تاند- طالبانو د افغانستان مخابراتي شرکتونو ته ویلي چې مالیه ورکړي کنې انتنونه به یې ورویجاړ کړي.
طالبانو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی د افغانستان د موبایل ټېلفون شرکتونو ته ویلي چې باید طالبانو ته مالیه ورکړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو مشرانو تېره میاشت په کوټه کې په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې د موبایل ټېلفون له شرکتونو څخه باید مالیه واخیستل شي او که چا نه ورکوله انتنونه دې ورونړول شي.
اژانس وايي، داسي ښکاري چې وروسته له دې د موبایل ټېلفون له شرکتونو څخه باج اخیستلو ته د طالبانو شول چې د افغانستان حکومت د اکتوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د ۱۰ فیصده اضافي مالیې د وضع کولو له درکه یې په څو ورځو کې ۷۸ ملیون افغانۍ (یو ملیون او ۱۴۰ زره ډالر) ټولې کړې.
د افغان موبایل ټېلفون شرکتونو استازو، چې د کوټې په غونډه کې یې ګډون کړی وو، ویلي چې طالبان له دوی څخه همدومره مالیه غواړي.
د طالبانو یوه غړي، چې په کوټه کې د طالبانو د شورا په غونډه کې یې ګډون کړی و، له فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه، ویې ویل چې دوی اوس د افغان مخابراتي شرکتونو ځواب ته منتظر دي.
د طالبانو په غونډه کې د اتصالات، افغان بې سیم، روښان (روشن) او ایم ټي این نومونه اخیستل شوي او ویل شوي چې هغوی باید طالبانو ته په هماغه اندازه مالیه ورکړي چې د کابل ادارې ته یې ورکوي.
د یوې مخابراتي کمپنۍ استازي طالبانو ته د کوټې په غونډه کې ویلي چې دومره مالیه دوی نه شي ورکولی.
یوه بل استازي بیا وویل چې مخابراتي شرکتونه بله چاره هم نه لري. ده وویل د موبایل ټېلفون شرکتونه نهایتاً په هغو سیمو کې چې طالبان نفوذ لري، خپل فعالیت درولی شي.
د خو دیر شه کا ر د که چیری ویکری شی دی کمپنیو خو تو ل افغا نستان اوخور
د موبایل شرکتونو ته هیڅ تاوان نه رسیږی – زور یی د ملت تر اوږو خیژی – دا هم د دوه سری حکومت د برکته – داسی کار یی ونه کړ چی د ملت په خیر وی۰ – نورو ته یی ور پام کړه