تاند- ښايي د ځینو لپاره د جهالت نهایت وي خو ځیني نور یې له دین سره بې کچه مینه وبولي.
په پاکستان کې یوه ۱۵ کلن زلمکي، چې د ملا موعظه یې غلطه اورېدلې وه خپل لاس له بنده پرې کړ.
کیسه داسي ده چې ملا د موعظې په ترڅ کې له حاضرو کسانو پوښتنه وکړه چې پر چا حضرت رسول (ص) ګران نه دی؟ هلک چې د ملا په خبره سم نه و پوی شوی یا د دې خلاف پوی شوی و، لاس پورته کړ. ملا هم سمدستي د اکثرو ملایانو له معمول سره سم د کفر ټاپه پرې ووهله.
له دې مسلې وروسته هلک کور ته ستون شو او خپل هماغه لاس، چې په جومات کې یې پورته کړی و، له بنده غوڅ (قطع) کړ.
خو له دې پېښې وروسته اوس د پاکستان قضايي چارواکو ویلي چې ملا باید محاکمه شي ځکه چې تشدد یې ترویج کړی دی.