائیه یا وزیر یا والی یا بل حاکم یی نو باید سیرت او صورت مو نوروته درس وی ،تاسی یواځی د حزب یا جمعیت یا کوم قوم د ګټو ساتندوی نه یاستی ،بلکه دا اوسنی پوستونه ملی او تاسی د ټول ملت خادمان یاست نه به انحصار کوی او نه به یواځی خپلی ډلګی غیر مسؤل او واجب الاحترام ګرځوی چه دا کار د ملت سره لوی ظلم او ناروا ده

  3. مشری سره آداب او اخلاق ډیر ضروری ،موزون ،مؤثر او درسی او تربیتی رول لری د نورو لیدونکو او کشرانو لپاره، زه چه کله د ولسی جرګی غوڼدی ګورم ما ته هغه بی نظمه صنفونه د مکتب راپه یاد شی چه مدیر او استاذان یی زیات وقت په میلمستیا ،سګرت او نسوار،قصی او مسخری تیروی ، په صنف کی چا نسوار اچولی ، څوک څه خوری،څوک څه او څوک څه کوی ، معلم صاحب هم په یوه څنډه کی خپل د تدریس وخت تیروی.
    خو چه ولسی جرګه ګورو څوک په مبایل اخته وی ،څوک اخبار ګوری ،څوک قصی کوی خاندی،څوک ژاولی ژویی، څوک پسپسک کوی او داسی نور.
    نو آیا د مجلس آداب په اسلام کی همداسی وی چه ولسی جرګه کی دی ؟ علما او د تربیی او اخلاقو استاذان دی ورته ځواب ووایی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *