تاند – د امریکا، چین او پاکستان استازي به نن په ارګ کې د افغانستان د حکومت له استازیو سره د سولې د څرنګوالې په څلور اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.
ننۍ غونډه به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پرانیزي. په کابل کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. پولیس د ښار په واټونو کې زیات ترسترګو کیږي.
په دې غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې چې برخه واخلي. د طالبانو استازیو په ورته غونډه کې چې اونۍ مخکې په اسلام اباد کې جوړه شوه هم ، ګډون نه وو کړی. د اسلام اباد په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرد اولسن، د هغه چینایي سیال دینګ شیجون، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوهدري او د دغه هیواد د صدراعظم جګپوړي سلاکار سرتاج عزیز ګډون کړی وو. د اسلام اباد په غونډه کې د پاکستان لپاره د امریکا د دفاع وزارت جګپوړي استازي جنرال انتوني راک هم برخه اخیستې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند شکیب مستغني په وینا د ارګ په ننۍ غونډه کې هم تمه ده چې همدا کسان سره غونډه وکړي.
په اسلام اباد کې چې کله تیره اونۍ د دوشنبې په ورځ غونډه وشوه تر هغې وروسته چې د افغان پلاوی مشر حکمت خلیل کرزی کابل ته راغی نو رسنیو ته یې وویل چې هیلمن دی د جنوري یا فبروري میاشتو تر اخره به د سولې په خبرو کې به محسوس پرمختګ وشي.
د کابل د ننۍ غونډې په اړه ویل کیږي چې دا موضوع به پکې وڅیړل شي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو تر پیل مخکې څه کارونه ترسره شي، له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او کوم کسان چې د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي له هغوی سره څرنګه چلند وشي.