ژباړه: عبدالله عابد
سرچينه: شینهوا خبري آژانس
چينايي ځوانان مطالعې او کتاب لوستلو ته د خلکو د هڅولو په موخه د پلازمينې بیجینګ په يو واټ کې سره راټول شول او د یونيم ساعت لپاره يې دغه واټ د خلکو د تګ راتګ په مخ بند کړ.
دغو ځوانانو، چې شمير يې ۵۳ تنو ته رسیده، د یونیم ساعت لپاره واټ تړلی وساته او دا وخت یې یوازې او يوازې پر مطالعې او د کتابونو پر لوستلو تیر کړ.
دغه کمپاین ته ” پریږدئ چې مطالعه واټونه ونیسي” نومول شوی دی. دغو ځوانانو د یو انلاین ګروپ د چټ (تماس) له لارې لومړی خپله خبره يوه کړه او بیا په واټ کې سره راټول شول.
د شویو نظرپوښتنو یا سروې ګانو له مخې د ۲۰۱۴ کال په لړ کې چینایانو په اوسط ډول ۴۵۶ عنوانه کتابونه، ۶۵۰۳ ورځپاڼې او ۶۰۷ عنوانه مجلې لوستي خو سروې زیاتوي چې ډيری چينایان بیا د مطالعې له دغې کچې څخه راضي نه ښکاري او ټينګار کوي چې باید مطالعه لا زياته شي.