تاند – نن د خیبر پښتونخوا له پېښور ښار سره نژدې د کارخانو په سیمه کې په یوه بمي حمله کې ۱۱ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.
حمله د نظامیانو په یوه پوسته شوې چې د پوستې قوماندان نواب شاه هم په پېښه کې وژل شوی دی.
د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د حیات اباد میډیکل کمپلېکس د چارواکو له خولې لیکی چې په پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي خو وېره شته چې د تلفاتو شمېر ډېر شي. اکسپریس ټربیون د چارواکو له خولې لیکي چې په پېښه کې ۴ نظامي کسان وژل شوي دي.
ورځپاڼه د عیني شاهدانو له خولې زیاتوي چې چاودونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي ول او موټرسایکل له ځایي پوستې سره جنګول شوی وو چې په نتیجه کې یې پېښه رامنځته شوه.
سیاسي او امنیتي کارپوهان دغه ډول پېښې په سیمه کې د پاکستان د پراختیا غوښتنې د سیاست پایلې ګڼي او وایي چې اکثر ترهګر د پاکستان په غېږه کې روزل کیږي چې یا د حملو له پاره افغانستان ته رالېږل کېږي او یا هم په پاکستان کې پرې د پښتون مېشتو سیمو خلک وژل کیږي.
salamoona tolo ledoonko ta
pa de har sook pohigi che shodi speni aw ghwa tora kho tash pa nam musalmani da dagha karoona dwa firqi kawe de isi mulayan (mula desili fazal rahman jamiat islami aw mixed jenralan hata pa de der zaliman pashtana jenralan yaw mesal khar hamid gul ) aw isi genralan dagha kar faqat aw faqat zoor la menza wrali she aw bas os ba zari khdai ta kwoo aw bas.